د تیر شوي بایسکل له نښې سره  پر نرۍ لار د هدیرې خواته روانه وه. د ټایر نښه پر پوټلنه مځکه داسې ښکاریده لکه زنځیر چې غوړیدلی وي.

اوریدلي یې و چې حکومت نشه یان خاورو ته سپاري. لار سره ورغله. د بایسکل د ټایر نښه سره ورکه شوه. ښځه یوه ګور ته ودریده چې شناخته یې ړنګه وه. شاوخوا یې پر پراخې هدیرې سترګې راتیرې کړې، چادري یې راښکته کړه، راوګرځیده.

د پولیسو د دفتر پر زینو چې ورخته پر زنګنو یې لاس کیښود. د پولیسو د مامور د کوټې دروازه پرانیستې وه، دې په ټیټ غږ پوښتنه وکړه:

-اول خان زوی مې، خدای دې نه کوي مړشوی؟

-په دې حوزه کې د چا د مړینې خبر په تیرو دریو ورځو کې نه لرو

د ښځې غاړې سره ورغلې:

-اول خان پرون هم نه و او نن هم نه شته

– چې کورته نه دی درغلی راپور به یې ولیکو چې پولیس یې وپلټي

-نه کور ته خو دا کال وشو چې نه راته

پولیس د میز له سره خولۍ راواخیسته، پر سر یې کیښوده:

-نو څه خبره شوې چې ورک دی؟

-اول خان به له نورو پوډریانو سره له پله سره و…

ښځې پرې کړې پرې کړې ساه واخیسته:

-کور ته مې نورو زامنو نه راپریښوده زه به هره ورځ له لرې ورته  دریدم چې ویې ګورم دا دوې ورځې کیږي چې له پله سره نه شته.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *