دا منئ چې زه شينوارى او تاريخ ساز ټبر يم، د سراج العمارت له سوځولو پرته پر خپله ټنډه يو داغ نه لرم، پر هغې هم زما نسلونه- نسلونه- نسلونه پښېمان دي او پښېمان به وي.

تېر ۱۳ كاله ختيځ، د سولې كور و. دا په سرحد پروت زما د خړ پړ كور او زما د اوږده ميل د زنګ وهلي ټوپك په بركت… د ادب كور به هم و خو هغه د كامې له بركته، د خوګياڼو له بركته، د ښېوې له بركته، د مومندو له بركته او د هر هغه ورور قوم له بركته چې زه يې د سر ساتنې په خاطر د ښار د تمدن له ژونده وتلى په غره كې د هر ترهه اچوونكي مخ ته لكه سپر درېدلى وم.

نن زه، د شينوارو وطن د خپلو بچيو له خاپوړو، مستيو او خنداګانو خالي يم، زما له سپين غر نه د خوښۍ واورې الوتي، زه لكه تر نبوي سپېڅلي ژوند د مخه سپېره حجاز… پر هره جلګه مې اوس هم د يو پنجابي او غيره قبر دى، خو تر هر كاڼي لاندې مې درې كاله د يو شهيد بچي، مظلوم او بې وسه شينواري د قتل وحشيانه كيسه تاريخ ته پټه ساتلې.

ستاسې مرور طالب ورور، داعش، منګل باغ، د لويې پښتونخوا تيراوال او وزيرستاني زما تړې، زما، زما له نيكه راپاتې قومي قوانين، زما د نيكه شمله، زما پخه او يوه خبره، زما تاريخي برم، زما د بچيو وجدان، زما ګلدرې، زما بخملي خاوره، زما زرخېز غرونه، غونډۍ، هره متاع، هره معنوي سرمايه، هر زلمى، هر دېوال، هره تړه، هر عالم برحق او هر انسان… د وحشت په وينو ولمباوه، زه يې مات كړم، زما قوانين يې رامات كړل، زما د قوانينو ساتونكي بچي يې يو، يو، يو، يو، ګوته په ګوته، ګوته په ګوته، په توره شپه، په رڼا ورځ، په جومات، په حجره، په جنازه، په اختر، په جمعه، په سهار، په غرمه، په ماښام… د برات، روژې، دولسم او امامانو پر شپه هغسې راووژل چې نه يې زه كيسه كولى شم نه يې تاسې د اورېدو تاب لرئ.

ما وژغورئ، زه وحشي نه يم، يقين وكړئ ما د وطن په تېرو ۱۳ كلونو جګړه كې خپل ښوونځي پر هلكانو او نجونو ډك وساتل، زما له هر ښوونځي د الف الله او واو وطن غږ پورته شوى، انګازې يې لا هم د سپين غره په څوكه لګي، يوازې دا نه بلكې ستا د حفاظت لپاره مې هم زرګونه شينواري بچي د ملي ځواكونو په سنګر درته درولي.

ما داعش نه دى ساتلى، ما طالب نه دى ساتلى، ما هېڅ د وطن د دښمن د پښو خاپ پر خپله ځمكه نه دى پرې ايښى، زه د تاريخ جبر وهلى يم، زه د وطن د دفاع جګړې وهلى يم، ملي اردو زما د شهيدو شاه زلميانو دوووووووووومره لوى ليست لري چې لوستل يې انسان ستړى كوي.

تر اوسه پر ما فرض وو چې غره كې كېنم تاسې وساتم، اوس پر تاسې فرض ده چې ښار كې ډډې وانه چوئ ما وژغورئ.

تاسې په تېرو ۳۵ كلونو جګړو كې شينوارې ښځه، ماشوم، سپين ږيرى په خيرات ټولولو ليدلى؟ اوس يې ګورئ!!

تاسې په تېر ۴۰ كلن وحشت كې د شينوارو مړى په بم الوزول شوى ليدلى؟ اوس يې ګورئ!

تاسې په تېرو داخلي جګړو كې له كابل نه په ايسته پر بل ولس دومره شديد جبر اورېدلى، ليدلى او ژړلى؟ اوس يې پر ما اورئ، ګورئ او ژاړئ!

زما مومنده! زما خوږياڼيه! زما د وطن په هر ګوټ كې زما پر حال ژړېدونكيه! زما پر كليمه شريك وروره! ماته لاس راكړه….

ما وژغوره! زما عزت ستا عزت، زما پښتو ستا پښتو، زما خاوره ستا خاوره، زما كور ستا كور، زما وير ستا وير، زما جنازه ستا جنازه، زما شهيد ستا شهيد، زما تاريخ ستا تاريخ، زما وياړ ستا وياړ او بالاخره زما شرم ستا شرم دى.

ماته لاس راكړه! ما وژغوره! زه د نړيوال وحشت پنجرې ماتول غواړم، زه يقين وكړه ځان نه تاته ډېر خپه يم، دا وحشت ما هم ختموي او تا به هم رانه وخوري! دا وحشت تپل شوى وحشت دى، دا د ناسم سياست وحشت دى.

زما په خاوره د يوې كلمې تور بيرغ د بلې كلمې له سپين بيرغ سره اړم دى، زور يې له ما وځي.

زما په خاوره درې اسلامه دي، زه مجبور يم، هره ورځ هر اسلام ته نكاح تازه كوم، زه د يو اسلام په تلو او د بل اسلام په راتلو غسل كوم، كليمه وايم او ايمان نوى كوم.

زما په اړه د حق ژبې ګونګۍ دي، زما په خاوره مېشت بچيان ډوډۍ، چاى او په كاله كې اوړه يا د مړي كفن نه لري نو احساس له كومه كړي؟

زما بچيان چې كوم وحشت خوړلي، نو هغوى به څنګه د وحشت په وژلو پسې راپورته شي؟

راشه ما وژغوره! زما د بچيانو مكتبونه خالي دي… زما په دېرو كې پردي خلك زما له تش شكور نه د ډوډۍ معجزه غواړي، زه يې له كومه كړم…؟؟

زما د  شنو بخملي غرونو د شرشره لښتيو موسيقۍ ته د پيكا او كلاشنكوف وچ غږ د جګړې مرداره سندره وايي، دا سندره خاموشه كه، زما په خاوره د طبيعت، موسكا بيا خورول غواړي، زه ځان نه شم ژغورلى، خدايي زما ننداره كوي، زما په خاوره نوى زېږېدلى ماشوم دوه پړقه شكول كېږي، زما په خاوره تروريست خپل مړي پر ما ښخوي او له سنګره يې راباندې د دې لپاره راوړي چې خپله له ډرون بچ شي او ډرون ما په نښه كړي، زما په خاوره د واده وريجې د كورنۍ خپلوان نه خوري سنګريان يې خوري، زما په خاوره د وطن د ودانۍ جرګه خوندي نه ده، د وطن د ويجاړۍ مورچه خوندي ده.

نو ما وژغوره! زمانه بدله كړه! ۱۶ كاله وړاندې بدله شوې پېړۍ او تاريخ اوس بدل كړه، خپل ژوند هم وژغوره او پر ما هم احسان وكړه، ژوند دې په ګلو، وريښمو او رنګونو كې پټ شه!

3 thoughts on “زه شينوارى يم، ماته هم غوږ شئ/ سعيد شينوارى”
  1. Salamoonah;

    Gran Shinwary Sa`ied wror ddera d djarra aw pikr warr d zrre xwali karry da.

    Za bya da wayim che d`Afghanistan her qawm bayed os waxt ki d na-ballo melmano sara dder ihtyat wakrri. Vrakzi, Tirawal, Penjabi, Chechenn, ozbek , tash pa nami Talip etc.. la de che d Korba pa Disterxwan ….. kawi aw namak-harami xo laa tsa che Bae-a`izzati; ba-e namusy aw qatloona bae-gonah vajeny kawi , noo bayed la awla wapejandil si aw da che ter sha yi d isi kargherrny moxy prety dy Hushyar ossiy!.

  2. اه گران شینواری صاحب لیکنې دې وژړولم له بده مرغه چې نن ورځ د هر پښتون دا حال دی، هغه پښتنې چې چايي د ټیکري پیڅه نه شوای لیدلی نن د وحشي طالب ، ځناور داعش، او چټل پاکستان له لاسه په لارو کوڅو کې پردیو دروازو ته ولاړې دي او خیرات ټولوي، مشران مو شپه او ورځ بې له غلا او مردار خوري نه په بل څه اصلا فکر نه کوي. اول همدا د شینوارو او اچین د مظلومانو وینې وګوره، مسلمیار یې په مسکو خرڅوي او حاجي ظاهر د لیوني سپي په څیر اخوا دیخوا منډې وهي، که وي د ننګرهاریانو مظلومانه وینو ته په تهران کې مارکیټ پیدا کړي.

  3. دواقعیتونو ستر او رښتنی انځور ګره ، پرقوم اوطن مینه سلام پرتا اوستا پر ملګرو ، .تادقوم اومینی په مینه داسی حقیقت بر ملاکړی چی هر با احسا سه انسان به هرو مرو دهغه په لوستلو متاثر ،غمګین ، ژړه غونی اوفریشانه شی .، افرین دی پر عالی احساس او، روښانه لیکنه ، بیان اوروان قلم شه
    مړه اونابود دی وی دشینوارو دبی ګنا ه خلکو دښمنان او دهرافغان اوافغانستان دښمنان .،
    ژوندی ، سرلوړی،اباد اوبریالی دی وی افغانان ، ازاد ، اباد ،پرمختللی ، دسولی کور اوسوکاله دی وی افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *