د پاکستان د لومړي وزير د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز تيره ورځ يوځل بيا افغانستان ته ځان راورساوئ .
سرتاج عزيزپه کابل کي د ولسمشر اشرف غني احمدزي سره د دواړونو هيوادونو پر روانو حالاتو سربيره د سولي په اړه هم اوږدې خبري وکړې.
سرتاج عزيز د حامدکرزي په وختونو کي هم د نوازشريف لخوا افغانستان ته په دواړو هيوادونوکي د سولي راوستلو(!)په موخه رالېږلى سوى او حامدکرزى ته يې بلني ورکړې وې.
د حامدکرزي په قول، د واکمنۍ پرمهال يې شل ځله پاکستان ته د سولي په موخه رسمي سفرونه وکړل، خو ( هغه اش هغه کاسه) تراوسه پر کنړ د پاکستان توغندۍ اوري.
داځل هم سرتاج عزيز د خپل سفر په لړکي ولسمشراشرف غني ته بلنه ورکړه، چي پاکستان ته ورسي او هلته يوځل بيا پر تکراري سوله ييزي خبرو سره وږغيږي.
دا ښه کار سوى دى، چي اشرف غني احمدزي دپاکستان له سفره ډډه کړې او په ښکاره يې ويلي دي، هغه مهال به پاکستان ته رسمي سفر کوي، چي د پاکستان لخوا پر کونړ د توغنديزو بريدونو د بندېدو ترڅنګ په رښتيا پاکستان د سولي لپاره لستوڼي راپورته کړي.
سياسي شننونکي په افغانستان کي سوله د پاکستان په پوځي جنرالانو پوري تړلې ګڼي، د شننونکو په قول، ترهغه وخته چي پاکستاني جنرالان ونه غواړي د افغانستان ترڅنګ په ټوله سيمه کي سوله راتلل د خوب ليدل دي، ځکه د افغانستان د دولت مخالفان په پاکستان کي اوسي او د رسنيو په قول له هغه ځايه اکماليږي.
تاريخ ثابته کړې ده، چي که چيري په افغانستان کي د جګړې اوربل وي، نو ګاونډيان هم ارام نه پاته کيږي او داسي حالت به وي لکه همدااوس، چي په پاکستان او نورو هيوادونو کي مسلط دى يا مسلط کړل سوى دى.
د تاريخ په حواله پاکستان تل د ډيورنډي ګټو پر بنسټ پر افغان وروڼو د جګړې لمبې بلي کړي او د دوستۍ په نامه يې خېټه د دوى په وينو پړوسلې ده.
په دې لړ کي امريکا او انډيوالانو ته هم د ملامتۍ ګوته نيول کيږي، ځکه دوى د ستراتيژيک تړون د لاسليک لپاره ډېري هلي ځلي کولې، چي که دا سند لاسليک سي، نو افغانستان به نه يوازي په دننه، بلکي په ګانډيانو او نړيوالو کي د سيالانو سيال او که څوک وسره تندى جنګوي، نو امريکا به د انډيوالانو په مرسته د افغانستان لاسنيوى کوي، ليکن اوس چي سند هم لاسليک سوى بياهم په افغانستان کي حالات په هماغه شکل روان دي.
په اوس وخت کي راغلو تش په نامه نړيوالو همکارانو(!)ته په کار ده، چي پاکستان او نور هغه هيوادونه، چي په رشتيا هم د سولي په راوستلو کي يې توان چليږي ، اړ کړي، چي نور په افغانستان کي لاسوهنه بنده او پريږدي، چي افغانان هم د نړۍ د نورو ولسونو په ډول د خپل هيواد جوړولو ته په لوى زړه لستوڼي راپورته او په يو ارام ، کرار او سوله ييز افغانستان کي خوشحال ژوند وکړي.
ليکن نړيوالو د سند له لاسليکولو سره سره بياهم غوږونه کاڼه اچولي او د تيرو کلنو په ډول يوازي خپلي ګټي لټوي، دوى بايد په دې خبره سر خلاص کړي، چي افغانانو د تاريخ په پوړيو کي دنيا ته ښوولې ده، چي کږې خولې څنګه په سوک سميږي او دناځوانيو ځواب څه دى؟
سوله يوه قراني کلمه ده، چي په دې کي نه يوازي د افغانانو بلکي د ټولي نړۍ ښېګڼي نغښتي دي،همدا سبب دى، چي اسلام پر خپلو پيروان د ( وصلح الخير) ږغ کړى دى، نو دغه قراني کلمې ته تر هرچا بايد مسلمانان غاړه کښېږدي او په قراني اصولو سره يو له بل سره په رښتيا سوله ييز ژوند وکړي.
پاکستان نه يوازي زموږ ګاونډى بلکي مسلمان هيواد هم دى، نو پاکستاني جنرالانو او ددغه هيواد د ملي امنيت مشرانو ته په کار ده، چي د خپل ديني مسؤليت له مخي له افغانستان سره د ورورګلوۍ او ښه ګاونډيتوب حق اداء او
نور د افغانستان په کورونيو چارو کي خاشې ماتول د هيڅ چا په ګټه نه دي.
٢٣ – ١٠ – ٢٠١٤ ، کندهارښار
Da “Zoor Kafan Kash” aw daay mazmoon hets ertibat na sara derlodai. Mozh kho che kala “Da zara kafan kash khabara kawoo no ha gha wakhat “Nawai kafan kash” mawjood we aw ter zara bad tara wee, kho delta hets dasi ishara na wa.
Che pa Kandahar ke da journalism da usdanoo da hall wee, da maa waroo khalgoo parda de no Rab wakee.
Sartaj Aziz ta de bayad da “Zara Sheetan” Khetaab karai wa che da day mazmoon sara ya sar khoralai wai. “Zor kafan kash” mamoolan ter nawee behtera wee aw khalag arman pasee kawee.
Ka de yaw wakht per Karzai aw Ghani mazmoon likai, Karzai pa “Zara kafan kash” yadawalai say.