( دویمه برخه)

هیله من افغانان پر دې ډېر وياړي ،چې وروستي افغان واکمن په کابل کې د ميوند د بريا څلى جوړ کړ.زه،چې کله په ښوونځي کې وم ما به د شېرلاک هولمز په اړه لوستل او خندل به مې،داسې به راته ښکارېده، چې دا هماغه جګړه ده په کومه کې،چې داکټر وارډسټن له ټپي کېدو وړاندې لوى څارونکى و.ملالۍ ته پښتانه په يوه ځانګړي درنښت قايل دي،لکه څنګه،چې نورو ته جاک اف ارک دي،د ملالۍ تر مړينې وروسته په افغانستان کې ډېرى ښوونځي د ملالۍ په نوم ونومول شول.زما نيکه،چې يو مذهبي شخصيت او د کلي مشر و زما له پلار سره يې زما د نوم په اړه تل شخړه کوله او ويل به يې( ملاله) يانې غمځپلې،کله،چې زه کوچنۍ وم،زما پلار ماته د رحمت شاه سائيل دا شعر ډېر وایه،چې اخري بند يې دا دى:) دا نظم به د سایل صیب له کتاب را اخلم.) ژباړن.زما پلار به هر هغه چا ته ،چې زموږ کور ته به راتلل د ملالۍ د کارنامو کيسه کوله،ددې کيسې اورېدو به ما ته خوند راکوو او د هغه سندره،چې پلار به مې راته ويله ډېره مې خوښېده،داسې به راته ښکارېده،چې خلک زما نو د هوا په څپو زمزمه کوي.موږ د نړۍ تر ټولو ښکلې سيمه کې اوسېدو،زموږ دره د سوات دره،شاهانه غرونه،ښاېسته اوبه او د کرېستال په څېر د رڼو اوبو جهيلونه لري.جنت ته په خير راغلئ!! دا جمله په يوه ډبره ليکل شوې او د سوات درې په خوله کې لګېدلې،هر څوک ،چې سوات درې ته ننوزي د هر کلي دا جمله ضرور لولي.په تېرو وختونو کې سوات ته ( اوديانا) ويل کېده،چې مانا يې ( باغ) دى،دغه دره ځنګلي ګلونو،د ميوه دارو ونو باغونه،د ايمرلډ ډبرو کانونه او د سلمن د کورنۍ (tourt) کبانو ډک سيندونه لري.ځينې خلک سوات ته د ختيځ سوزرلينډ وايې،په دغه ځاى کې د پاکستان د سکى لوبې لومړى تفريحي ځاى هم وو،د پاکستان شتمن خلک په رخصتيو کې له پاکې هوا،ښکليو منظرو،د سوفيانه موسيقۍ له فيستوالونو او نڅاو د خوند اخيستو لپاره راتلل،همدارنګه د بېلابېلو هېوادنو خلک چې موږ ورته انګرېزان وايو هم د سيال په موخه له سوات ليدنه کوله.ددې درې د ليدو لپاره د انګلستان ملکه هم راغلې وه،چې شپې به يې په سپينه ماڼۍ( مرغزار) کې کولې،دا ماڼۍ د سوات لومړي والي له هغه ډول مرمرو جوړه کړې،له کومو څخه چې شاه جهان پاچا په هند کې تاج محل جوړ کړي.موږ خپل ځانګړى تاريخ لرو،ډېرى پاکستانيان اوسمهال سوات د خيبرپښتونخوا،چې(KPK)يې هم بولي برخه ګڼي،خو د تاريخ په اوږدو کې سوات يوه خپلواکه سيمه پاتې شوې.سوات يو مهال شاهي پلازمينه وه،چې په دې شاهي پلازمېنه کې د سوات ګاونډۍ سيمې دير او چترال هم شاملې وې،کله ،چې دا سيمې د انګرېزانو تر واک لاندې وې،په دې سيمه کې دوخت واکمن خپل قانون چلوو،انګرېزانو چې په ١٩٤٧زېږديز کال پاکستان ته ازادي ورکړه،موږ وپتېيله،چې له پاکستان سره يو ځاى شو،خو خپلواک به يو،موږ د پاکستان کرنسي استعمالوله خو د پاکستان حکومت به يواځې د سوات په بهرنۍ تګلاره کې مداخله کوله.د سوات والي به د قبايلو تر منځ په شخړو کې منځګړتوب کولو،له خلکوبه يې غشر راټولو او پرې به يې لوى لارې،روغتونونه او ښوونځي جوړول.موږ د پاکستان له پلازمېنې يواځې سل ميله لرې پراته يو،که چېرې دملکنډپه غاښې اوړو نو پنځه ساعته سفر دى،ملکنډ ګردچاپيره شنو غرون پوښلى دى،ډېره موده پخوا زموږ مشرانو د ملا سعيدالله په مشرۍ ،چې انګرېزانو به لېوني فقير باله د برېتانويانو په ضد په دې سيمه کې جنګونه کړي،د هغه وخت له انګرېزانو له جملې يو ونسټن چرچل نومېدو،چا چې دسوات په اړه يو اثر هم ليکلى خو د سوات له خلکو يې ښه يادونه نه ده کړې په دې سيمه کې يوه لوړه څوکه د چرچل پيکټ په نوم يادېږي،چې په اخري برخه کې يې يو زيارت هم شتون لري،مسافرين پرې په دې پار پېسې اچوي،چې له سفره خوندي کور ته ستانه شي.په سوات کې له ناامنيو وړاندې ځايې خلکو چېرته د تلو لپاره زړه نه ښه کوو،زه ډېرى خلک پيژنم،چې اسلام اباد يې هم نه وو ليدلى،چې د دوى له ډلې يوه زما مور ده،هغه هيڅکله هم له سواته بهر نه وه تللې.موږ د سوات په مينګوره کې اوسېدو،چې دا په دره کې يواځنى ښار دى،دا يو ډېر وړوکى ښار دى کله ،چې له ګاونډيو کليو خلک ورته راکډه شول دا ښار يې چټل او له ګڼه ګوڼې ډک کړ،داسيمه يو مشهور بازار دي،چې هوټلونه،کالجونه،د ګلف د لوبې ميدان لري،له دې امله هم مشهوره ده،چې خلک يې دوديز په لاس جوړ شوي لباسونه،قيمتي کاڼي او داسې نور شيان،چې تاسې يې فکر کوئ لري.په مرغزار کې يو وړوکى سيند هم بهېږي،چې خلکو په کې چټل شيان اچولي،ددې سيند اوبه د سوات د نورو سيمو د اوبو په شان پاکې ځکه نه دي،چې دا يوه ښاري سيمه ده.د سوات په نورو سيمو کې به خلکو په رڼو اوبو کې د ټروټ کبانو ښکار کوو،موږ به چې په رخصتيو وو نو د نندارې لپار به يې ورتلو.زموږ کور په ګلکده کې دى خو يو وخت يې دې سيمې ته (بوټکاره) ويل کېده،ځکه دلته د بودايانو مجسمې اېښودل شوې وې،زموږ د کور تر څنګ عجيب و غريب تاريخي اثار خواره واره پراته لکه دزمريانو مجسمې،بې سره مجسمې او تر ټولو د حيرانيتا وړ په سلګونه له تيېږو جوړې شوې چترۍ موجود وې.ساسلام زموږ درې ته د افغانستان د يوه سوبمن پاچا محمود غزنوي په وخت کې په يوولسمه زېږديزه پېړۍ کې راغى په داسې حال کې چې په سوات کې له پېړيو راهيسې بوديزم واکمن وو،بودايان په دويمه زېږديزه پېړۍ کې سوات ته راغلل او ٥٠٠ کاله يې په دې سيمه حکمراني وکړه.چينايې سيالانيانو په خپلو يادښتونو کې پر سوات سربېره د بودايانو له ١٤٠٠ خانقاو څخه يادونه کړې،دوى دا هم ويلي،چې دمندر زنګونه به خلکو په دره کې هم اورېدل،دامهال مندرونه له منځه تللي خو د سوات په هر ګوټ کې يې اثار ليدل کېږي.موږ به ،چې کله چکر ته تللو؛نو د سړک پر غاړه،په غټه تيږه يو چاغ بودا دخندا په حال کې، پلتۍ وهلى د نيلوفر په ګلو به ناست ليدل کېده.د بودا په اړه ډېرې کېسې شته،ويل کېږي،چې لوى بودا په خپله دې سيمې ته راغلى و او له دې ځايه به يې د سولې پېغامونه ورکول.بوتکاره يوه جادويې سيمه وه،موږ به په کې پټپټونى کولو،يو وخت دلته بهرني لرغونپوهان راغلي و موږ ته يې وويل،چې دا د بودا شاهي سيمه وه،دلته داسې ښکلي مندرونه وو،چې هر شى يې په سرزور پوښل شوى و.زما پلار يو نظم ليکلى (( د بوتکاره مقدسات)) نومېږي، د نظم منځپانګه ده،چې څنګه جومات او مندر سره څنګ په څنګ شتون درلودى شي، کله،چې د رښتيا غږ له منارونو اورېدل کېږي، بودا خاندي او د تاريخ شلېدلې کړۍ سره بيا نښلي.موږ د هندوکش د غرونو په سيورې کې اوسېدو چېرته چې نارينه غرڅه او غرييزو طلايي چرګانو ښکار کوي،زموږ کور يو پوړيز خو پوخ جوړ شوى و،چپ لوري ته يې پراخه انګړ و،چې ماشومانو به په کې کرکټ لوبه کوله.هر وخت سکڼى ماښام به زما پلار له خپلو دوستانو سره دلته کېناستو او چاى به يې څښه، ځينې وختونه به زه ددې لپاره پر بلۍ کېناستم،چې له پخلنځي پورته کېدونکى ووينم او د چميچمارانو غږونه واورم.زموږ دره له ميوه لرونکيو ونو څخه ډکه ده،انار،انځر او شفتالو ډېر پيدا کېږي،زموږ په باغ کې انګور او املوک هم وو، زموږ د کور مخ ته د الوچو يوه ونه،چې ډېر خوږه مېوه يې راکوله، تل به زموږ او د مرغيو ترمنځ مقابله وه،چې څوک به لومړى دا مېوه ترلاسه کوي،تر کومه،چې زما يادېږې، مور به مې له مرغيو سره خبرې کولې، زموږ د کور تر شاه يوه برنډه وه،چې مېرمنې به پرې راټولېدې،زما موربه تل ډېر خواړه پخول او دې بېوزله مېرمنو ته به يې ورکول،او که څه شى به پاتې وو نو هغه به مور مرغيو ته اچوو،په پښتو کې موږ له ټپې سره ډېره مينه لرو،ټپه د پښتو ژبې د شفاهي ادب تر ټولو بډايه برخه ده،چې د نړۍ نورې ژبې له دې ډول بډايه ژانر څخه بې برخې دي،ټپه دوه نيم بېتي لري،لومړى نيم بيتى يې نهه سېلابه او وروستى هغه يې ديارلس سېلابه وي.مور به مې چې کله مرغيو ته وريجې شيندلې نو دا ټپه به يې له ځان سره زمزمه کوله:په باغ کې مه وله پښتکې… که يوه مړه شي بيا به نه راځي ميينه.

لومړۍ برخه

One thought on “زه ملاله یم. یوه لور وزیږیده! (۲) ژباړن: عطا محمد”
  1. د یهودو د لاس د نیالګی(ملالی یوسفزی) په نوم دا لیکل شوی کتاب،بل هیځ مقصد ن ه شی درلودی پرته له دې چې مسلمان او مجاهدين سپک نه کړي،ددې کتاب ترجمه،هم د همدغسې یوه یهودي پلوي له لوری روانه ده چه غواړی نور خلکو ته هم دا منفی ذهنیت ترویج کړی،او هغه پروژه چې د یهودو له خوا دې ځوان ته ورکړل شوی تطبیق کړی،موږ د همدی پاڼی له لاری خبر درکووی چی ددی کتاب له ترجمی تیر شه توبه اوباسه اوخپله کلیمه له سره درسته کړه،دا د شریعت محمدی(ص) خلاف کار دی که مسلمان یی نو زموژ لارشوونه به ومنی او که یه! نو بیا یی نتایجو ته سترګی پر لار اوسه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *