هغه چې د ډېرو سترو توپانونو او دردونو پر وړاندې د غره په څېر ولاړ وو، هوډ او حوصله يې د غرونو په څېر دنګه وه هغه ملګری چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره د یوې یوې سپینې کرښې نه واووښت.
اه
له څومره زورورو څپو سره يې ډغرې ووهلې، نن د مات شوي انځور په څېر لوېدلی ښکاري؟
نه پورته شه!
ته هغه نه يې چې پرېوځي او مات شي ته ماتېدای نه شې، ته همداسې په خاورو سپېره ښه يې، د خپلواکۍ ډېوه دې مه وژنه، خپل سرکښه وجود بیا راژوندی کړه، د لوېدلي لاس ونیسه.
ته مړ نه يې ته لا ژوندی يې پاڅه! لا دې د منزل په لور ګامونه نه دي اخیستي لا دې قدمونو کې توان شته لا غوټی يې وخت د غوړېدا لري.
ح – نورزی