کله چې سپورت کوو او له بدن څخه مو خوله بهیږي نو دې خوله کې زهري او بیکاره توکي هم بهر وځي؟ دې پوښتنې ته لمړۍ ځواب داده چې د انسان پوستکی ترشح کوونکی ارګان یا غړی (excretory organ) نه ده که داسې نه ده نو بیا بله پوښتنه داده چې زهري توکي څرنګه د سپورت په ذریعه له بدن څخه وېستل کیږي؟ کله چې انسان دروند فعالیت وکړي نو د لنفاوي مایع (lymph fluid) او د وینې دوران کې لوړوالی رامنځته کیږي. په دې وخت کې لنفاوي مرغړي یا غوټې (lymph nodes) زهري یا بیکاره مواد له بدن څخه فلټر کوي (کوم زهري او بیکاره مواد چې د لنفاوي مرغړیو په ذریعه له بدن څخه فلټر شوي وي په وینه کې بېرته پرېښودل کیږي او پښتورګي یې له منځه وړي.) همداسې ځیګر هم له بدن څخه بیکاره تولید فلټر کوي او بایل تېزاب په توګه (bile) یې د کیسې صفرا (gallbladder) له لارې کلمو (intestine) ته لېږدوي تر څو له هاضمې سره مرسته وکړي.
 
د دروند سپورت موخه له بدن څخه په خوله کې بیکاره یا زهري توکي وېستل نه وي بلکې د تبخیر له لا��ې د بدن یخول وي. د خولې مرغړي د اکراین (eccrine glands) په نامه یادیږي په کوم کې چې د بدن ۹۹% اوبه او کمه اندازه مالګه، یوریا (urea)، کاربو هایډرېټ (carbohydrates) شامل وي. د خولې هغه مرغړي چې له وېښتو سره تړاو لري د (Apocrine glands) په نامه یادیږي او د خولې کولو پر وخت کمه اندازه شحم هم په خوله کې باسي. له خولې سره په دې بهر وتونکو شحمو کې ممکن کمه اندازه بیکاره یا زهري مواد هم شامل وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *