لیکوال: محمداکبر حقمل
په اوسنۍ نړۍ کې ډېری داسې کسان موندل کېږي، چې یواځې خپل ځان ویني، خپلې کړنې ورته غوره ښکاري او د نورو وګړو پر وړاندې بې توپیره وي. د یوه کس له بیا بیا ځلې تکراري بدو کړنو هر څوک ستړی کېږي، حوصله یې تنګېږي او په پای کې یې پر وړاندې درېږي، چې دا کار د دواړو خواوو د اوږد مهاله منفي پالنې او بدې پایلې لامل ګرځي. که چېرې یو څوک د بل چا له ډېر آزار، بدو خبرو او بدو کړنو څخه تنګ شي، نو دې ته اړ کېږي، چې خپل غبرګون وښئي. غبرګون ښودنه که هر څومره منفي کړنه ده، خو په ډېرو وختونو کې باید ترسره یا وښودل شي ځکه، چې هغه وګړي د کومو پر وړاندې، چې باید غبرګون وښودل شي خورا بد فکرونه لري یعنې نور وګړي ورته د ړندو په څېر ښکاري، په خپله هر ډول کارونه سرته رسوي او یواځې د ځان فکر ورسره وي. د یو کس بیا بیا ځلې تکراري بد چلندونه ددې لامل ګرځي، چې مقابل لوری زړه توری کړي، تنګ یې کړي او یا یې د خپل ځان پر وړاندې غبرګون ته اړه کړي. نفوس لرونکي یا طرف لرونکي وګړي او په ځانګړې توګه حکومتي چارواکي تل غواړي ترڅو د نورو وګړو په زړونو پاچاهي وکړي او زړونه یې د تل لپاره په لاس راوړي، د دوی په دې سپېڅلې موخه کې د بریا تر ټولو اړین راز په دې کې دی، چې دوی داسې چلند غوره کوي، چې نه د چا د زړه ماتوي او نه څوک آزاروي. په دې ټول پوهېږو، چې آزاروونکي او زره ماتوونکي کسان هغه که هر څوک وي د چا په زړه کې ځای نه شي خپلولای. که غواړئ نور مو خوښ کړي او د نفوس ولرئ، نو تل مو یواځې یادو ټکو ته پام نیسئ. محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal