واشنګټن ادې مې دې خدای پاک اوس وبښي راته یې ویل ته چې پیدا شوې یې د هماغې ورځې راهیسې دې پلار زما سره غوښه او چاړه دی. هره ورځ همدا ستغې سپورې کوي چې ” ته خدای لور زېږونې ته هست کړې یې او بس بل د هیڅ کار نه یې، ستا نه خو هغه د کلي د ډم ښځه هم ښه ده، پوره یو درجن زامن یې ورته زیږولي او یوه ته یې چې ما دې په غیږ کې د لور نه بغیر بل څه ونه لیدل” کاش چې زما خدای بښلی پلار نن ژوندی وای او دا پوښتنه یې راځواب کړې وای چې وه د خدای ظالمه اوس په دې کې زما او زما د مور څه ګناه ده. ګیله خو ته د الله ج نه کوه چې ته یې د زوی لایق کړی نه یې. زه او زما مور خو بې وسه یو. که ریښتیا ووایم کله چې زه په دې خپل چم ګاونډ کې د وروڼو، پلرونو او د ټولنې د سړیو او ښځو لخوا په میرمنو دا تجارت او پیسو ټولولو کاروبار وینم نو په بې وسۍ التجاع کوم چې خدایه کاش چې زه دې هم نر پیدا کړی وای او که داسې نه وای هیڅ دې نه ومه هست کړې خو پدې کې هم بې وسه یم. دنیا ته نجلۍ پیدا کیدل زما بې وسي ده، د پلار په زړه کې د نفرت لیرې کولو هلې ځلې زما بله بې وسي ده… هغه چا ښه ویلي دي. ” پلاران په لوڼو خپه کیږي … بې وسه لوڼې یې دعا کې یادوینه.. اوف اوف نو.”

په ټولنې کې د ناموس او عورت په نامه د خلکو نه پټیدل، په بازار، ښوونځي، کار، روغتون او بل هر ځای کې د خلکو د ناولو سترګو نه ځان ساتل او د کورنۍ عزت ساتل ټولې زما بې وسۍ ګڼل کیږي. ته به وایي چې دا بي وسي ټوله خدای د میرمنو په غاړه اچولې نو دا سرخوړلي نارینه ګان بیا د څه لپاره دي خو یاره چا ته وایې. د ویرې غږ کولی نشم … د سوال یاري ده اوس به ګډه وډه شینه.

په پښتون ټبر کې په دوه مسلو کې سړي وژل کیږي، یوه د پولي پټي مسله او بله د خور، مور او لور دعزت مسله.

پښتانه هر کړاو په ځان تیروي، د هر چا ترخه او سپکه سپوره زغمي خو د خپلې شملې د پت او عزت د ساتلو په خاطر بیا د خپل ځان نه هم تیر وي. ځان هم وژني او هغه څوک هم وژني چې د ده پت ته یې سپک کتلې وي.

مثلاً د هغه لور، خور، مور یا ښځې په اړه یې اوتې بوتې کړې وي او یا یې مازې د هغوی نوم اخیستی وي. پښتانه چې کله پوه شي دښمن به ښایي پرې غالبه شي لومړی خپلې میرمنې په دې خاطر وژني چې پت یې خوندي شي او دا پیغور یې راتلونکو نسلونو ته پاتې نشي چې په فلاني وخت کې د فلاني د عزت سره د فلاني او ډونګري لخوا داسې داسې وشو. چې په پښتو پوهیږي په دې مسلې یې سر خلاص وي چې پښتو یوازې ژبه نه بلکه دا یو قانون دی، داسې قانون چې هر څه پکې لکه د اوبو راڼه او روښانه دي. خو چې یوازې پښتو وایي او پښتو نکوي هغوي بیا له بده مرغه په دې نه پوهیږي. خو…. دا د پخوانیو شمله ورو پښتنو خبره ده اوس دا خبرې افسانې دي او کیسې ترې جوړې شویدي.. اوس د خور، لور ، مور او ښځي عزت په آزاد بازار کې لیلام دی، پښتون د خپلې خور او لور عزت په بازار کې پدې بهانه لیلام کړی چې ځان د ټولنې د نورو افرادو سیال کړي.. زه درته د خپلې بې وسۍ څومثالونه وایم…. –

یو پښتون پلار او ورور خپله لور یا خور په ډک میدان کې د سړیو مخې ته د کلتور او روښانفکرۍ په نامه ګډوي اوس تاسو قضاوت وکړئ چې دا کتلور او که زما د عزت پر سر سوداګري دي خو زه د خپلې بې وسۍ په خاطر غږ نکوم. – بل پلار او ورور مې بیا د خلکو په منځ کې د پیسو په خاطر ګډا کولو ته مجبوره کوي او همدا کسان چې ځان د ” شمله ورو” پښتنو لمسیان او میراث خوران ګڼي راته ناست وي او زما ښایست ته پسخیږي. څوک را باندې پیسې شیندې ، څوک مې د عزت د سودا خبرې کوي او ځیني بیا راباندې مئین شي او وروسته بیا مې پدې خاطر وژني چې بل چاته به نه ګډیږم.. که مې وس رسیدلی د داسې پلار، ورور، میړه او زما د عزت سوداګرو سرونه به مې یې یو په بل پسې غوڅ کړي وای او دا دنیا به مې د دله ګانو نه پاکه کړې وای.. خو بیا هم بې وسه یم او بې وسه یم…….

– یوه بله ډله هم در پیژنم: دا ډله ځانونه زما خواخوږي او غم شریکان ګڼي. راته وایي ستا حق تلف شوی، ته دې خپل حق نه پیژنې، تا ته خدای ستر مقام درکړی خو ته ناخبره یې، د خاوند، ورور او پلار نه دې خپل حق وغواړه. په لومړي سر کې خو ما ویل لکه چې همدا خلک به ښایي حق حقدار ته وسپاري ځکه په ظاهر کې ما ته د ټولو نه همدا خلک ښه ښکاریدل خو وروسته چې پوه شوم د دوي په بډه کې هم پیاز و. راته مالومه شوه چې دا که خبریالان دي یوازې د خپلو پروګرامونو د چلولو په خاطر زما د بې وسۍ په سر سوداګري کوي. که غیرې دولتي مؤسسې دي زما په سر پیسې اخلي او خپلې مزې چړچې پرې کوي. که نړیواله ټولنه ده د خپلو ناوړو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره زما بې وسي بهانه کوي، که شاعر دی د خپل شعر د ښکلا او بازار لپاره زما بې وسي انځوروي، لیکوال یې هذالقیاص. پولیس، حکومتي مامور ، وکیل او سپین ږیري مې بیا د خپل قدرت د بقا په خاطر ځانونه زما د بې وسۍ مدافعین ګڼي. خو که ریښتیا درته ووایم په والله که یې یو هم د خدای د رضا په خاطر زما غمخوره وي، بس زه د هر چا لپاره د کاروبار آ له یم.

هر سړی تر خپل مطلبه پورې یار دی…. ما د خدای لپاره یار لیدلی ندی. زه له لوږې مرم او دوی راته وایي ستا د مکتب حق خوړل شوی، زه د ځان پټولو لپاره جامې نلرم دوی راته د ډیموکراسۍ سندرې وایي، زه د ویرې د شپې په کاله کې ډیوه نشم بلولی دوی راته د غربي ژوند کیسې کوي. دوي په ظاهر کې ځانونه زما د حقوقو مدافع وکیلان بولي خو په باطن کې خبره داسې نده، اصلاً دوی هم زما حق خوري ځکه دوی په دې ندي خبر چې زما حق څه شی دی بس خو چې چا ورته هر څه په خوله ورکړل او څه یې ورته په غوږونو کې پو کړل، هماغه یې زده وي او بس. دوي ناست په لندن او واشنګټن کې دي او زما د حق غوښتنه په زنګاوات او مارجې کې کوي. تاسو څه خبر یاست چې زه څه غواړم او بله دا چې تاته دا حق چا درکړی چې زما د حق پوښتنه وکړې که په ریښتیا هم تاسو زما وکیلان یاست، نو آیا تاسو زما نه دا اجازه اخیستې چې زما وکالت وکړئ او که نه خپل په سر لګیا یاست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *