لیکوال: جمال خطاب
ژباړه: محمد. خالد(ملکزی)
سرچینه : د المجتمع عربي مجله
میرا بار هلال چې داسرائیلو یوه نامتو او وتلې لیکواله ده، په زغرده دیهودو د دې بې رحمانه کړنو په مقابل کې خپل برائت او بیزاري اعلانوي،دفلسطیني ولس څخه ننګه کوی او دغه یهودي ولس د نازيانو سره تشبیه کوي.
نوموړې په خپلې یوې خپرې شوې لیکنې کې چې د ((London Independent Magazine)) نشر کړې وه، په زغرده نړیوالو ته په ډاګه کړه چې:
په روانه جګړه کې اسرائیل دیومهاجم غلیم په توګه میدان ته رادانګلي، دا بې دریغه وژنې ئې د المانیانو د هغو وژن ځایونو سره ورته والې لري چې بې شمیره یهودیان ئې پکې په ډلییزه توګه په مرګ محکوم کړي ؤ،نوموړې په تنده لهجه د اسرائيلو په لاس د فلسطین د بې ګناه ماشومانو او میرمنو وژنه وغندله.
خوبل لوري ته ایلیت شاکید چې د دغه بې رحمانه کړۍ یوه متطرفه ( سخت دریزه) او متعصبه یهودي میشته میرمن ده، فلسطیني ولس ته د اووښتو درندو تلفاتو او وژنو په اړه دخپلې خوښۍ د څرګندلو په ترڅ کې لیکي چې:
روانه جګړه د ترهګرو پر ضد نښته نه ده، او نه هم د کومې سرسختې ډلې د له منځه وړلو لپاره یوه جنګي پروسه ده، او نه هم پر ګرد فلسطین باندې د واکمنۍ لپاره روانې هلې ځلې دي، بلکې دا روانه معرکه په حقیقت کې د دوو تنو ترمنځ شخړه ده……..
دښمن څوک دی ؟
دښمن د فلسطین ولس دی….
دڅه لپاره ؟
دا ځکه چې دوي زمونږ پر ضد پر تیري لاس پورې کړیدی.
خو بل لوري ته میرمنمیرا بارهلال د خپل نظر دڅرګندولو په لړ کې بیا زیاتوي چې: د فلسطین سره اسرائیل نن هر هغه څه چې تر سره کوي، ما ته د جرمنیانود نیازي قوم هغه کړنې را په زړه کوي چې پر یهودي ولس ئې تر سره کړې وې، خو په لږ توپیر سره، او هغه دا چې پرون یهود د هاغه خونړي جنګ قربانیان ول، خو نن دوي هماغه اور ته پخپله لمن وهونکي دي.
نوموړې ددې څرګندونه هم وکړه چې دغې متعصبې یهودي میشتې میرمنې (( ایلت شاکید)) لپاره د فلسطیني ولس زخمي کیدل، وژل او تلف کیدل هیڅ پروا نه لري، دا که نارینه وي او که مېرمنې وي، حتی که کوچني اطفال هم وي، نوموړې د تل په څېر فلسطینی ولس یو ترهګر ولس بللی او وروستۍ هیله ئې د ددغه مظلوم ولس په بشپړه توګه له منځه وړل دي.
بیا زیاتوي: هغه څوک چې ددې جګړې قیمت اداء کوي، هغه پخپله د فلسطین همدا بې ګناه قربابانیان دي، هغه چې نه کوم پوځي ځواک لري او نه هم د دوي په څیر په مدرنو وسلو سمبال دي، دوي خو د همدغو متعصبو او وحشي اسلام دښمنه یهودیانو تر پښو لا ندې په ابدي مرګ محکومیږي، او مونږ پر دې هم پوهیږو چې د فلسطین جهادي ډله ((حماس ــــ حرکة المقاومة الاسلامیة )) د اسرائيلو سره خپله دښمني پټوي، خو مونږ ته ښائي چې یوه عادلا نه پریکړه وکړو، اسرائيل په مالي لحاظ هغه ځواکمن لورې دی چې په پراخه کچه د روانې جګړې لپاره چمتو دې تر څو خپلې شومې موخې پلي کړي، هغه لورې دی چې حربي ټانګونه، میزایلی، راکټونه او اتومي بټۍ او نور ډول ډول چاودیدونکي خطرناک توکي لري.
اسرائیلي لیکنو ته د یوې لنډې اشارې په ترڅ کې میرمن میرابارهلال لیکي چې:
اسرائيلي ولس د فلسطینیانو پر مړينه ډیر خوښیږي، او خوښه ګڼي چې په زرګونو ووژل شي، چې په دوي کې ځیني خو لا داسې هم لیکي او وائي چې: (( فلیموتوا جمیعا)) دوي دې ټول مړه شي، او ځیني نور ئې بیا وائي:
(( د فلسطیني وګړو دا ډلئیزه وژنه په حقیقت کې دټولو عربو وژنه ده )).
او په پاې کې نوموړې په خپلې دې وینا سره خپله لیکنه پای ته ورسوله چې :
د فلسطین دغو ملا ئيکي مخونو ته په کتلو سره (چې ددې تخریبی چارو اصلي عاملین یهود دي)، زه ئې دیته اړ کړم تر څو د یهودي ولس څخه خپل برائت اعلان کړم، او دیته مجبوره شومه چې تر څو خپل اسرائيلي پاسپورټ وسوزوم………..زه د هغوي څخه نه یم …….. او نه هم زه دهغوي په څیر یم !!
سرطان / ۲۵/ ۱۳۹۳ ه ش