تاند- مځکه او زهره (وینس) ډېر ورته والی لري. حتي یو وخت مځکه او زهره خویندې بلل کېدې.

د دواړو قطرونه تقریباً سره ورته ول. د جاذبې قوه یې هم سره ورته والی لري. دواړه له ورته موادو (وسپنې، خاورې، ډبرو…) جوړې دي.

خو له بده مرغه د دواړو ورته والی دلته ختمېږي چې زهره خورا توده ده. اتومسفیر یې ډېر پنډ او کوټلی دی او زهرجن یا ټاکسیک لوګی یې دپاسه دی.

د دې لپاره چې زهره د ژوند کولو جوګه شي، باید څه وکړو؟

ساینسپوهان او ستورمزلي په دې اړه نظر وړاندې کوي چې په پنځوس کلونو کې په څه ډول زهره بدله شي.

دوی وايي چې دوې مهمې مسلې باید حل شي یوه د زهرې اتومسفیر دی او بله تودوښه (تودوخه)

اوس د زهرې پر مخ یا د سطحې تودوښه د سانتي ګراد ۴۶۲ درجې ده  او اتومسفیر یې تر ډېره له کاربون ډای اوکسایډ څخه جوړ دی چې تر مځکې ۹۳ ځلې زیات دی.

یو وړاندیز دا دی چې د زهرې پر اتومسفیر هایدروجني بم وغورځول شي. هایدروجني بمونه چې کله په اتومسیفر کې د کاربون دای اوکسایډ په وړاندې عکس العمل ښيي ګرافیت او اوبه تشکیلوي، اوبه او ګرافیت به پر زهرې ولوېږي او په سلو کې ۸۰ به یې په سمندر بدل شي.

خو پام مو وي چې د زهرې سمندر به زموږ د مځکې د سمندرونو په شان ژور نه وي. په زهرې کې به زموږ د مځکې د ټولو اوبه په سلو کې د ۱۰ هومره اوبه جوړې شي.

په ویدیو کې د زهرې د پنډ کاربوني اتومسفیر او په دې سیاره کې د زیاتې تودوښې د مخنیوي لارې چارې هم یادې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *