مېندې ژاړي، خویندې چیغې وهي او ماشومان د پلار بې سېکه جسد ته په سلګو دي.
زه غښتلی یم، زه د سرونو لو کوم، زه د جنګ معتاد یم او د همدې وحشت له کبله د ثواب لایق يم، زه د وروڼو له قتل او خویندو له چیغو خوند اخلم، زه په همدې قتلونو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوم، زه د همدې وحشت له کبله ښاغلی او منلی یم.
زما د وحشت کیسو ماته نور هم د وحشت سېکه راکړې ده، تر کومه به د خپلو کړو ظلمونو خوند اخلم، تر کومه به مې خپلې جوړې جونګړې ته د ورانۍ قلنګ ورا اخيستی وي، تر کومه به د خپل وحشت په مټ ژوند وکړای شم، تر کومه به دغه پردی ټوپک او ګردنۍ راسره وي؟
نن مې خپله مور بوره او خپله خوربې وروره کړه، نن مې له ورېندارې د سر سیوری واخیست او د يتيم ماشوم اسره مې قتل کړه.
زه بې وسه یم، زه د پردۍ نیابتي جګړې قرباني یم، زه یواځې د جنګ معتاد یم ، زه له سولې کرکه لرم، ژوند ته مې کمین نیولی دی، په پردۍ مرمۍ خپله مېنه ورانوم، د خپل ورور قتل ته راغلی یم، د خپلو هیلو قاتل یم، خپله مور ژړوم، خپله خور مې بې وروره او ورېندار مې سرتوره کړه، د خاپوړو پر مېنه مې د جنګ تازه سپرغۍ کېښودې، زه د خپل کور رڼاګانې لوټم او بادار ته مې د خپلې اتلولۍ علني صحنې ورښيم.
زه لا اوس هم ځان د افغانيت په قالب کې جوړوم، د افغانيت چيغې وهم او د پرديو د خوښۍ لپاره د خپلې خونې پاخه بنسټونه نړوم.
زه يو داسې څوک يم، چې د خپلو وروڼو په قتل جنت واجب ګڼم او ځان د اسلاميت رښتينی وارث بولم.