تاند- دې برید ۷ ساعته دوام وکړ او بالاخره د ۳ حمله کو ونکو او یوه سرتېری په وژلو پای ته ورسېد.

همداراز ۳ پولیس ټپیان شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، چې په دې برید کې هیڅ ملکي ته زیان نه دی اوښتی خو د نارت ګېټ مېلمستون د شاوخوا کورونو شیشې ماتې شوي دي.

د کابل چاودنه – د چاودنې هدف د بهرنیانو مېلمستون و

اسوشیتید پریس خبري اژانس ته یوه افغان پولیس چارواکي ویلي چې چاودنه د بهرنیانو یوه مېلمستون ته نژدې شوې ده.

د کابل مرستیال امنیه قوماندان ګل اغا روحاني وویل، لا څرګنده نه ده چې د چاودنې له کبله مرګ ژوبله او تاوان پېښ شوی او که نه دی.

د ده په وینا چاودنه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د نارت ګېټ هوټل ترڅنګ شوې ده. په دغه ځای کې بهرني قراردادیان اوسي.

له بلې خوا د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي ایمیل کې ویلي چې دا برید طالبانو کړی دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې دې چاودنې په لسګونو کسان وژلي دي. ده همداراز ویلي چې طالبان هوټل ته ننوتي او په جګړه بوخت دي.

له هوټل څخه یوه تن اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په ټېلفون کې ویلي چې چاودنه دوی ته څېرمه شوې ده.

ده مخکې تر دې چې ټېلفوني تماس یې پرې شي، وویل چې چاودنه ډېره زوروره وه.

 ویل شوي چې د ټرک په وسله له قوي چاودنې وروسته لږترلږه څلور وسله والو حمله کوونکي له پولیسو سره په نښته کې ښکېب شوي دي.

رویټرز: چاودنه د پوځي او لوژیستیکي خدماتو د دفتر مخته شوې

رویټرز خبري اژانس ته یوه امنیتي چارواکي ویلي چې چاودنه د پوځي او لوژیستیکي خدماتو د یوې ودانۍ مخته شوې ده.

رویټرز د دغه لوزیستیکي او پوځي خدماتو د ادارې نوم نارت ګېټ بللی دی.

په همدې حال کې یوې امنیتي سرچینې وویل چې چاودنه د هغو چاودېدونکو موادو په اثر شوې چې په یوه لارۍ کې ځای پر ځای شوي وو.

د دې سرچینې په وینا دا چاودنه هغې یوې ته ورته وه چې د دولتي رجالو د ساتونکو پر هستوګنځي شوې وه او تر ۶۰ زیات ساتونکي پکې ووژل شول.

لومړنی خبر

زورورې چاودنې کابل ښار ولړزاوه

تاند- د کابل ښار په پلچرخي سیمه کې نن شپه /دوشنبه/ خورا زوروره چاودنه وشوه.

له چاودنې سره سم برېښنا پرچا شوه، خو ۱۲ دقیقې وروسته بېرته وصل شوه.

شاهدان وايي چې چاودنه د شپې په ۱ بجه او ۲۵ دقیقې وشوه.

د پېښې د شاوحوا اوسېدونکي وايي چې چاودنه دومره زوروره وه چې هیڅکله یې دومره وحشتناک ږغ نه و اورېدلی.

د دې خبر د خپرېدو تر شېپې د چاودنې په اثر د مرګ ژوبلو او د چاودنې د هدف په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

ځیني کسان وايي چې د ګازو په زېرمه کې چاودنه شوې او ځیني نور وايي چې د بهرنیو ځواکونو یو مېلمستون په نښه شوی دی. خو هیڅ کره راپور نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *