خواري مې کوله او په دې نظروم،چې باید همداسې له روانو سیاسي جریانونو لرې پاتې شم،ناپېیلتوب راته ترټولو ښه ادرس معلوم شوی و،ارمان مې و چې د هرلوري په اړه د واضح،دقیق او واقعي قضاوت خاوند اوسم.

اوس هم دا هیلې په زړه کې لرم،اوس هم د پخوا په شان پرنیږدې ټولو سیاسي او نورو جریانونو ډېرکم باوره یم،یومخ یې یو هم سوچه او د حساب وړنه ګڼم او نوي نسل ته له ټولو مخکینیو او زیاتو تازه دمه اړخونو څخه د څنګزنولۍ دوعا او ارمان لرم.

چې داسې ده،ځینو منتقدو دوستانو غوندې به مې تاسې لوستونکي هم ځینې وایئ،چې خبرشوي یوو د یوه ولسمشریز نوماند په کمپاین کې دې برخه اخیستې.

حق لرئ چې نیوکه وکړئ او وپوښتئ چې که دومره ارماني یې بیا دې کمپاین کې د اشتراک څه اړتیا؟

دا نیوکه به تاسې اوس کوئ،خو یوشمېرارماني دوستانو مې سمدستي او د دې کرښو له لیکلو مخکې پرله پسې را باندې وکړه،کورونه یې ودان د دې کرښو د لیکلو سبب هم دوی دي،زه به اوس زړه تش کړم،چې زه ولې کمپاینرشوم؟

ماته څوکاله په سیاسي او ټولنیزه صحنه کې له لوبیدونکو لوبغاړو جریانونو څخه لرې والي عملاً د دې خبرې تجربه راکړه،چې په فزیکي لحاظ یو فرد وم،په اقتصادي لحاظ چې د هر روا ارمان د عملي کیدو لپاره زموږ په ټولنه او اوس شرایطو کې خورا اغېزناک عامل دی،کیدای شي ووایم تریوه عادي فرده هم کمزوری وم.

ما نه شو کولای،چې هره ورځ یا حد اقل په اونۍ کې یوځل د مختلفو سیمو له ګڼو خلکو سره ووینم،ورسره وغږیږم،په دردونو،عواملو او حل لارو یې سم سهي پوه شم او یا خپل دردونه او نظرونه مخامخ په ډاګه او ډاډه زړه ورته ووایم.

له دې جریان لیدو څخه هم محروم پاتې کیدم،چې څنګه سیاسي او قومي سوداګر د ټاکنیزو کمپاینونو دفترونو ته ځي راځي،په کومو تکتیکونو،شعارونو او خبرو خپل خلک او کمپاینران تېرویستل غواړي؟

 په کمپاین کې مې د شمولیت یو دلیل دا هم و،چې ځینو دوستانو بیا،بیا رټلم او ویل یې یوازې نیوکې کوې،عملي جرئت او اراده دې د کار او بدلون لپاره کمه یا هیڅ نشته.

دا چې نن خپله هغه دوستان کوم طرفته روان شول،ولې روان شول او په څه پلمه یې پخپله اصطلاح دا عملي جرئت ونکړ،بېله کیسه؛خو زه یې بیا بیا رټلم.

اوس خوشاله یم،چې ترټولو نسبتاً زیات ښه کاندید ته کمپاین کوم،د هغه په ټاکنیزدفتر کې له خپل ولس سره وصل یم،نظریاتي تبادله مې ورسره کیږي او که مو خدای کول انتخاب کړی کاندید بریالی شو نو یقیني یم چې د اوږدمهاله ارمانونو لپاره مې نسبي خدمت کوی شي.

له ټاکنو څخه ملاتړ،پکې ګډون او له خپل فکر او نظر سره د تعامل وړیوه ادرس سره کارپه نورو زیاتو دلایلو هم مهم راته ښکاري،دا پروسه یوازې له ارګه د یوه واکمن پرځای د بل د کینولوتعامل باید ونه ګڼل شي،د دغې پروسې په حاشیه کې زموږ د وېښتیا،یوځای کیدو او یو بل زغملو د مبارزې تقویه کوونکي نور عوامل هم شته چې موږ له دغې لنډ مهالې پروسې سره همکارۍ ته وربولي.

One thought on “زه ولې کمپاینرشوم؟ – رغاند”
  1. رغاند صاحب دٍیرشه دی کرٍی چه عملاً دی په کمپاین کی برخه واخیسته زمونژپشتانه خو تنها له پیتاوی نه خبری کوی په قدرت کی نه دخیل کیژی چه همدا یی وجه ده چه کمزوری پاته شی او لژکی ورباندی پرنچ وهی زه له تٍولو ادیبانو پوهانو اوخصوصاً پشتنو نه غوارٍم چه سیاست ته راوزی او خلکو ته معلومه کی چه مونژهم زور او قلم لرو بیسواده نه یو خو لویه لمن لرو چه دهرچاه غرتو ته په سوک جواب نه ورکوو په اخرکی بیا درته وایم چه شه دی کرٍی په مینه ملیار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *