د ودان افغانستان ګوند فکري قلمرو ته د راتګ مهال، د ګوند یوه له کلکو سپارښتنو څخه دا ده چې ګوندي غړیتو ب باید د شخصي اړیکو، احساساتي فیصلې، پټو سترګو او غیر شعوري هوډ پر اساس نه وي، بلکې تر هر څه مخکې، بویه چې د ګوند اساسي- فکري کرښې ژورې ولوستل شي؛ ښه سم سر په خلاص کړه شي؛ دغه سیاسي تیورې، د ودانوالو د ناستې- پاستې په عملي زمینه کې ننداره کړه شي او په دې باب، یوه پوښتنه هم بې جوابه پاته نه شي؛ که د دې پروسې تر بشپړتابه وروسته، عقل د منطق په ژبه ډاډ وښود چې هر څه سم دي؛ بیا نو یا الله بسم الله، د شعور په حکم، د افغانستان د ودانۍ د لوړ انساني هدف په اراده، د دغه ګوند د غړیتوب پرېکړه، تر ټولو معقول تصمیم دی؛ و.ا.ګ د دې کار د اسانۍ لپاره، داسې یو میکانیزم ساز کړی چې په خپلو لویو غونډو کې یې، د آزادو مناظرو د طلایي اصل رسم را منځته کړی دی؛ غونډ ګوندي و ناګوندي ګډونوال، د هر ډول سوالو، تبصرو، انتقادو او نظریو مطرح کولو ته را بولي او ټینګار کوي چې د ګوند تیوري و پراتیک دواړه چلینج کړي؛ له دې سیاسي ادرسه باید هرې پوښتنې ته منطقي جواب وویل شي؛ هره تبصره، په سړه سینه واورېده شي؛ هر نقد ته په زغم سره غوږ ونیول شي او هرې نظریې ته په درنښت پام وشي؛ که داسې وشول نو دا ګوند تر ګردو ښه ګڼلی بویه، ځکه تر اوسه لا په افغانستان کې، په لوی لاس ځان چلنجولو او نقدولو ته د لارې پرانیستو، داسې یوه تجربه نه ده شوې؛ همدا علت دی چې سیاسي تنظیمونه مو، د خدمت پر ځای، د خیانت و جنایت په سیمبولو بدل دي؛ که ګوند له دې لارې منحرف شو، بیا نو نه یوازې په ورتګ نه ارزي، بلکې مخالفت یې ملي مسؤلیت دی.
د دې مناظرو په سلسله کې، یوه وروستۍ یې، د عقرب پر ۲۷- مه، د لوګر ولایتي کومېټې د پرانیستې په ترڅ کې جوړه شوه؛ هلته د یوه ګډونوال یوه پوښتنه دا وه چې:
«زه ولې باید د ګوند غړی شم؟»
دا ظاهراً ساده، خو په اصل کې ډېر جدي و ضرور سوال دی چې په حتمي و منطقي جواب يې مجبور یو؛ هلته یې د څه ناڅه جوابولو هڅه وشوه، خو ډېر اړخونه یې لا داسې دي چې د لا مفصل وضاحت اړتیا یې نه ده رفع شوې؛ دلته یې د پوره تفصیل فرصت، بیا هم کم دی، خو تر ممکنه بریده ور ته تمېده زښت ارزښتمن ښکاري.
دلته به د یوه فرضي کس له خولې، چې پر ګوندي غړیتوب معتقد شوی، دغه دلایل ولولو:
تر هر څه وړاندې، زه ځکه غواړم چې د اساسې قانون پر ستنو ولاړ او د ګوند په واقعي مانا، یوه سیاسي ګوند غړی شم چې خپله انساني مانا بیا ومومم؛ هغه مانا څه ده؟ دا مانا څو اړخیزه ده، چې ټول اړخونه یې، په یوه ټاکلي انسجام سره او د یوه کل په توګه، له هماغه ګونده عبارت دي چې زه یې د ملګرتوب تنده لرم؛ دا بعدونه به سره ننداره کړو:
یو- اول خو د یوه مسلمان په توګه، زما د ایمان تر ګردو معتبره مرجع (قرآن عظیم الشان) په صریح عبارت سره، حکم را ته کوي چې: «وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا» ال عمران (۱۰۳-۱۰۲)
د «وَلَا تَفَرَّقُوا» فقره مې، د بې اتفاقۍ، انتشار، ځانځانۍ او خودخواهۍ له شیطاني خط السیره را ګرځوي او د «جَمِيعًا» کلیمه مې، د جمعیت، اتفاق، انسجام او ورورولۍ پر رحماني صراط المستقیم ور برابروي او دې لوړ الهي هدف د رسېدو لپاره، تر یوه ګوندي سیسټمه هاخوا، تر اوسه لا بل غوره عملي میکانیزم نه دی تجربه شوی، که شوی هم وي نو په حتمي ماته محکوم شوی دی.
دوه- د انساني مانا موندلو بل اړخ، بیولوژیکي- ټولنیز دی؛ د ټولنپوهنیز- طیبعي اصل له مخې، ارستو تر هر چا د مخه، انسان د طبیعت له مخې، سیاسي/ ټولنیز حیوان بللی؛ «د ارستو مقصد دا دی چې انسانان په طبیعي توګه د پیلانو او هوسیو په شان ډله ییز ژوند کوي؛ دوی د ځان ساتنې او بقا لپاره یوبل ته ضرورت لري. دا هم طبیعي خبره ده چې دوی، لکه ټول ډله ییز حیوانات، ځانونه د رهبري کوونکو او رهبري کېدونکو په ډله کې سره تنظیموي.(۱) ارستو په اصل کې د انسان د اجتماعیت د خصلت په تشریح کې را سره مرسته کوي؛ هغه خصلت چې موږ افغانانو بایللی او نتیجه یې هغه ده چې نن مو ټول ملت سره پاشلی، ملي هویت مو د خپلو خلکو له خوا تر جدي سوال لاندې دی؛ دغې ملي انارشۍ مو، په لوی سر کې انساني مانا (ټولنیزتوب) را مسخه کړی دی؛ تصادفاً، تازه په تازه، جبار فراز د یوه نړیوال لیکوال کافکا (۱۸۸۳-۱۹۲۴) شهکار ناولګوټی (مسخه) پښتو ته را ژباړلی؛ هلته چې يې مرکزي کرکټر (ګریګور) له بدرنګو ټولنیزو مناسباتو څخه د بېزارۍ او په پایله کې د یوازیتوب د احساس پر اساس، مسخه کیږي او په یوه بدرنګه و مردار خوره خزدکه بدلیږي؛ بهرني اړیکوال خو په دا اول ګام کې مخ ځنې اړوي؛ کرار- کرار یې د کورنۍ زړه هم ځنې توریږي او د لا یوازیتوب غم یې بالآخره ساه اخلي.
که زه د اجتماعي یوازیتوب له مسخې د نجات په موخه، د ګوند غړی نه شم نو ګریګور غوندې به د یوې چټلې خزندې په سرنوشت مبتلا شم هماغسې لکه نن چې مو ملي برخلیک تر دې هاخوا، بل ماهیت نه لري.
درې- په ګوند کې زما د غړیتوب بل دلیل، زما په عقلانیت کې نغښتی دی، ځکه «سیاست یوه عقلاني پدیده ده او د دوو انګرېز فیلسوفانو«هابس (۱۵۸۸- ۱۶۷۹) او جان لاک (۱۶۳۲- ۱۷۰۴) په شان، کلاسیک سیاسي تیوریسنان، په دې عقیده ول چې انسانان (مدني ټولنه) ځکه تشکیلوي چې د دوی منطق ور ته وایي چې دا (مدني ټولنه) تر انارشۍ ډېره ښه ده؛ خلک د خپل ژوند او خپل ملکیت د ساتلو لپاره حکومتونه جوړوي؛ که چیرې دا حکومتونه له قدرت څخه ناوړه استفاده وکړي نو خلک دا حق لري چې (دا حکومتونه) منحل کړي او له سره نور حکومتونه تشکیل کړي….. یو څوک ویلای شي چې (زه تر هغه وخته د احمد پلوي وم تر څو چې ده دا خطرناکه اقتصادي پالیسي را منځته کړه، اوس زه خپله رایه محمود ته ور کوم) خلګ هر وخت دا ډول معقول تصمیم نیسي؛ یو سیاسي سیسټم چې د بشري استدلال پر فرضیه بنا وي زیات امکان لري د عدالت او بشریت پر اساس حکومت وکړي…. که له واکمنانو سره دا بېره وي چې خلګ معقول دي نو دوی به د غلطیو په تشخیص کې د خلګو وړتیا ته احترام وکړي؛ په نتیجه کې، که خلګ حتی په پوره ډول معقول هم نه وي، دا ښه خبره ده چې واکمنان فکر وکړي چې خلګ (معقول) دي.» (۲)
زه هغو وګړو ته ډېر هېښ- پېښ پاتېږم چې د ډیموکراسۍ مخالفت په دې دلیل کوي چې دا ګواکې یوه غربي پدیده ده او موږ ته را وارده کړه شوې ده او دا بیا هیڅ پروا نه کوي که مو نور هر څه غربي و خارجي وي؛ اول خو زموږ د ډیموکراسۍ آګاهانه و سیستماتیک تمرین، د مشروطه غوښتونکو و ویښو زلمیانو په واقعي ویاړلي تاریخ کې خوندي دی او په بشپړه توګه، د نوې زمانې د نبض په درک سره، په افغاني زمینه کې، زموږ د اسلافو روښانوونکو و ویښوونکو مبارزو خپل خاص خوند و رنګ لرلی دی، مګر که بیا هم څوک ضد نیولی وي او خاماخا یې د لویدیځ ارزښت بولي نو بیا هم، دا د وخت حتمي حکم دی او تر اوسه لا په دنیا کې، د حکومتولۍ لپاره تر دې ښه لوښی نه دی تجربه شوی؛ که یې بیا هم څوک نه مني نو د هغه، د خپل وجود له مانا سره کار نشته؛ هغه خپله هستې د نېستۍ د بلا په خوله ور کوي؛ هغه پر خپل انساني ماهیت چلیپا ور کشوي او په پای کې هغه د خپل وجود منطق په صفر کې ضربوي؛ پر همدې بنیاد، دا د و.ا.ګ د فکر له اساسي کرښو یوه ده:
«ودان افغانستان ګوند باور لري چې د یوې ریښتنې انساني ټولنې جوړښت د ډیموکراسۍ له سیاسي سیسټم پرته په هيڅ بل راز سیاسي سیسټم کې اټکلېدای نشي.
هر سیسټم چې تر هر نامه لاندې د ډیموکراسۍ ځای ونیسي، هغه زورواک دیکتاتور سیسټم دی.
د یوه دیکتاتور ځواک له منځه تګ سره به یا ډیموکراسې راشي یا به را نشي خو، که ډیموکراسې له منځه ولاړه، خامخا دیکتاتورې راځي.
دیکتاتورې که په هر رنګ یا نامه وي، له انساني فطرت سره ټکر کوي او د ټولنیزې خوښې پر خای د ځانګړې ډلې د خوښې څرګندویه ده.
ګردې تاریخې- پوهنیزې کتنې څرګندوي چې نوی پرمختللی نړیوال شعور دیکتاتور سیاسي سیسټم نه زغمي؛ موږ له دغه شعورسره همغږي یو او د خپل هیواد د سیاسي برخلیک د ټاکلو په لاره کې د دیکتاتورۍ زغم ته غاړه نه ږدو.
د و.ا.ګ ټوله وړتیا او ځواک به په افغانستان کې د ډیموکراسۍ پر بنسټ ولاړ سیاسي سیسټم د جوړښت و پایښت لپاره کارول کیږي …
یوازې په ډیموکراسۍ کې دا ژمنه تر لاسه کېدای شي چې هر انسان د خپل شخصي، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او کلتوري برخلیک د ټاکلو پوره خپلواکې لري، دلته د ډېرو پرېکړه د سیاسي واک معیار او د لږو غوښتنه د پاملرنې او درناوي وړ ده.» (۳)
څرنګه چې ګوندونه د ډیموکراسۍ د ملا تیر جوړوي ځکه نو زه په یوه ډیموکراټ چوکاټ کې د خپل حضور ثابتولو لپاره، د ګوند غړیتوب اخلم.
څلور- زما کلتوري/ فولکلوري مناسبات و شرایط هم، پر ما باندې ټولنیزتوب، یوځای کېدا، همږغې او په یو- بل کې انحلال تحمیلوي؛ زه د دې تحمیل له انساني ماهیت څخه ډېر راضي یم او په ماډرنه و علمي ژبه، د دې تحمیل منل، د ګوندي غړیتوب په شکل عملي اړخ خپلوي.
متل دی چې: له یوه لاسه ټک نه خیژي او ورته نورې فولکلوري د کاڼي کرښې چې یووالي، یانې ګوندي غړیتوب ته مو را بولي ځکه یووالی په خلا کې نه را منځته کیږي، هماغسې لکه تر اوسه چې مو د ملا و امي او لوستي و نالوستي پر ژبو د اتفاق د صفتو ورېښتان را شنه شول خو د اتفاق مخ مو هیڅکله هم و نه لید، ځکه چې عملي میکانیزم مو یې را منځته نه کړای شوای او هغه، له ګوند پرته، بل هیڅ چارچوب نه شي کېدای.
د مرحوم پاچاخان دا خبره نوره بېخې تر بل هر ډول متل محبوبه، مشهوره او ډېره کارېدونکې ده چې: «یا به یو کیږو ګني ورکیږو» او زموږ په ولسي حکایاتو کې خو مو د اتفاق لپاره، د ګېډۍ کړه شوو او بیا سره پاشلو لښتو تمثیل، و مرګ ته د نژدې سپین ږیري او د هغه د زامنو په حکایت کې خاماخا لوستلی یا اورېدلی دی؛ د یووالي لپاره له دې پند لرونکي حکایت څخه په درس اخیستو، زه باید د ګوند غړی شم او یو زر و یو دلیله نور…..
ماخذونه:
۱-پولیټیکل ساینس ته یوه کتنه (بېلابېل)، ژباړن: ډاکټر محمد صدیق ظهیر،۱۳۸۷ل، علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، مخ ۱۱.
۲-// // // مخونه: ۱۴- ۱۵.
۳-د و.ا.ګ کړنلار، پنځم چاپ، مخونه: ۱۰- ۱۱.
سرليکنه/ اداره.
بدلون اوونيزه/ دريم کال/ دريمه / پرلپسي ۱۰۷ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۲۸/ ۱۳۹۵
دو،ا،ګ دمشرتابه پلاوی درنوغړیوته سلامونه اووروسته :
زه دیوه دوست په څیر یو څو وړاندیزونه لرم اوهغه به داوی :
الف – افغانستان یوبڼ دی چې پښتون – هزاره -تاجک-ازبک بلوڅ او…..ددې بن ګلان دی-پښتانه هسې هم ستاسې دی بویه دنوروګلانوسره ستاسو سنښته ډیره اړینه ده .
ب :تاسوته جوته اوپه زبات رسیدلې چې داسلامی باورونونونه اوښتون په دې هیواد کې څومره تاوان رسولی شی لکه هغه تاوان چې دافغانستان دخلکو دیموکراتیک ګوند ته ورسید چې بویه تاسو درانه یې باید ومنی -خوداپه دې مانا نه دی چې تاسو اخوانیانو سر اړیکې ټینګې کړی – ځکه داخوان له پیدایښت را په دیخوا چا ونه لیدل چې اخوان دودانولولپاره کوم ګام پورته کړی وی
ج : تاسو پرګنو سره جرړې وغزوی نه واکدارانو سره ځکه له واکدارانو نه خلک کرکه لری -په درنښت دودان ، سمسوراوخپلواک افغانستان په هیله