سخت ساړه و ، کابل نور د واورو سپین کفنونه اغوستي و ، ستونځه دا وه چي په اونۍ کي یوه ورځ به د کابل څخه کندهار ته پرواز و،

د وزارت دفاع څخه مي د کندهار د سفر او د اریانا د ټکټ اخیستلو لپاره رسمي مکتوب ترلاسه کړو :

کندهار ته د رسېدو سره دمیدان څخه د بولدک او کندهار سړک ته راغلم ، په یوه لارۍ کي چي غوایي یې را اخیستي و ، راته ودریدو نور د غوایانو سره په باډۍ کي وختم مخ پر بولدک مي حرکت وکړو ، تر بولدک پوري زما او د غوایانو اخ و ډب سره روان و:

ماځیګر لمر ولاړ بولدک ته را ورسېدو ، یو هوټل ته ورغلم چای مي پکي وخوړلې ، هوټلي مي د مخه شناخته سوی و، نو مي ځکه ورته وویل زه اوس تر باډر اوړم تر کوره ( پښین ته ) ترماښامه ځان رسوم خو دا زما بیګ دي هم دلته تاسره پاته وي ، وروسته به یې بله ورځ وړم .

هوټلي چي فدا نومیدو راته وویل په دا ماځیګر تر باډر مه اوړه دا مهال د پاکستان ملیشا دي وهلي ، هغه د بامپول تاڼې پر برابر ي ځای د مجیدخان دی هم هلته شپه تېره کړه سهار به د هغه ځایه په آساني تر باډر واوړې :

ما به دلته په هوټل کي شپه درکړې وای خودلته اکثر وخت مجاهدین راځي په نوره بلا به واوړې او بیګ به دي زه د ځان سره وساتم ، ما ورسره خوښه کړه هم داسي مي وکړل :

زما په فکر کي مجیدخان د محمود خان اڅکزي د کاکا زوی راوګرځېدو چي انډیوال مي دی او ډېره موده مي ورسره لیدلی هم نه و خو د مجیدخان کور یا دیرې ته په رسېدو سره زما خیال غلط ثابت سو اصل کي زه د غلو او وژونکو په ډله کي ګېرسوم او دا مجید خان کوم بل ډاکو او وژونکی مجیدخان و :

د اور لمبې پورته کېدې او تر اور چاپېره ناست توپکیان او یو بریتور تور چاغ پنځوس کلن سړي په ډېره مینه راسره روغبړ وکړی اور ته ورسره کښېنستم ، تر لږ ګړي وروسته د ډوډۍ لپاره یو زیرزمین ته کښته سو ، دسترخوان اوار سو ، د ډوډۍ په منځ کي دې بریتور کس راڅخه پوښتنه وکړه په پښین کي هغه …… پېژنې ما په ځواب کي ورته وویل هغه مي …… دی!

زه د دې بریتور کس په خوا کي ناست وم ، دومره زبردسته چپلاخه پر مخ راکړه چي سم دم یې په ورځ کي ستوري راباندي ولیدل !

پرخپلو ټوپکیانو یې ږغ کړو ، تلاشي یې کړئ او بوېزئ په کانټنر کي یې بند کړئ :

توبه ، توبه دا توري سیلې میاشت او د کانټنر شپه هغه هم په بولدک کي چي د ورځي دوړي پکي چلیږي او د شپې یوازي سپي پکي غپیږي یا د مرمیو ږغونه اورېدل کیږي :

زما لپاره ستونځه دا وه چي په لوڅو پښو او لوڅ بدن وم ، کوټونه، صدرۍ او پټو یې ټول راڅخه واخیستل هم زما د واده انګشترۍ او د غاړي لاکټ هم راڅخه واخستو چي ( اې ، زیډ) ورباندي نوشته و او خوشاله په دې وم چي عبدالروف کندهاري مي د شعرونو کیسټ راته ثبت کړی و هغه مي د پرتوګ به جیب کي تر اوسه سلامت پاته و :

اوس کانټنر کي دیخه بیخي په بد حالت کي وم ، پښې مي وار په وار بې حرکته کېدې ، خو حیرانونکې دا وه چي د کانټینر پر فرش به می لاس راتېر کړو ، خورونه به یې را واوښتل نور به هم حیران سوم ، بیا مي ځان سره ویل د کانټنر د فرش رنګ دی له یخه را اوړي ، سهار مهال چي یې د کانټنر دروازه ایسته کړه نو وپوهېدلم چي رنګ نه دی زما غوندي د بې ګناه او معصومو انسانانو ویني دي چي ټوله شپه مي ورسره تېره کړې ده :

یوه وړه نجلۍ د اوبو ګډوه په لاس تیریدله ، سخت تندي اخیستی وم ، اوبه مي ورځني وغوښتې ، څنګه چي مي ګډوه پر سر پورته کړه توپکي لکه وږی لیواه راباندي را مات سو ، نور نجلۍ او ګډوه دواړه په ما کي لوړ سپاره و:

د سر ویښتان مي غټ و سخت یې په عذاب کړم نور مي د خولې او پزي په وینو ګریوان څه لمن هم سره سوې وه .

اوس هم هر چیری چي کانټنر ووینم هم دا خاطره مي راتر زړه سي او زړه رښتیاهم لکه د وني پاڼه په رپ اخته سي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *