استاد اجمل ښکلی

شاعر له ټولنيزو اخلاقو او خپلو چوکاټونو په اسانه بغاوت کولاى شي؛ خو له شعري مضامينو او مفاهىمو ىا دودونو(روايتونو) ورته بغاوت سخت وي.

د دې يو علت به څه نا څه شعري وړتيا هم وي يا به نوىو مفاهيمو ته زموږ پام نه وي او زاړه به راته لا زاړه ىا تکراري نه ښکاري.

خو لوى علت يې دا دى،چې د يوه شعر اساس تر شعري ژبي لومړى پر يوه مفهوم ولاړ وي او دا مفاهيم دومره تکرار شوي دي، چې جمله يا مسره خو څه، چې يوه کلمه هم راياده شي، ورسره تړلي تکراري مفاهيم راياد شي؛ ځکه خو د ځىنو ځيرکو شاعرانو په شاعرۍ کې نويو قافيو ته تمايل وينو، چې د قافيو-چې د مضمون له پلوه زياتره د يوه بيت بنسټ وي- له نوښت سره په خپل شعر کي نوي مضامين نغاړي.

موږ په شاعرۍ کي وليدل، چې له بڼې بغاوت وشو او ازاد نظم او نوي چوکاټونه رامنځته شول. همداسې مو پکې پر اخلاقو هم خندنۍ وليدې؛ خو د شعر تر بڼې و اخلاقو نه شاعر ته له خپله ځانه بغاوت ګران پرېوځي. هغه دروني مفاهيم- چې شاعرۍ د زړه په وينو لوى کړي- په اسانه نه شي پرېښوداى. که يوه تنوره ونه خپلې جرړې پرې کړي، ژوندۍ به ګنې پاتې شي؟

خو دا جرړې نورې دومره شړېدلې او کمزورې شوې، چې که شاعري يې پرېنږدي، هم ژوندۍ به پاتې نه شي؛ ځکه نو شاعرۍ ته ښايي، چې تازه جرړې وځغلوي او له خپلې اړتيا سره سم تازه خوراک ترلاسه کړي.

موږ چې د ادب په کار کې چندان جدي نه يو، له هر ډول شاعر سره ګوزاره کولاى شو. د شاعر پر تکراري مفاهيمو باندې وړوکى اعتراض هم نه کوو.

د نويو جرړو يا نويو مفاهيمو پيدا کولو لپاره خو پکار ده، چې يو اړخ ګام واخلي. که لوستونکى مو نه اړ باسي، پخپله فکر وکړو او لوستونکى له نوي ادب سره اشنا کړو.

زه ګومان نه کوم، چې په ادب کې راغلي بدلونونه او راروان پرمختګونه دې ناڅاپي او ناارادي وي. تر څو چې ټولنه خواهش ونه لري او اديبان د زړې زمانې له دوړو ځان ونه څنډي، په ادبياتو کې بدلون او پرمختګ نه راځي. دا تمه دې څوک نه لري، چې زمانه ګنې په هر څه کې مثبت بدلون راولي.

دا ښکاره خبره ده، چې په هر مهال کې د شاعرۍ کار له عشق سره ډېر پاتې شوى دى. پخوا څه نا څه، په تېره د څلورېځو په چوکاټ کې شاعرۍ نصايحو ته هم وخت ورکاوه؛ خو بيا هم زياتره کار له مينې سره و. مينه چې احساساتي ارزښت لري، په اسانه مو شعر ته لمسولاى شي؛ خو نور مضامين چې تر څو راته احساساتي ارزښت ونه لري، په شعر يې نه شو بيانولاى. همدا علت دى، چې شاعري د ټولنې په ذوقي نمو کې ښه اوږد لاس لري؛ خو په فکري وده کې يې چندان وس نه رسي.

د مينې بنسټ پر جانان ولاړ دى. که موږ له خپلې شاعرۍ نه جانان وباسو، مطلب دا چې مينه مو ترې وايسته؛ نو دا کار چندان ممکن نه ښکاري. شونى کار دا دى، چې موږ د خپلې مينې سټايل له دوديزې(عنعنوي) بڼې راوباسو. دا ضرور نه ده، چې د هر چا مينه دې يو شان وي.

داسې نو ښايي موږ په شاعرۍ کې د خپل جانان پر منزلت و مقام فکر وکړو او له هغه منصبه يې لکه بوت راوغورځوو، چې زموږ اباوو و اجدادو ورکړى. څه وخت به ولګي، څه نا څه تشه به رامنځته شي؛ خو ورو ورو به خلک زموږ د پخواني کليوال اشنا پر ځاى له نوي متمدن يار سره اشنا شي.

دا ضرور نه ده، چې تر قيامته دې سړى د خپل يار حلقه به ګوش غلام وي يا لکه رحمان بابا چې وايي، د يار د در سپى وي. څه نا څه استعنا پکار ده. له يار سره څه نا څه تريو چلند هم پکار دى.

موږ په دې خاطر چې خاطر فاتر يې مجروح نه شي، د يار پرځاى همېشه د يار له بې رخۍ(تغافله) او ظلمه سر ټکولى او د يار د جفا غشي مو پر زړه خوړلي دي. ده ته مو څه نه دي ويلي؛ خو واقعيت دومرسره بسيط او ټوليز هم نه دى، چې هر يار دې جفا کار او ظالم وي. ځينې ياران له شاتو هم خواږه وي او د وفا په کار کې له مينه دوه ګامه مخکې وي. لنډۍ ىې ښې بېلګې دي. له لنډيو نه چې خوند اخلو، يو لامل يې دا دى، چې مينه او ژوند پکې يو اړخيز/بليک اينډ وايټ نه دى. د واقعي ژوند غوندې پکې رنګارنګي وينو. هر رنګه محبتونه او مينان پکې شته دي.

په شاعرۍ کې چې زموږ د يار او زموږ د مينې کومه څېره وړاندې شوې او وړاندې کېږي، هغه د ټي ايس ايليټ خبره کاذب شخصيت دى. زموږ له واقعي حالت سره چندان اړخ نه لګوي.

که يار مو پر سر خېژولى، رقيب غريب مو پر ځمکه منډلى دى او د غندې يو چانس مو يې نه دى ضايع کړى. د ځينو شاعرانو په شاعرۍ کې څه نا څه له نويو رقيبانو سره اشنا شوي يو. دروېش په همدغو شاعرانو کې دى، چې په دې پوه دى، چې رقيب د سيال مانا لري او که سيال درسره نه وي، په ژوند او په عشقي مقامونو کې پرمختګ سخت دى او دا د رقيب مثبت اړخ او نوې څېره ده.

زموږ شاعرانو چې له رقيب سره کومه دوښمني ښودلې، ټوله له رخې ډکه ده. کاشکي يې ورسره لږ سالم رقابت هم کړى واى.

موږ شاعري د ژوند نه، د شاعرۍ له مخې کوو؛ نو ښکار ده، چې همغسې احساس به کوو، چې پخوانو کړى. موږ سره خبرې ډېرې وي؛ خو چې د شعر کوڅې ته شو، د شاعرۍ دغه اساسي مفاهيم مو له لاسه ونيسي او همغه زاړه وران کور ته مو ننه باسي.

ان دا شاعرانه ارزښتونه مو دومره په وينه کې چلند دي، چې په اسانه ترې بهر فکر نه شو کولاى. که هر څومره لاحول کړو، بيا هم چې ګورو په همغه لار روان يو.

پخوا خو ګودر، شمه، بورا و، په مقاومتي ادبياتو کې چينار، نښتر، غر، سنګر او نور راغلل. له دې خو څه نا څه خلاص شو؛ خو اوس په هېندارو/اۤيينو، دردونو، دېوالونو او داسې په زرونو نورو تکراري کلمو پورې له تړليو مفاهيمو ځان خلاصول پکار دي. دا خو ما يواځې يو څو ياد کړل. زموږ د شاعرۍ هر مانيز اړخ په انتقاد ارزي.

شاعر چې هر شاعرانه ګام اخلي، يو ځل دې د شاعرۍ دغو اساسي مفاهيمو او له دغو جرړو نه غځېدلو وړو وړو ريښو ته په انتقادي سترګه وګوري، بيا ګوره، چې په خپله شاعرۍ کې څومره بدلون انګېري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *