پلار مې لا پخوا شهيد شوی و. کوچنی وم له خپلې مور سره ښار ته راغلی وم. يرغلګر روسان کاملا له هيواده وتلي وو او د سپېڅلي او مقدس جهاد دور پای ته رسېدلی و. دا نو د ډاکتر نجيب الله نظام دی. هغه وخت به يې سرتېرو ته عسکر ويل. د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د حکومت او مجاهدينو ساحه معلومه وه. موږ د مجاهدينو په ساحه کې اوسېدوو. کله به مې چې په ښار کې عسکر ليدل؛ نو د خلکو تبصرې او ويناوې به مې زړه ته راتلې. عسکر معنی کافر، مردار او واجب القتل!
ما ويل خدايه دا عسکر به څوک او د کوم ځای اوسېدونکي وي!؟ تر ټولو خو راته هغه وخت عجيبه وه، چې دوه نفرو په دې خبره په خپلو کې بحث کاوه، چې د عسکرو پوسته يې ليدلې وه! دوی ويل: (عسکرو خښتې يې راتاوې کړې وې او ځان ته يې جومات جوړ کړی و.) زه خو په نور څه نه پوهېدم؛ خو په دې پوهېدم چې لمونځ خو يواځې مسلمانان کوي! حيران وم، چې کافران څنګه لمونځ کوي؟؟؟ مياشت دوو کې به موږ له خپلې سيمې څخه غرو ته هجرت کاوه.
مجاهدينو به ويل، چې عمليات دي او دوی پر کافرانو ير غل کوي. خپل د کور ټول قېمتي وسايل به مو پر خرو بار کړي روان وو. موږ ماشومان وو او پر لار به مو ژړل! مور به کله يو په شا کړ او کله بل! د چپلقو او پايزار درلودل مو ستر ارمان و! له پښو مو پلاستيکونه راتاو کړي وو! مور به موږ ته ژړل او موږ به مور ته! پر لار به مشرانو ښخو او نرو د هيواد مشرانو او رهبرانو ته ښېرې کولې! دوی به ويل: ( جهاد چيرې دی؛ خو د دې خلکو غلا ته زړه شوی دی!) په اونيو او نيو به په غرو کې له غوايانو سره په يوې کوټې کې سپږو او نورو خزنده ګانو سره يو ځای پراته وو.
له مور سره به مې تل د خپل کور د چرګانو ، څو زړو بکسونو او زړو بسترو غم و. د ټولو کورنيو اندېښنې پر ځای وې. کله به چې کورونو ته راغلو؛ نو د چرګانو له بڼکو پرته به نور څه نه و. په بوس خانه کې به هګۍ هم نه وې پاتې. ټول کور به لټ په لټ اوښتی و. د مجاهدينو ډلې به په کليو او بانډو کې د همدې ولس پر دسترخوان ناستې او خلکو به يې ډېر قدر کاوه، ځکه دوی د کفارو په مقابل کې جنګېدل. ډېر خلک به له دې وېرې راتښتېدلي او له مجاهدينو سره يو ځای شوي وو، چې له عسکرۍ او جلب و احضار څخه به يې ځان خلاصوه! يا به يې ويل چې د عقيدې او کفر او اسلام جنګ دی! عقيده کاميابه شوه او کفر مغلوب شو. په هر ترتيب د خلکو مخالفتونو او غوښتنو د ډاکتر نجيب الله نظام له منځه يوړ. هغه نظام راغی، چې ټولو خلکو يې د راتلو هيله درلوده او د ټولو خلکو پر مټ واک ته رسېدلی و.
موږ ويل ځه که خير وي اوس به انشاالله هغه نظام حاکم شي، چې ټولو غوښته او د هغې لپاره مو هر راز قربانۍ ورکړې. موږ ويل زموږ د شهيدانو وينې به اوس رنګ راوړي او ټولې بدبختيانې به مو په خوښيو او خوشاليو بدلې شي. خو وايي چې په يو کلي کې يو غل و، شپې به يې له مړو څځه کفنونه ايستل او پلورل به يې! کله چې دا غل مړ شو، زوی يې له ځانه سره فکر وکړ، چې راځه د خپل پلار لپاره دعا ګوی پيدا کړم. ده به له مړو کفنونه ايستل او د هغوی بې عزتي به يې هم کوله. خلکو به چې دا حال وليد؛ نو کفن کش ته به يې دعا کوله. دې تش په نوم مجاهدينو(سپېڅلي او مقدس جهاد او واقعي مجاهدينو ته په احترام!!!) په خپلو کې داسې کانې شروع کړې، چې موږک يې په بنۍ کې نه کوي. خير ډېر يې په کړنو او حالاتو تبصره نه کوم، ځکه ټولو ته هر څه څرګند دي. خو د دوی په مقابل کې هم د خلکو مخالفتونه اوج ته ورسېدل، تر دې چې همغه د اسلام غوښتونکي او د اسلامي بيرغ لوړونکي په ټولنه کې دومره منفور شول، چې د عقيدې له زاويې يې د شر او فساد نوم يې خپل کړ. بيا هم کومه ښکاره او مطرح خبره نه وه چې دومره مخالفتونه دې وي؛ خو که وه، نو عقيدوي نه وه! دا اختلاف دومره ډېر شو چې له ټولنيزې بڼې څخه يې سياسي بڼه غوره کړه.
دوی لا په خپلو کې اخته وو، چې له کومې خوا ورته طالب جان را زرغون شو. زړه مې پوره ولګېد. ما ويل لويه خدايه شکر چې اوس دې سوچه اسلامي نظام حاکم کړ. په لومړي سر کې د طالبانو نظام ته خلکو خپله سينه ښه پراخه کړه، ځکه چې د شر او فساد پر وړاندې مخالفتونه اوج ته رسېدلي وو. د دوی نظام هم ډېر ژر په هيواد کې حاکم او خپور شو. خو لږه موده وروسته د دوی پر وړاندې هم د خلکو نفرت او مخالفتونه راښکاره شول. دوی هغه څوک چې د روسانو په مقابل کې يې جنګ کړی و؛ د شر او فساد په نامه په پنجشېر او ځينو نورو سيمو کې را ايسار کړل. دوی هم غلي کښېنناستل او داسلام او عقيدې له مخې پر خپلو مخالفينو ډول، ډول تورونه ولګول. هغه چې تل يې د عقيدې پر بنسټ په هيواد کې جنګ کړی و؛ بيا هم له دوی سره د عقيدې او دين پر ټغر راټول نه شول. شيخانو او ملايانو په کې په خپله نفعه او ګټه اياتونه او احاديث تاويل او تفسير کړل. دې جنګونو هم دواړو خواو ته عقيدوي بڼه غوره کړه. په دغه برخه کې ولس هم غلی او چوپ پاتې نه شو. په کلي کور کې د طالبانو او مجاهدينو پر وړاندې مخالفتونه په ډېرېدو شول.
په دې هيواد کې ستونزه دا ده چې هر سړی خپل مخالفت ته د اسلام او عقيدې جامه وراغوندي او د نورو سترګو ته خاورې شيندي. هغه وخت چې د طالبانو او ټلوالې په جګړو کې څومره افغانان ووژل شول؛ هم د عقيدې خبره مطرح وه. يوه ويل ما روسان له هيواده ايستلي زه ښه مسلمانان يم او بل ويل، چې ته شر او فساد يې والله که دې پرېږدم! دغه عقيدوي جنګونه دومره قوي شول، چې د بهرنيو راتګ ته يې لار هواره کړه. کله چې د کرزي صيب په مشرۍ د غه نوی نظام جوړ شو؛ بيا هم ويل کېدل چې اوس به مخالفتونه پای ته رسېدلي وي. ځکه هغه څوک چې د طالبانو مخالف دي اوس به په ارام کېني. خو داسې ونه شول. هغه چې د طالبانو مخالفين و؛ ښه يې پېژنم اوس د دې نظام مخالفين دي. په شخصي ژوند کې يې بېلګې زه وينم؛ خو په سياسي انداز کې يې تاسو هم وينئ، چې پرون د طالب له لاسه په غره يا کوم بل بهرني هيواد کې ناست و او اوس هم د دې نظام په مقابل کې په بهر يا کوم غره کې ناست دی او اوس دطالبانو کړنې تاييدوي؛ خو پرون ورسره وران و.
پرون يې اختلاف هم عقيدوي و او نن هم عقيده د يوې وسلې او سپر په توګه کاروي. يو ځل بيا هغه د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پېر په بل ډول راوګرځېد.خو افسوس!!! هغه چې عقيدوی اختلاف يې سره درلود، له غرونو يې پرې راکټونه او ميزايل راخوشې کول،مرتد، کافر او واجب القتل يې باله اوس ورسره په يوې څوکۍ د ورور په حيث ناست دی. هغه عقيدوي اختلاف څه شو؟ دين بدل شو او که عقيده له منځه ولاړه؟
هيڅ پوه نه شوم او نه مې په دغو مسايلو کې پوره لار پيدا کړی شوه. خدای خبر چې عقيده رانه د جهالت په تنګنا کې پرېوته او که په شعوري ډول دا کار کوو؟ په شعوري ډول دا کار کول خو ستره او لويه ګناه ده او فکر کوم چې افغانان به کله هم دا ګنا ونه کړي؛ خو دا چې د دې خلکو له عقيدو څخه نور خپله ګټه پورته کوي، د پام وړ خبره ده. تل له هيواد څخه بهرنيو کړيو د هيواد د يو شمېر مشرانو پواسطه د دې خلکو له عقيدې څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.
د پايلې په توګه دا وايم چې موږ تل د موجوده نظامونو مخالفت کړی او خپل مخالفت ته مو بيا د دين او عقيدې جامه وراغوستې ده. داسمه خبره ده چې په نظام کې به څه ستونزې او نيمګړتياوې وي؛ خو موږ ته په کار ده چې ستونزې او نيمګړتياوې له منځه يوسو، نه چې په نظامونو پسې يې راواخلو او له منځه يې يوسو. د دې ولس دې خدای مل شي تل ورته دين او عقيده مخکې شوې ده او تل د ابهام په دوه لاري کې ولاړ دی.
شمس الدين کاکړ ښه ويلي دي:
زړګي ګير کړمه په منځ د پاڼ او پړانګ ـــ سوزي زړه لکه پيلوزی په بلانګ
ډیره شایسته او پر ځای لیکنه ده خدای دی وکړی چه تول افغانان یو موټی شی او ددشمنانو دسیسو ته په یوه خوله ځواب اووایی