د کانکور په نوم نږدې ټول پوه دي، دا هغه لړۍ ده چې له لارې يې د هېواد د دولسمو ټولګيو زده کوونکي له فراغت وروسته پوهنتونو ته د لوړو زده کړو لپاره لار بیامومي. په دې کې شک نه شته چې دا لړۍ به په خپل جوړښت کې بېلابېلې ستونزې او نيمګړتیاوې لري، خو پوهنتون ته د بري يوه لار ټاکل شوې ده.

د کانکور ازموينه له پخوا زموږ په هېواد کې دود ده، خو تل له درغليو او کړکيچونو نه خالي نه وه، د يوه شخص پر ځای د بل شخص ازموینه ورکول، د کانکور د پوښتنو راوتل او نورې چې نږدې ټول پرې پوهېږو. هغه څه چې په دفترونو کې ترسره کيږي، ډیر ښکاره او څرګند نه دي، خو ځينې زده کوونکي وايي چې د لوړو زده کړو په وزارت کې د هرې ښوونيزې څانګې، پوهنځي او پوهنتون خپل قيمت دی، په هماغه کچه پیسې ورکول پوهنتون ته د بري لار ده، نه پوهېږم دا به رښتيا وي که تور ؟ خو وايي چې باد نه وي پاڼه نه ښوري.

له بده مرغه په ښوونځيو کې زده کوونکو ته د کانکور ازموينې د تخنيکي اړخ په اړه سمې لارښوونې نه کيږي، ډیر زده کوونکي له دې لامله هم بې پايلې او یا ناکاميږي، خو له دې ټولو سره سره، ستره ننګونه په کانکور کې د سيمه ييزو او ولايتي زورواکو لاسوهنه ده.

هغه څه چې انکار ترې کېدای نه شي او ټول هېوادوال پرې پوهېږي دا دي چې د دولت روح یا وينه فساد دی، داسې هيڅ اداره به نه وي چې هلته فساد نه وي، نو د لوړو زده کړو وزارت، پوهنتونونه او ځينې استادان هم په فساد ککړ دي چې د کانکور ازموينې د ګډوډۍ یو لامل هم دوی دي.

کانکور داسې يوه ازموينه ده چې ولسمشر، وزیر، والي، قوماندان، وکيل او ټول وګړي پکې ګډون لري. په دې مانا چې د ټولو يو څوک ( زوی، لور او نور) پکې خپل ځان ازمايي، د ټولو هڅه دا وي چې خپل خپلوان ښو او لوړو پوهنتونو او پوهنځيو ته بریالي کړي. د ولایتونو نږدې ټول وګړي، ملکي او پوځي مامورين، د ولایتي او ولسي جرګو استازي د يو شمیر مفسدو استادانو په مرسته د کانکور ازموینه ګډوډوي چې اوبه خړې کړي او کبان ونیسي.

يو څه چې ټينګار پرې کوم دادي چې په ځينو ولایتونو کې د کانکور ازموينې د اخیستلو لپاره ډیره لږه ملي روحيه هم نه شته او هيڅوک نه غواړي چې يو نالایقه او ناپوه خپل يې ناکام شي، بلکې غواړي همدا ناپوه طب او انجینري ووايي.

وړاندې مې وويل چې ځينې مفسد استادان هم د کانکور د ازموينې د ګډوډۍ لاملان دي، ځکه د دوی هم خپل خپلوان (زامن، لوڼې او نور) ازموينه ورکوي، نو د دې لپاره چې خپلو خپلوانو ته د نقل فضا مساعده کړي، اړ وي ټوله فضا ګډوډه کړي چې نور زده کوونکي او د ازموینې ګډونوال پرې نيوکه ونه کړي او یا د امنيتي او څارونکو تر نيوکې لاندې رانه شي. ځکه د امنیتیانو او څارونکو خپل خپلوان هم ازموینه ورکوي، که مفسد استاد خپلو خپلوانو زده کوونکو ته نقل ورکوي او نورو ته يې نه ورکوي، بیا ګرم دی او که په غلا او فساد کې عدالت وکړي، امنیت او ټول څارونکي يې په خدمت کې دي. خو هغه څوک چې ددې څو اړخيزې مافیا سره توافق ونه کړي کور يې وران دی.

د ولایتي او ولسي جرګو ځينې وکيلان خو پرېږده، دوی خو د ملت د استازو په نوم ډیر په غور و پش، د وسلوالو ساتونکو سره يوځای د کانکور ازموينې په هر زده کوونکي ګرځي او همدا ورته وايي چې استادان نقل درکوي مه وارخطاکيږئ، له يوې خونې پوه زده کوونکی وباسي، بلې خونې ته يې وړي او د خپلو خپلوانو پوښتنې پرې حلوي، د پوښتنو فورمونه د ازموينې له سیمې وباسي، ځوابونه يې پيداکوي او خپلو اړوندو زده کوونکو ته يې ورکوي، دوی له يوې خوا زده کوونکو ته ورښايي چې موږ ستاسې استازي یو، دومره پر موږ ګران یاست چې ستاسو لپاره هر خیانت ته حاضر يو خو يوازې رایه راکړئ، چې دا وطن درته نور هم ګل او ګلزار کړو، له بلې خوا ځانګړې پاملرنه يې خپلو زامنو، لوڼو او نورو خپلوانو ته وي چې په نقل يې بریالي کړي.

په پايله کې د کانکور ازموينې ټول ګډوډوونکی تړون، د ولایتي او ولسي جرګو ځينې وکيلان، ځينې ملکي او پوځي لوړپوړي او ټیت پوړي مامورين، مفسد استادان او نور کانکور په يوه ناورین بدلوي. هغه زده کوونکي چې دولس کاله يې په ډیرو ناوړو شرايطو کې لوست کړی بې پايلې او ناکاميږي او هغه ناپوه او جاهل چې په دولس کلونو کې يې دوه کاله هم بشپړ ښوونځي لوستی نه دی ؛ بریالی کيږي . بیا په زور او زر پوهنتون وايي، بیا په زور او زر لوړ دولتي مقام ته رسیږي یا ریس شي، یا معين یا وزیر او یا ولسمشر، که نور نه وي، نو د ولایتي یا ولسي جرګې وکالت ته خو زور او زر ډیر لري.

زه نه پوهېږم چې پر چا غږ وکړم چې دا د کانکور ازموينه يوه ملي لړۍ ده او له فساد يې وژغورئ، چې پوه زده کوونکي پوهنتونو ته بریالي شي او دا ويجاړ هېواد جوړ کړي، ځکه داسې څوک راته معلوم نه دي، يوازې د ولس د پوهاوي په موخه مې دا مالومات وړاندې کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *