چا راته هيڅ نه دي ويلي !
نه هم کوم چا زما زړه ته ازار ور کړي ,وايم د چانه شکايت هم نه لرم
خو بيامي اوښکې ولي نه دريږي؟
بياوايم دا ټولې اوښکې تنها د نورو لپاره تويوم!
تاسو زما هر افغان چي څوک مو اوښکي تويوي وايم چي دا هرڅه زماله  وجود سره پردي وګړې زياتۍ کوي!
وايم چي زما له سپيڅلو احساساتو سره غيرانساني لوبې کوي.
افغانانو ستاسو له هرې ورځني درده سخته ځوريږم هره شيبه مي زړه ته غم ډيريږې ,د افغانستان د هر ولايت د هر وګړي د وينو ککړتيا چي وينم له بي صبريه مي له خولي چيغي وزي دلته په بهرنيو هيوادونو کي د سختي مسافرۍ او يوازيتوب شپي تيروم ,الله ته مي ستاسو د ژغورلو لاسونه پورته کړي دي ليکل مي ستاسو د دفاع لپاره کړي دي ځکه ټوله د يوه رب پيدا او بشر دي.
خو زموږ انسانيت اخر هغه حد  ته رسيدلي دي چي پرته د انساني جنايته او ناوړه اعمالو بل کار ناشوني دي چي قدم اخلو غم دي……!
داسي ورځ دي نه وي چي د غم خبر دي نه وي موجود .

هره ورځ ليکل کوم او ويل مي چي ستاسو درد او د هيواد درد به نور پاي ته رسيدونکي وي !
خو آه,نه!
داسي هيڅ زړه هم سکون ونه موندۍ ,
پوهيږۍ!
زه ستاسو هر درد احساسوم ستاسو له غمه ډکي څيرې نسم ليدلي!
هلته څه ونه سوه هرڅه ترسره سوه هرې يوي بلا خپل جنايت او بد مخ ښکاره کړ .
هغو بدمخو ته خو هر چا هرڅه وليکل او آن ورته يي  په سترګوکي وويل :
خو بياتر اوسه لاڅه روان دي ما داستان ليکلۍ چي هره پاڼه کي يي زما د هر رګ درد پروت او دخپل زړه په وينو مي ورته انځور ور کړي . هغه داستان به زه په هغه ورځ له ځانه سره واخلم کله چي پوه سم او له خپلو ارواګانو سره يوه  نامعلوم لوري ته  مخه ښه کوم او هغه داستان به
د سمندر غاړي ته ورسوم چي  آن تاسو به يي د هيواد په  نوم هم پوه نه کړم هغه کتاب  به تريوي تيږي لاندي کښيږدم تر څو هغه زما د وجود وينه شمال له ځانه سره په مخه نه کړي زما هغه ټولي خوارۍ چي الله ته مي په اوښکو او حقيقت ژړلي نه غواړم له ځانه سره يي د سمندر په لور رواني کړم !
او چي د سمندر څپې يي غيږه  کي ټوله رنګ وپاشي …..آه نه غواړم چي
تاسې دهغه رنګ بوۍ حس کړۍ
.ماپه هغه داستان کي هره جمله په واقعتونو, دردونو او رنځور مات زړه ليکلي …..آن شپې مي په اوښکو خپل رب ته تيري کړي .په هغه داستان کي زما د افغان اولس حق پروت دي هغه کي مي د الهي قانون او د خلکو جوړ قانون ښودلۍ, په هغه کتاب کي مي انشاالله د چا حق نه دي تلف کړي.په هغه کتاب کي مي د مشروع او نا مشروع الفاظو توپير ويلي…….! هغه داستان هم دغه ليک چي ليکلي مي دي پوه سي چي هره پاڼه يي دي ليک ته ورتوالي لرې.ځينې وختونه له ځانه هم ورکه سم له ژونده سخته ستړې سمه وايم چي نه ليکل وکړم نه هم د نورو خبرونه واورم غواړم ځان پټ او ورک احساس کړم, پر جسدونو را پريوتي ويني بيل اغيز لرې خو زما په ليکلو کي د کاغذ پر مخ د زړه په  وينوليکل سوي ريشتنې الفاظ بيل درد لرې ! زه ناتوانه يم او له تاسو بخښنه غواړم چي درته رسيدلي نسم زما همدا وړوکي لاسونه بشپړه ور ټول او بند پاته دي او زهني نړۍ مي په حقيقت کي ستاسو د غمونو له لاسه پر خپل ځاي پټه او خاموشه پاته ده.
پاي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *