د سهار وښنايې ولګيده، مور يې د کوټې دروازه وټکوله
مور: شهبازه ..! وا شهبازه ځويه پاڅه چې د لمانځه وخت دی
شهباز چې تر نيمې شپې يې د ښوونځي درسونه لوستي و؛ سهار په سختۍ له بسترې پورته شو، سترګې يې له بې خوبۍ نه خلاصيدې، هډوکي يې تاو کړل او ستوماني يې ويستله، د کوټې په ښې اړخ ديوال يې په ځړيدلي ساعت نظر ولګيد:
« اووو خدايه دا خو ناوخته ده. د لمونځ قضا کيدو ته شل دقيقې پاتې دي»
په بيړه له کوټې ووت او له دهليز د باندې يې له اوبو ډکه لوټه واخيستله. اودس يې وکړ او په جانماز ودريد. له لمانځه وروسته يې بکسه راوخيستله، تقسيم اوقات يي وکوت.
له ځان سره يې وويل: «همممم رياضي، کيميا، انګليسي، تاريخ، سپورت او جغرافیه. ټول ساعتونه مهم دي، شکر د رياضي او انګليسي کورنۍ دنده خو مې بيګاه ليکلې ده. زه يې بايد ارمان پوره کړم، دادا به تل ويل چې شهبازه زويه کورنۍ دنده دې په وخت ليکه، په درسونو کې ډیر کوشش کوه چې تکړه شې او څارنوال شې. خو زما حقوق نه خوښيږي، نه نه ؛ دادا به په قبر کې خفه شي، زه يې بايد ارمان پوره کړم، زه بايد څارنوال شم»
شهباز له ځان سره په همدې خبرو و چې مور چای راوړ، په بيړه یوه پياله وڅکو او د ښوونځي په لور رهي شو. په ټوله لاره يې همدا کلمه تکراروله چې: زه يې بايد ارمان پوره کړم، زه بايد څارنوال شم.
په همدې سوچونو کې ډوب روان و چې د موټر بريک اواز يې تر غوږو شو، په بيړه موټر ودريد، څو ټوپکيان ترې ښکته شول، په شهباز يې سترګې راويستلې او په تنده لهجه يې ورته وويل: «ته نه وينې چې د قوماندان صیب عارف موټر تيريږي؟ سرک دې د پلار دی چې په منځ کې يې بې خاره راوان يي؟»
شهباز له ډاره څه نه شول ویلی، لاسونه او پښې يې لکه د جوش تبې مريض لړزيدل، په ژړغوني اواز يې ټوپکمار ته وويل:
«قوماندان صیب .! زه مريض یم، په ځان نه پوهیدم، تا به احتياط کړی و کنه.»
قوماندان: «ښآآآآ ته اوس ما ته لاره ښايې ها؟ ته اوس ما ته نصيحت کوې؟ هلکانو ويې نیسئ او داسې سبق ورکړئ چې ژوندی وي چا سره سترګې مخامخ نه کړي.»
د قوماندان مليشه لکه وږي سپيان پرې راټول شول، له لاسو او پښو يې ځوړند ونیولو او د ښوونځي انګړ ته يې داخل کړو، هوايې ډزونه يې وکړل او زده کوونکي يې له صنفونو رابهر کړل. ټول يې د ښوونځي ميدانۍ ته راټول کړل.
قوماندان عارف له موټره ښکته شو او د ټوپک د شپيلۍ په اشاره يې شهباز ته د جامو ويستلو اشاره وکړه، شهباز خپل پرتوګ کلک ونيو، قوماندان ته په زاريو شو.
«د خدای لپاره مړ مې کړئ خو دا ظلم راسره مه کوئ. ما مه بې حيا کوئ، ما پريږدئ چې د دادا ارمان مې پوره کړم.»
شهباز ډیرې ذارئ وکړې خو هيچا يې مرسته نه شوه کولی. قوماندان خپل وحشت وکړ، د ټولو زده کوونکو په مخ کې يې شهباز لغړ کړ او په خپله مخه روان شو.
زده کوونکو شهباز پورته کړ، جامې يې ورته واغوستلې او دکور په لور يې رهي کړ، شهباز ځان بربنډ احساسوو، د قوماندان عارف وحشت يې تر سترګو ـ سترګو کيده، په لاره کې يې په لاس يو څه وليکل، عمومي سړک ته يې ځان برابر کړ، له پورته خوا نه راتلونکې د لرګو ډکې لارۍ ته يې ځان ګوازار کړ.
خلک راجمع شول، د سړک سر دوکاندار رامنډه کړه، شهباز يې پورته کړ، ژر يې بل موټر کې واچولو او د کلي روغتون ته يي ورسولو، ډاکټر د شهباز نظم وکتو، سر يې وښورو او ويل يې څه په کې پاتې نه دي. د شهباز په لاس ليکلي شوي خط يې نظر شو چې ليکلي يې و: «دادا جانه ما وبخښه، ما ستا ارمان پوره نشو کړای، زه څارنوال نه شوم»
(د پکتيا په زرمت کې د قوماندان عارف لخوا د معصوم زده کوونکي د بې عزتۍ په غم کې)