د رضا خان کاکا پیغام د نبي جان په نوم
زما ګرانه نبي جانه
زما د کرکټ د ملي ټیم کپتانه
زه خو اوس خبر شوم چې ته بیرته وطن ته راغلی ېې.خو په دې خفه شوم چې نه استقبال شوی ېې نه چا غیږه کې نیولی ېې. موږ ډیر مطلبي او غرضي خلک یو.
زه خو درنه لرې یم،خو هغې چې درته نیزدې وو،هغو ولې درنغلل.ځکه چې تا ورته کوم جام نه دې راوړی،تا ورته کوم انعام نه دی ګټلی.موږ تشو لاسونو او تشو جیبونو ته سلام نه کوو.موږ خو د پیو مجنونان یو، د خندا یاران یو. ډاډ ګیرنه مو نه زده،لاس نیونه مو نه زده.بس بری غواړو.په دې هوايي ډګر درته چا د درناوي لار درنکړه. دلته رشوت خور وي ای پي دی.دلته وطن خور ته خلک سلامي دی.
هغه نامیان چې تاسو سره ېې عکسونه اخیستل،هغه چې ستا په نوم ېې ووټونه ګټل او هغه خانان چې تاسره ېې لوظونه کول هغو چرته پټ شول.د دوي خو بس ځانونه ښودل زده،لاسونه پړقول زده. خو اوښکې وچول نه پیژني،حوصله ورکول نه پیژني.
دغو سیالیو ته یوازې ته خو نه وې تللی، په لږو منډو خو یوازې ته نه ېې سوزیدلی او ماتې سره یوازې ته خو نه ېې مخ شوی. هغه میدان مې نه زوروي، دغه غرضي افغان مې زوروي.هغه تاوان مې نه ژړوي ،دغه مطلبي خان مې ژړوي. شل جامونه ورکړه،خو چې یو را وړې وايي چې بیکاره ېې. سل زیري ورکړه چې یو ورنکړې نو وايي چې ناکاره ېې.
هغه بنګله دیش چې دې کور کې مات کړو.هغه دنیا ته چې ځان وښودو.د هغې مبارکي به درکوم. چې دوبۍ ته راشې.ما ویل چې زه به ډهاکې ته درځم.خو قسمت یاري ونکړه.یارانو خواري ونکړه.
خو یاد ساته رضا خان تاسردی ،اصیل افغان تاسره دی .هغه چې ډهاکه کې وې هغه پیغلې درته دعا کوي. هغه چې خوست کې دي هغه ځوانان درته دعا کوي. چې کرکټ کوې نو ګټې به بایلې به. چې نه ېې کوې نو څه به ګټل څه به بایلل وي. دا میچونه به بیاراځي. دا وختونه به بیا راځي .نظامونه به بدلیږي ، خو رضاخان به هغه شان بیرغ په درته ولاړ وي .عابد جان به هغه شان قلم په لا درسره ولاړ وي. لاړ شه کور ته ښه ارام وکړه.په ځان ښه پام وکړه. ګوره چې وار دې خطا نشي. د څو نادانو په خبرو چې خیال دې خطا نشي. بس ځان ورته بیاسم کړه.خپل ټیم دې ورته محکم کړه. الله به خپل کرم کړه.
زه انتظار کومه ستا دسترګو
ولې پناه شوې ته زما د سترګو
زه به ولاړ درته په هغه میدان یمه
زه په شا نه ځم زه هغه افغان یمه
da Crikett loba gattima
da narriy qapa rawrrma
yim Afghan yim AFGHAN…
d` Latif Nangrahary sandirah!
Pa ihteraam