راپور: ابوبکر علیزی

پر څوکیو د ناستو کسانو پر اننګیو د اوښکو لیکې له ورایه ښکاریدې، دوی ټولو پر دېوالونو راځړیدلو سپین رنګه ټوټو ته کتل، پر دغو ټوټو د ولس ناپایه دردونه په لنډوـ لنډو لیکنو کې انځور شوي وو.

ناست کسان ټول خاموشه وو او سترګې یې پر را ځړیدلو لیکنو ګنډلې ساتلې وې. د اوښکو چینې خو هغه وخت لا پسې را وخوټیدې چې کله سترګې پر یوه لیکنه ګنډلې پاتې شوې. په دې لیکنه کې ننداره چیانو په وینو د رنګ شوي جنت ننداره کوله.

د لیکنې سرلیک و( په وینو لړلی جنت). له الفاظو جوړې دې تابلو کې، جنت داسې انځور شوی و:

(( له ټپي مور وینې روانې وې. شاوخوا زمکه ډنډ وه. هغې خپلو وینو ته کتلې او ژړل یې. له مور خپل ټپونه هیر ول. هغه دې ته خپه وه چې جنتونه هم په وینو ولړل شول. هغې له ملاصیب اوریدلي و: جنت د مور تر پښو لاندې دی. [نعمان دوست] ))

1د دې عجیبه جنت ننداره لا په ډکو سترګو روانه وه او شیبه په شیبه د نندارچیانو شمیره زیاتیدله چې یوه غږ سکوت مات کړ. دا غږ د احمد بختیار ساحل و چې د دریځ له سره پورته شو او راغلیو کسانو ته یې ښه راغلاست ووایه.

په لسګونو دغه کسان د ختیځ ادبي بهیر لخوا د جلال اباد ښار په میدیوتیک دفتر کې را غونډ شوي وو. دغه ناسته د یاد شوي بهیر لخوا، د نعمان دوست د نمانځغونډې په ویاړ جوړه شوې وه. بهیروالو له راغلو کسانو په دې الفاظو هر کلی کړی و: ( د دردونو د انځور ګر لیکوال، ژورنالیست او شاعر محمد نعمان دوست نمانځغونډې ته ښه راغلئ!)

د ناستې د انګړ پر دیوالونو د دوست لنډې لیکنې را ځړیدلې وې. او د دریځ شاته په یوه لوی بینر د نعمان دوست عکس او د هرکلي جمله لیکل شوې وه.

1 دا د ختیځ ادبي بهیر پرله پسې ۱۲۰ مه اونیزه غونډه وه، چې د نعمان دوست نمانځنې  ته ځانګړې شوې وه.

 غونډه د ( ۱۳۹۳ ) کال د لیندۍ په (  ۱۴ مه) ، د جمعې په مبارکه ورځ،  د قاري صیب عبدالله سهار لخوا د الهي کلام د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې دریځوال، د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریس اورنګ صمیم، د لغمان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد سید عباس سادات، ځوان لیکوال، شاعر او ژورنالیست ارشاد رغاند، فرهنګي شخصیت انجينر ستانه میر زهیر شینواری او فرهنګي شخص معلم نبي ګل د مشرانو او میلمنو څوکیو ته را وغوښتل او د کوربه پر ځای يې  محمد نعمان دوست ته د کېناستلو بلنه ورکړه.

راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست او د پرانیستې وینا کولو لپاره ، ضیاء الدین همت مل دریځ ته راوبلل شو. همت مل، دختیځ ادبي بهیر په اهدافو او کړیو فعالیتونولنډې خبرې وکړې.

ښاغلي همت مل، نعمان دوست په وطن او خلکو میین قلموال یاد کړ او په ټولنیزو رسنیو کې يې د ښاغلي دوست لیکنې خلکو ته د مثبت فکر په ورکولو کې ډېرې مهمې او اغیزناکې یادې کړې.

ایمل مړوند، بیا د دوست لیکلی ژوند لیک ولوست،له مهاجرته  رانیولې ان تر اوسه یې د  ژوند بیلابیل اړخونه په لنډه یاد کړل . مړوند د هغه د  شخصي ژوند، دندو، زده کړو، چاپ او نا چاپ اثارو په اړه برخوالو ته معلومات ورکړل.

عزیز الله عزیز د افغانستان د ځوانانو د اړیکو له مرکزه رالېږل شوی پېغام ولوست چې پکې د ختیځ ادبي بهیر ددې اقدام ستاینه شوې وه او نعمان دوست يې ددې نمانځنې وړ او حقدار ګڼلی و. همدارنګه یاد مرکز ښاغلي دوست ته یوه چپن هم ډالۍ کړې وه چې ددغه مرکز د استازو او د غونډې د مشرانو له خوا دوست  ته پر اوږو واچول شوه.

د ژورنالیزم په ډګر کې د نعمان دوست شاګرد ځوان ژورنالیست ګلستان تمیم د پښتنو د دروند فرهنګ له مخې، ښاغلي دوست ته د درناوي پټکی ورپرسر کړ.

تر دې وروسته دریځوال، د ښاغلي دوست یوه له درده ډکه نثري لیکنه ولوستله او بیا يې د لومړي ویناوال په توګه د کلتور ریس اورنګ صمیم ته بلنه ورکړه.

ښاغلي صمیم د ختیځ ادبي بهیر له ملګرو مننه وکړه او په سیمه کې يې د ختیځ ادبي بهیر فعالیتونه ګټور او د پام وړ یاد کړ. هغه مینه ویشل ، د جګړي پر ځای ځوانانو ته قلم په ګوتو کې ورکول، د ځوانانو لمانځل او ادب ته کار کول  د خیتځ ادب بهیر د ملګرو ارمان او موخې یادې کړې.

اورنګ صمیم د نعمان دوست په دروند شخصیت هم خبري وکړې، د هغه  کړې ادبي پنځونې یې،بې سارې وبللې او په ټولنیزو شبکوکې یې د دوست لیکنې د ټولنې لپاره د ټکور پټې یادې کړې.

ځوان لیکوال، شاعر او ژورنالیست ارشاد رغاند خپلې خبرې د خدای بښلي طاهر فرهاد په هغه نیم بیتي پیل کړې چې ویلي يې دي: ( سم لکه دا لوی افغانستان سړی ) هغه وویل: ښاغلی دوست ورته  لکه د لوی افغانستان سړی ښکاري، دوست د شاعر، لیکوال او ژورنالیست نه وراخوا یو فکر دی، داسې یو فکر چې نور باید ددې فکر نه ګټه پورته کړي.

ښاغلي رغاند وویل: (( زما په باور به د دوست صیب، ښه نمانځنه دا وي چې موږ د هغه د فکر لارویان او ملګري شوو، موږ باید د هغه له فکره ګټه واخلو.)) د رغاند غوښتنه وه چې باید د دوست خورې ورې لیکنې راټولې او د یو کتاب په بڼه خپرې شي چې د ټولنې هغه ډله خلک چې انټرنیټ ته لاس رسی نه لري، هم ترینه ګټه پورته کړي او د هغه له فکر نه خبر شي.

دریځوال د دوست د یو بلې لنډې نثري لیکنې تر ویلو وروسته، د ترنم د ګلبڼ خوش رنګه بلبل بخت جمال کریمي ته بلنه ورکړه.

کریمي، د یوې شیبې لپاره پر ناستو ګډونوالو د خپل غږ خواږه وشیندل او ټول يې د ترنم په ټال وزنګول.

بیا  انجینر عزت الله ځواب دریځ ته را وغوښتل شو. هغه  د دوست په هنریت او شخصیت وګړیدو او هغه یې د حالاتو انځور ګر لیکوال یاد کړ. ځواب د هغه مخمس یوه کړۍ وویله چې دوست له نن څخه کابو شل کاله وړاندې جلال اباد کې یوې مشاعرۍ ته ویلی و. دا مخمس د زیتونو په اړه و.

د دوست د یوې بلې لنډې ټوټې تر ویلو  وروسته استاد عبدالرحمن درد هم د استاد نعمان دوست په لیکنو څو کرښي ولوستلې. ښاغلي درد، د نعمان دوست د لیکلو په ځانګړنو خبرې وکړې.

د ځوانانو چارو امریت امر مطیع الله احمدزی دوست په یوه ستاینلیک ونازوه او ترې وروسته یې لنډې خبرې وکړي.

احمدزي وویل: خوښ دی چې د داسې یو کس په ناسته کې ګډون کوي چې  په رښتیني ډول د لمانځلو حقدار دی.

بل ویناوال قسیم ځیر و. هغه  په خپلو خبرو کې په دې خوښې وښوده چې په ټولنه کې دې فرهنګ لاره پیدا کړې چې په ژوندون د شخصیتونو لمانځه کوو. هغه وویل:دوست د ولس له درده ځان خبر کړی او همدا لامل دی چې  خبرې يې د ډېرو د زړونو خبرې دي.

دریځوال دا ځل قاري هجران ته د ترنم کولو لپاره بلنه ورکړه. هجران هم په خپل خواږه او له سوزه ډک غږ کې ټول برخوال د ترنم له خوږو برخمن کړل.

استاد سید عباس سادات بیا د نعمان دوست په ژورنالیستیک اړخ خبرې وکړې او هغه يې د ژورنالیزم په ډګر کې یو مسلکي، فکري او وړ ژورنالیست یاد کړ. استاد سادات د هغه وخت کیسې وکړې کله چې دوست په پژواک خبري اژانس کې ایډیټر و او ده هملته کار کاوه. ښاغلي سادات زیاته کړه: دوست یوه هستي ده او د داسې هستیو باید قدر وشي.

استاد عبدالبصیر سباوون هم  نعمان دوست، د فکري مبارزې سر لاری یاد کړ او د هغه پر قلم هر لیکلی توری یې ددې خاورې پر درد زهیر او دردیلي وښودلو.

د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي استاد محبوب شاه محبوب هم خپله لیکلي مقاله د (مینې محبت تږی لیکوال) تر عنوان لاندې ولوستله، مقاله د استاد نعمان دوست له یوي لیکنې پيل شوې وه.

استاد محبوب، دوست د ټولنې د انځورګر په توګه یاد کړ او هغه یې یو فکر وباله.

دریځوال بختیار ساحل د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال ته د خبرو کولو لپاره بلنه ورکړه، ګردیوال په سر کې د ختیځ ادبي بهیر له ملګرو مننه وکړه چې د داسې حقدارو لیکوالو او فرهنګ پالو ستاینو ته يې ملا تړلې ده، بیا يې د ښاغلي دوست پر شخصیت او هنر خبرې وکړې او په پای کې يې د ولایت د مقام په استازولۍ دوست په یو ستاینلیک هم ونازولو.

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ریيس استاد ببرک میاخېل نعمان دوست د ګل پاچا الفت لاروی او د هغه پر پله روان یاد کړ.

انجینیر ستانه میر زهیر شینواري هم د نعمان دوست فکري مبارزه او هنر وستایلو او هغه يې د نمانځنې حقدار وباله.

ژورنالیست او شاعر طاهر ساپي هم خپلې خبرې شریکې کړې. هغه وویل چې د دوست شخصیت ډیر خوږ دی ، نوي خبري کوي. هغه له ختیځ ادبي بهیر او ټولو همکارانو  مننه وکړه.

استاد شیرحسن کمالزی د شعر ویلو لپاره دریځ ته وبلل شو، هغه تر شعر ویلو مخکې ښاغلي دوست ته د هغه د نمانځنې مبارکي وویله.

پر دوست له خبرو وروسته، دریځ چلونکي خپله دوست ته بلنه ورکړه، دوست خپلې خبرې د یو شاعر په دې نیم بیتي پیل کړې:

((زه به دومره مینه درکړم، چې دنیا به شي حیرانه))

او بیایې خپلې خبرې داسې وغځولې:

چې کله مې دغه نیم بیتی واوریده، نو حیران شوم. ما ویل دا به نو د مینې کوم انداز وي چې دنیا ورته حیرانه شي؟ دومره مینه به څوک څنګه چاته ورکړي؟ اول راته د شاعر دا خبره یوه تشه مبالغه ښکاریده، خو نن په دغه کیفیت پوه شوم.بهیروالو او تاسو درنو دوستانو دومره مینه راکړه چې زه ورته حد نشم ټاکلی او ورته حیران یم.

 دوست، دا هم وویل چې پخوا یې داسې فکر کاوه چې یوازې دی خو اوس، دې مینې ورته وښودله چې د یوه قوي او مخلص لښکر په منځ کې دی.

نوموړي د ختیځ ادبي بهیر له ټولو فعالانو مننه وکړه چې د ده ناچیزه فعالیتونه یې وستایل او خپلي خبري یې هیواد ته په دعا کولو سره پای ته ورسولي .

د ناستې ارزونه معلم نبي ګل وکړه.

ښاغلي نبي ګل غونډه ډېره مهمه او ارزښتناکه یاده کړه او وه یې ویل: نن دېوې داسې هستۍ په ویاړ راټول شوي وو چې په رښتیا سره يې حقدار او وړ دی.

باید وویل شي چې ختیځ ادبي بهیر د خپل کابو درې کلن پیل کړي سفر په بهیر کې د خپلو اونیزو عادي غونډو سربېره، کله کله دغه شان ځانګړې نمانځغونډې هم جوړوي.

خبریال: ابوبکر علیزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *