زه د مينې او محبت پرښته یم، زه د بشريت مور يادېږم، زه د ژوند د کړاوونو پر وړاندې د خپل خاوند تر ټولو ښه مشاوره يم.
زه ستا د کور ښکلا او ښايست یم، زه ستا د ماشوم تر ټولو ښه روزونکې يم.
زه ناقص العقله نه یم، زه ستا د ژوند ستره ډالۍ يم، زما سترګې پرتا خوږېږي او ته راته تر ټولو ستر انسان ښکارې، خو زه هم هغه يو څوک یم، چې تا ته مې د مينې او عاطفې درس درکړی دی.
زه مور يادېږم او مور تر پښو لاندې جنت دی، زما سره محبت جنت ته دتلو لار اسانوي، زه ستا لباس يم او له ما پرته ته نيمکړی يې، بېله ما د ژوند په معرکه کې بريالی کېدای نه شي، بې له تا زه هم د ژوند د کړاو تاب نه لرم.
زه د انسانيت راز يم، زه د مينې وسيله یم، زه د بشريت مور يم، زه د ژوند د ټولو ښکلاګانو سمبول یم.
زه هم د زدکړو حق لرم، زه هم د ژوند د رازونو ژباړه يم، خو ته لا هم د حقيقت په موندلو پسې ستړی يې، که مې ستا په څېر ښوونځی لوستلی وای، نن به مې ستا اولادونه ښه روزلي و.
زه هغه ونه يم،چې تل مې پر تا سايه کړې ده، تل مې د ژوند د حقيقت په راز پوه کړی يې، خو لا هم ستونزې شته، لا هم د ژوند مجبوريتونه دي، چې ځينې خلک مې د عنعنوي دودونو قرباني وګرځوي، ستا د بدۍ بدل زه ورکوم، ستا د خوښۍ لپاره زما د راتلونکې ژوند په درشل د اور سپرغۍ بله شي.
زه ستا د مينې يواځينۍ الګو يم، په ښکلي مخ څپېړه مه راکوه، بلکې له ښکلي مخ نه مې د مينې الهام واخله، خپلې خبرې سندريزې کړه، ما ته د ناقص العقلې خطاب مه کوه، بلکې د ژوند په چارو کې مې د مشاورې په توګه ومنه!
خو يوه غوښتنه! زما ماشومه شغله ښوونځي ته ولېږه، تر څو زما په څېر د علم او پوهې له رڼا بې برخې نه شي.
اصلا زموږ ټولنه ناقص العقله ده، چې د ښځو په تعليم شرمېږو او په بېسيوادي يې افتخار کوو.
موږ لا اوس هم هغه د مدنيت زينې نه لا لرې يو، چې خپلو مېرمنو ته په کارونو کې د مشورې حق ورکړو.
که کوم څوک داسې کار کوي، هغوی يې بیا وايي چې پلانی د ښځې د خولې دی.
په مقاله کې واقعا هغه درد بیان شوی دی، چې لا هم زموږ په ټولنه کې د نجلۍ او هلک تر منځ توپیري چلند کېږي.
اوس هم لا زموږ خوېندې د ورور د بدۍ بدل ګالي، اوس هم د ولور په نامه په ډېرو پيسو باندې پلورل کېږي.
د هغې ورځې د ليدو په هيله چې په هيواد کې سوله حاکمه وي او خپلو مېرمنو ته مو ټول اسلامي حقونه ورکړي وي.
زده کړه ستاحق او حتی فریضه ده داسلام دمقدس دین داحکامو پربنیاد اورڼاکی خبله دزده کړی فریضه ترسره کړه . که هرڅوک ددینی احکامو خلاف ستا دزده کړی مانع یا دځنډاو خنډګرځی دهغو په دین اوایمان کی شک شته . ، نودهغو په مقابل کی په ایمانداری سره مقاومت اومبارزه پکارده . ځکه ددینی احکامو په مقابل کی هیځ ډول رواج ، عادات ، عنعنات اوشخصی مفکوری او غوښتنی دمنلو وړندی . حق ستا او بریا ستاده .
ښځه ريښتیا هم د کور نور ده، د مینې سمبول او د ژوند کولو تکمیلونکي ده. هیڅوک دې بې موره، بې ښځې او بې لوره مه شې.
grano:de (naqis ul aqla) mana da da che MOHAMMAD (s) farmayeli:( hunna naqisatu dine wa na qisatul aqli)yani dwe ( haiz o nifas) ki monz na kawe da d din nuqs o 2 khaze d 1 sare baraber de p shahadat ki da d Aql nuqs. da d bukhare sharif hadith de terso haq malom she nor staso srano salha manana.
؛ ویره د تکفیر ده که نه داسې یو طرفه تبصر ې څه ګټه لری. بس چې شروع شي اول د اسلام صیپت کوي، بیا په دآر او ریږدنده قلم په ملا پورې لګییږي
داسلام مبارک دین ښځو ته ځانګری مقام ورکړی دی یوه یوه ماشومه انجلی خپل ګران پلار ته لور وی یوه ورځ دیوه کس میرمن شی او بلاخره دیوه ماشوم مور شی چی الله تعالی پدی ځای کی ښځی ته دا مقام ورکړی چی جنت دمور اوپلار تر پشو لاندی دی یعنی دهغوی زړه ترلاسه کول دالله ته نږدی کیدو سبب ګرځی