افغانو مېرمنو!
ورځ نه لرئ خو ورځ مو مبارک شه.
(سمه ده چې د نارینه و له کبله روغه ورځ نه لرئ، په صحیح معنا د یوه انسان په څېر د ژوند کولو له ټولو حقونو به یې محرومه کړې یئ، خو د ښځو پر وړاندې د ښځو تشدد ته مو پام دی چې څومره خطرناک دی او څومره تاوان یې درآړولی؟)
وایي چې ښځه د ښځې درد او احساس ښه پېژني، خو دا احساس هغه مهال چېرې وي، نالوستې به پرېږدو چې یوه لوستې مېرمن ( چې حتی د مېرمنو د حقونو فعالانې هم پکې شته) راولاړیږي، له متاهل سړي سره واده کوي او هغه له لومړنۍ اولاد داره مېرمنې سره تقسیموي؟
په کلیو بانډو او ښارونو کې مو تر نرانو ښځې پر ښځو کمې ظالمې ندي، که په یوه کور کې خواښې پر نږور ظالمه ده نو په بل کې نږور خواښې ته د سر په کاسه کې اوبه ورکوي.
تر پلرونو زیات مو د مور په څېر شيرینه هستي هم ځکه د لور پر زېږون ژاړي چې د پردي کور ده، د زوی په څېر یې په درد نه دوا کیږي او له دې ډاره د هغې تر واده د خپل زړه وینې غوښې خوري چې سبا کوم پېغور ورته رانه وړي.
د مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالانې پېژنم چې د مېرمنو په نوم یې پروژې واخیستې، خپل لستوڼي یې غوړ او خپل نارینه یې چاغ کړل، یاني ستاسې حق یې پر خپلو نرانو وخوړ.
د ښځو چارو نمایشي وزارت ښځو ته څه وکړل؟ تر دې وزارته خو ډېر کارونه ځینو وړو وړو خیریه مؤسسو کړي دي.
زموږ ځینو افغانو مېرمنو خپل افغاني کلتور داسې تر پښو لاندې کړ او داسې ناوړه مثالونه وګرځېدې چې نورو مېرمنو ته یې شرایط لا پسې سخت کړل.
او…
زه هم فیمینست یمه خو فکر کوم موږ ټول (نران او مېرمنې) د داسې مسایلو تر حلولو زیات خپل جنسیتي تضاد ډېر پالو او دواړه د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره له مخالف جنس سره عقدوي چلند کوو او هڅه مو دا وي چې ځان سلامت او مخالف ملامت ثابت کړو.
کاش دواړه ( مېرمنې او نارینه) له عقدوي چلنده تېر شو او انسان ته په انساني ارزښت قایل شو، ځکه چې تر (نر او ښځې) وړاندې موږ دواړه جنسه انسانان یوو، په درد دردیږو او که ټپي یا خوږ شو نو داسې نده چې له نر وینه خو له ښځې اوبه بهیږي بلکې له دواړو وینه بهیږي.
درناوی
شفق
سلامونه شفق صاحب: لومړی سر کی چه می لیکنه لوسته ما فکر کاوه چه د کومی غونډی کومه فرمایشی بیانیی کومه برخه را نقلوی خو وروسته چه می ستاسی لیکنه تر پایه ولوسته پو سوم چه ستاسو خپل نظر دی. شفق صاجب منم چه هر څوک د نظر حق لری خو نظر بیا هله د منلو وی چه منطقی وی. ستاسو په لیکنه کی د نارینه ظلم بر ښخه په ښه زور سره بیان کړیدی و منم در سره چه دا ډول پیښی په دی ملک کی خورا دیری دی خو ددی سره سره باید په پام کی ولری چه کوم مقام چه ښځه زموږ په ټولنه کی لری ،ساری به یی ډیر لږ پیدا کړی. دلته ښخه میرمن ده، مور ده ، او خور ده چه دری واړه د ااحترام او مینی ډک نونونه دی. دا ډول لیکنی نه پوهیږم چه ستاسو پّ نظر به کوم درد دوا کړی.
د متاهل نارینه سره د ښځی واده دی ظلم ګڼلی نه پوهیږم په کوم دلیل حال دا چه اسلام او د افغانستان نافذه قوانین اجازه ورکوی؟
تر ټولو عجیبه د لا دا چه ځان د فمینیسټ معرفی کړی نو نه پوهیږم چه د دی اصطلاح په مخهوم نه پوهیږی او که دی اصطلاح در ته خوند درکړی؟
په هر حال ، انډیواله درته احترام لرم ښه به دا وی چه دردونو ته دوا ومومو نه دا چه زخمونو ته هوا ورکړو
خفه نسی
وعلیکم سلامونه اسحاقزی صاحب!
مننه چې انسان ته درناوی کوئ. ستاسې له نیوکو داسې ښکاري چې د لیکنې په مقصد نه یئ رسېدلي. زه خو تر دې په واضح ډول د لیکلو توان نه لرم نو ځکه ښايي په دې کې پاتې راشم چې دا خبرې چې څنګه ما کړي هغسې یې هدف په تاسې ومنم. خو خېر، دومره زحمت مو ویستلی چې لیکنه ولولئ، (خو) پکې پېدا کړئ او د نقد(!) کولو موقع په لاس درشي، نو په درناوي به مو لږ سپېناوی وکړم چې د تاسې حق تلف نشي.
تاسې دا خبره راسره منلې چې ( منم در سره چه دا ډول پیښی په دی ملک کی خورا دیری دی خو ددی سره سره باید په پام کی ولری چه کوم مقام چه ښځه زموږ په ټولنه کی لری ،ساری به یی ډیر لږ پیدا کړی) نو وروره! ما هم هماغه څه چې تاسې راسره منلي، هغوی ته مې په اشارې سره خبره کړې. پاتې شوه زموږ په ټولنه کې د ښځې د مقام خبره، نو وروره زما او ستا په همدې ټولنه کې داسې خلک شته چې له مقامه یې منکر دي، شته خلک چې اوس هم وايي (د خوړ له شنې ډبرې دې پېدا وای خو له ښځې نه)… شته داسې خلک چې وايي( که ښځه ښه وای نو خدای پاک به پېغمبره کړې وه) او ما هم پر همدې عقیدې معتقده نارینه و ته په اشاره هغه خبره کړې.
بل مو لیکلي چې : (دا ډول لیکنی نه پوهیږم چه ستاسو پّ نظر به کوم درد دوا کړی) اسحاقزی صاحب! ما دا لیکنه په دې هدف کړې چې هغه مېرمنې چې تل د نارینه و له زور زیاتي شکایت کوي، دهغوی پام د ښځو پر وړاندې د ښځو تشدد ته ورواړوم او بیا له ټولو وغواړم چې د جنسیت له توپير ها خوا باید انسانیت ته قایل شو او داسې مشکلات نقد کړو. خو تاسې بل څه هدف اخیستی.
بل ځای مو لیکلي: ( متاهل نارینه سره د ښځی واده دی ظلم ګڼلی نه پوهیږم په کوم دلیل حال دا چه اسلام او د افغانستان نافذه قوانین اجازه ورکوی ) وروره! دا منم چې اسلام حق ورکړی، زما هدف هغه مېرمنې وې چې تل د مېرمنو د حقونو د دفاع خبره کوي خو بیا پخپله له یوه متاهل نارینه سره تار غځوي او د یوې بلې مېرمنې پر حق تېری کوي. تاسې بیا هم سرچپه اخذ کړی.
په پای کې درته دا عجیبه (!) ښکاره شوې: ( ر ټولو عجیبه د لا دا چه ځان د فمینیسټ معرفی کړی نو نه پوهیږم چه د دی اصطلاح په مخهوم نه پوهیږی او که دی اصطلاح در ته خوند درکړی؟) فیمینسټ د ښځو د حقونو مدافع ته ویل کیږي. خو کاش تاسې زما پر دې وړه لیکنه د دومره ډېرو نیوکو تر څنګ د (فیمينسټ) په اړه هم لږ وضاحت ورکړی وای چې تاسې څه مفهوم ترې اخلئ؟ لږ به مې تاسې هم پېژندلي وئ چې زه باید دومره وضاحتونه درکړم او که په نیوکو مو غلی تېر شم!؟
مننه او درناوی

مننه ډیر ښه موضوع ته مو اشاره کړي وه تشکر