حکمت ارین
زه هغه وګړی یم چې ټول عمر مې یواځې ستا په ننګه ستا د ټولو مجرمینو ملګرو پر وړاندې خوله پټه نیولې وه، زه هغه مؤکل یم چې د خپل وکیل له لاسه له ډیرې بې کاري چوک ته په تګ راتګ د سولېدلو بوټونو د بیا را نیولو وس نه لرم، زه هغه مؤکل یم چې له کوره د باندې په لوړ غږ د غږېدلو جرأت نه شم کولی، مبادا څوک مې پر یو او بل نوم د خپلو اولادونو له مخه لرې کړي.
زه هغه مؤکل یم چې د خپل وکیل له کبله مې په زرو نومونو او رنګونو خلک تر خوله لاس پوري وري تېروي، او زه ورته له ډېرې بې وسۍ د ډوډۍ ست هم وکړم او د جومات مخه د کور په نیت پرېږدم، زه هغه مؤکل یم چې د خپل وکیل له کبله مې ورور پر مرۍ چاړه را ایښي او یوه شیبه مې د ژوند کولو تمه نشته ده، زه هغه مؤکل یم چې د وکیل صیب له امله مې کور له کونډو یتیمانو او یو عالم غمونو ډک دی.
وکیل صیب مې په کاري دوره کې پر هغه څه ډېر خپه کېږي چې د ده ګټو ته زیان وي، ده ته هغه وخت زه وریاد شم چې ګټه یې را پورې تړلې وي، زه هغه وخت علي جناب ته وریادېږم، چې د ده تجارت ته زیان رسېږي او د اوبو لار یې پر ما وي، زه هغه وخت ملت شم چې د ده د اروپا او دوبۍ ګټو ته زیان رسېږي.
ولسمشره زه هغه مؤکل یم چې د کمپاین له دورې وروسته مې بیا د وکیل په نوم هيڅ بنیادم نه دی لیدلی، زه هفه مؤکل یم چې اوس هم د خپل پلار ورور او یا د کورنۍ د بل غړي په مړو پسې قبرونه لټوم خو وکیل مې له ما سره د لیدلو موقع په دوبۍ او نورو بهرنیو هېوادونو کې په چکرونو لګوي.
هو ولسمشره زه هغه مؤکل یم چې پر دې هم ښه پوهېږم، چې زما د وکیل رخصتي د چکرونو رخصتي نه بلکې د کاري دورې هغه برخه ده چې عالي جناب وکیل یې باید زما پر عیادت او پوښتنه تېره کړي او زما له حاله خبر شي، زما ستونزي تر تا در ورسوي. دا هغه رخصتي ده چې دی قانوناً مکلف دی په دې وخت کې زما غږ واوري او د ټول ملت په کور کې زما د ستونزو په اړه د ورورولۍ او تعادل او پوره مساوات په پام کې نیولو سره زما او زما د وروڼو غږونه ستا تر غوږونو در ورسوي.
او هو ولسمشره زه هغه مؤکل یم چې نور نه ستا او نه هم ستا د نظام ننګه کولی شم، ځکه تا په لوی لاس تر ځان هغه کړۍ را تاو کړي چې دوی خپله د خپلو جیبونو د ډکولو په خاطر ځانونه د فیل غوږ کې ویده بولي، او په ډېر افتخار وایي، زما تر نیم ډېره خاوره د مخالفینو په لاس کې ده.
هو؛ ولسمشره زه د هغه وکیل صیب مؤکل یم چې ټول ژوند مې له مرګ سره پټ پټوني وکړل، ده مې له مرګه د تېښتي چیغې وانه ورېدې، ولې کله چې ګواښ د ده جناب دروازه وټکوي او خبره د ولایت سقوط ته را ورسي بیا نو د ده چیغي پارلمان واخلي.
ولسمشره! نور زه هغه مؤکل نه یم چې ستا د نظام په ننګه خپل ژوند له زرو خطرونو سره مخ کړم، خو که بیا مې هم تمه وه چې، غږ مې اورېدل کېږي نو دا پرېکون مې نه کول. خو نه زه هغه مؤکل یم چې د ژمۍ په یخنۍ کې مې د کور بازوانونه را څاڅي او ټوله شپه د یخ له امله د خپل معصومو اولادونو د ژامو له ټکا خوب نه راځي او له ډېره خجالته مې د اولادونو لور ته ورکتلی نه شم.
خو پوهېږم چې وکیل مې همدا نن ورځ د دوبۍ او اروپا له چکرونو ګرم ګرم د پارلمان دروازه د نوک پر ځای په سوک وډبوله او یو ځل به بیا زما د حق غوښتلو په نوم خپل جیبونه ګرم وساتي، او زما د حق په نوم به را ایستلې بودجه له څو نورو ټیټ پوړو چارواکو سره په بهرنیو هېوادنو کې پر خپل تجارت ولګوي.
ولسمشره یوه خبره کوم وروستۍ خبره او هغه هم دا چې زما وکیل ته نور زما په نوم هیڅ حق مه ورکوه، ځکه نور زه خپل حق نه تا او نه هم خپل وکیل ته بښلی شم.
هو ولسمشره زه خپه یم.