له تېرو ټاکنو وروسته ګڼې ستونزې په هیواد کې رامنځ ته شوې، هر چا د هیواد په هر کونج کې په یوه لوبه پیل وکړ چا مخکې له ټاکنو او چا هم وروسته له ټاکنو ګڼ ګواښونه روان دولت ته وکړل.
کله چې پایلې اعلان شوې نو هغه ناخوالې خو د ټولو په یاد دي، چا به منله چا به نه منله دولت په داسې یوه څلور لارې ولاړ و چې له هرې خوا ورته یو ګواښ مخ وو، خو بیا هم یو دوه سری دولت جوړ شو خو نوي حکومت دا پریکړه وکړه چې نور به پخوانۍ څېرې چې د افغانانو لپاره تکراري او ستړي کوونکې دي په کابینه کې نه پرېږدي دوه سري دولت خپله دا پریکړه تر یوه حده عملي کړه خو د افغان دولت لپاره یې نوې خنډونه جوړ کړل.
ځینې پخوانیو جهادي مشرانو په نوې کابینه کې د شتون غوښتنه کوله چې و نه منل شوه نو دوی دا هیله لرله چې لږ تر لږه د یوه ولایت والي خو به شي چې دا کار هم له عملي کیدو لرې ښکاري.
نو چې جهادي مشرانو او ځینې محلي قوماندانانو خپله ګټه وټه ونه لیده دولت ته یې ګواښونه وکړل او و یې غوښتل د خپلو ګواښونو په واسطه د ولس زړه له وېرې ډک کړي.
تورن اسماعیل خان چې د هرات والي او همدارنګه د اوبو او برېښنا وزیر پاتې شوی دی یو له هغو کسانو دی چې د هیواد په معاصر تاریخ کې پيژندل شوې څيره ده د هیواد په لوېديځ کې څه نفوذ لري.
دا دوهم ځل دی چې د افغان دولت لپاره د نا امنۍ ګواښونه کوي په لومړي ځل یې د جهادي قومندان په مړینه کې هراتیانو ته ګواښ وکړ چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د هیواد وضیعت ډير بد شي، دلته دوه خبرې دي یو دا چې که د اسماعیل خان استخباراتي مالومات دومره قوي دي نو بیا ولې له حکومت سره مالومات نه شریکوي که داسې نه وي نو بیا به د راتلونکو نا امنیو تر شا د ده لاس وي.
اسماعیل خان د ولسمشرۍ تر ټاکنو دمخه هرات ته ولاړ ګڼو هراتیانو ته یې وینا وکړه داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې ده په هرات کې وسله وېشلې او همدارنګه یې له خلکو غوښتې وو څو په هره توګه چې کیږي په رایو کې برخه واخلي او د ده د خوښې کس ته رایه ورکړي.
په هرات کې د پراخ قدرت په لرلو داسې ګنګوسې خپرې شوې چې په هرات کې د نورو کاندیدانو بریدونه د اسماعیل خان د کسانو لخوا تر سره کېدل دا چې دا خبرې به تر کومه سمې وي نه پوهیږم.
په دې وروستیو کې اسماعیل خان د هرات په ولایت کې یوه غونډه خپل کور ته را بللې وه چې نږدې ۵۰۰۰ کسان یې برخوال ول.
ده د غونډې ګډونوالو ته وویل چې نوی حکومت بې کفایته دی نه شي کولی چې د ولس درد دوا کړي، ده د نوې کابینې وزیران کمونستان او دوه تابېعته و بلل.
خو ولس باید دا پوښتنه ترې کړې وای چې ته خو ښه یو تابعیته تکړه او په کار پوه سړی وې ستا له برکته یوازې د کابل ښار پوره برق نه لري دا ستا کفایت دی چې په کابل کې برق په نوبت دی په میلونو مترمکعب اوبه بې بیې ګاونډیو هیوادو ته ځي او ورسره په ملیونو پیسې شمالی ګاونډیانو ته.
ولس ته په کار ده چې نور داسې مشران منزوي کړي هغوی په ګوښه کې پرېږدي ځان ته وړ پوه او روڼ اندي مشران پیدا کړي.
——————————-
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی حتمي نه دی.
كه جيري واقعاء تورن اسمعيل خان ته جهادي واءي او دجهاد الم برادر خان بولي أوده غلا نه وي كري ،قتل او قتالءي نه وي كري،جوراو جباول ءي نه وي كري.اوفي سبيلي الله جهاد ءي كري وي نو اوس دي نو اوس دي خان او جهاد به خلكو نه خرخوي.قرار دي كشيني او بي أمني ته دي أور نه اجوي به دي حالت كي جه خوك وطن دبحران خواته بياءي هغه تر هكراو تروريستان دي.
كه جيري تورن اسمعيل دي كارته اقدام كوي نو تورن اسمعيل ته بايد دتروريستانو او ترهكر لقب وركرل شي ددي خخه معلوميزي جه مخكني جهاد هم دجهاد دباره نه بلكه ديوي ترهكري أوترور عمل وو جه ده إنجام كرو.به نتيجه كي جوراوجباول او دشخصي او دولتي خمكو غصب ءي وكر داجه خان او مال خبل اوس به خطر كي ويني مجبور اومكلف دي جه به داسي أعمالو لاس بوري كري.
ده ته دخبلو بدو كارو دانجاميدو به نتيجه كي خداي به قهر شوي او دا دخداي قهر دي دي جه به ده نازليزي توبه دي وباسي او خبل خداي ته دي به صداقت رجوع وكري .
تر څو چه مونږ (ملت ) دی چنګسالارانو څخه تیر نسو دوی به همداسی پرموژ خکومت کوی،. دوی ملامت ندی موږ ملامت یوچه د جنګسالارانو حمایت کوو
Mr Shafiq Khan
The project all selected by other country Not our President & Minister able in past or now?
when Ismail khan Governor of Herat for two time he work for Herat you don’t seen the work in Herat? please ask from Herat people about work & see Herat then you write about Ismail Khan,
that is other way your role that every one done the Jehad that is not good persons in your idea ( It mean Halki Parchami,Afghan milati etc)
we are agree that in all people have good & beds But you……….
تورن اسمعیل بیا زړی کنجاړی په خوب وینی او د سوړ جنګ شعارونه زمزمه کوی. اما دی خبر نه دی چی کمونیزم خو لا تقریبا 30 کاله پخوا مړ او اوس یی هډوکی هم خاوری شوی دی.
تورن ته د ایران اخواندان ګوته ورکوی او د خپل هیواد د مشرانو پرضدیی لمسوی ترڅو بیا ګډوډی جوړه کړی او د پخوا په شان د هیواد په غرب کی خپل بادار ته خدمت وکړی که کومه ولیشت خاوره د اخوندانو په خوله کی ورکړی.
تورن هغه کس دی چی د هرات د سلما بند یی وران او د جوړیدو مخه یی ونیوله. د هرات ولایت عسکری قطعات یی چور او تالان کړل او پر دښمنانو یی وپلورل، د هرات ولایت ګمرکی محصولات یی خپله شخصی دارایی وبلله او په هیواد کی د بندونو د جوړولو پرځای یی وارداتی او دیزلی برښنا وارده او د هیواد ملی شتمنی یی ګاونډیانو ته ورکړه . د دی پرځای چی دا ملی خایین محاکمه شی لاهم لافی وهی او د هیواد نسبی ثبات چی شته ، له منځه وړی.
تورن صاحب ته دده له سن او سال سره لازمه ده که واقعآ داولس سره نیکې کوي یوه عام المنفعه اداره دي په خپلو شخصې پیسو جوړه کړي او اولس ته دي خدمت کوي چې داهم جهاد ده ځکه پیسې خو ډیري لري الله تعالې مهربانه ده ترداکړو ګناهونو غصبونو ا ودمسلمانانو تر زوریدلو به ورتیر شې او که ناامنې ته لمن وهې فکر نه کوم چې داوړئ به شړئ کړي یوازي دقاضې حنیفې دمسلمانانو زوریدل په کلونو ولله که جبران کړي
.
د هرچا قدر د هغه د خدمت او اجرااتو په نظرکی نیولو سره کیږی. جهاد اصلا یوه دیني فریضه ده ، په جهاد او اسلام کی ریا نشته . که څوک ریا کاری کوی او خپل جهاد په خلکو پلوری ترڅو بیا قدرت ته ورسیږی ، فکر کوم خلک به تری واوړی . کله چی دی د هرات والی و یواځی یو دوه سرکه او یو دوه غونډۍ یی د بیت المال له بودیجی نه جوړی کړی دی چی په هغه کی د ده شخصی میلمانه کښته اوپورته کیږی. څنګه کیدای شی یو د ارودو یو تورن دومره لوی کور ولری چی پنځه زره خلک پکی ځای په ځای شی . راځی د هغه معاش د ولایت او د وزارت په وخت کی محاسبه کړو چی څومره یی له بیت المال نه اخیستی دی او بیا تقریبی دهغه مصارف محاسبه کړو چی څومره به ورته پاته شی . اوس نو معلومه شوه چی دی مجاهد نه منافق او چپاولګر او غل دی.
بل دا چی که دی واقعا مجاهد وای نو د استاد عبدالرب رسول سیاف په شان به د خپل حزب یا ډلی رهبر پاته شوی وای او چټیات به یی نه ویل ، خپل ځان او جهاد به یی نه خرڅاوه، چور او چپاول به یی نه کاوه او هره ورځ به یی ځان له خپل دولت سره نه مخامخ کاوه. د تورن ټول کارونه ، خبری او اعمال د ټول ملت لپاره په ضرر تمامیږی. څوک چی مضر وی د هغه زندانی کول اجتماع له شره ژغوری.
تورن ته پکار ندي چې تورنه پوري کړي
چېرې د ملت زعامت او چېرې ددې تورن پوهه. تورن د افغانستان ملي زعامت ته بشپړ توهين کوي. توهين په دې معنا چې اوس د ګواښ وخت نه دى .يو پوه او په عقل سليم سړي ملت ته په درنه سترګه ګوري او د وچ سيا ست ، شخصي شهرت، جاه طلبي او فرعونيت باندې تکيه نه کوي.ښاغلى تورن ته شرم دى چې داکارونه کوي او له ځانه دوم امرالله صالح جوړوي. تورن بايد پوه شي شپه که تياره هم ده خو مڼې په شمار دى. ستا ليکنه ډيره جالبه ده رښتيا هم ملت ، ولس، دغه غمونو اجنګونو خوړلئ هېواد ځينو نااهلو کسانو ته ديوې غوجلې حيثيت هم نه لري .حيف او هيهات په داسې کسانو
He should have been tried in court for illegally taking the property of late Majid Khan Zabily in Herat.