تاند- یوې نسبتاً زورورې زلزلې نن ماسپښین ۳ بجې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او هندوستان پراخې برخې ولړزولې.

د امریکا د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۶ ښودلی او ویلي یې دي چې د هغې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې و.

په کابل کې خلکو وارخطا له کورونو او کارځایونو ووتل.

په نوي ډیلي کې هم د زلزلې ټاکانونو خلک سخت وارخطا کړل. دې زلزلې د خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونه هم لړزولي دي.

د امریکا د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې مرکز په مځکه کې ۲۱۰ کیلومتره او ۴۰۰ متره ژور اټکل کړی دی.

تراوسه پوري په افغانستان، پاکستان او هندوستان کې د دې زلزلې په وجه د چا د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ترلاسه شوی خو د زلزلې شدت زیات و نو وېره ده چې تاوانونه به یې اړولي دي.

د تاوانونو وېره په دې خاطر هم زیاته ده چې زلزله د بارانونو په اوج کې شوې. کله چې مځکه او کورونه لانده وي د خټینو کورونو د نړېدو احتمال زیات وي.

One thought on “زورورې زلزلې د افغانستان، پاکستان او هندوستان ګڼې سیمې ولړزولې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *