تاند (یکشنبه، د جدې ۲۲) د درنې واورې د اورېدو له کبله په هرات کې ۸ تنه مړه شوي دي.
د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، شپږ تنه په انجیل ولسوالي کې هغه مهال مړه شول چې د کور چت پرې ونړېد. دوه نور په ادرسکن ولسوالي کې مړه شوي دي.
د هرات د ولایتي ادارې د چارواکو په وینا د تورغونډۍ – هرات او هرات – اسلام کلا لارې بندې شوي دي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې پرون د هیواد په لوېدیځو، مرکزي او یو شمېر جنوبي ولایتونو کې د سختو واورو او همداراز د لارو د بندېدو او د سېلونو د جاري کېدو اټکل وکړ.
د هوا پېژندنې ادارې باران له ۱۰ تر ۴۵ ملي مترو او واوروه له ۱۰۰ تر ۵۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا، روان میلادي کال په افغانستان کې د بېوزلو کورنیو لپاره سخت کال اټکل کړی دی.
دې ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې سږ کال نژدې نهه نیم ملیونه وګړي د جګړو او طبیعي پېښو له کبله بېړنیو مرستو ته اړ دي.
په همدې حال کې په کندوز، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ورښت نه دی شوی او یا خورا لږ شوی دی.
د هواپېژندنې ادارې په کندهار، زابل، غزني، پکتیکا، اورزګان، دایکنډي، کابل، پروان، پنجشېر، بغلان، ننګرهار، خوست، غور، میدان وردک، لوګر، بامیان، فراه، هرات او د نورستان او کونړ په ځینو برخو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی وو.