د يوې سرشمېرنې له مخې مسلمانان په نړۍ کي مخ پر زیاتېدو دي لامل يې دا په ګوته شوی چيعام مسلمانان فکر کوي زیات اولادونه را وړل ثواب لري، قران هم دا ویلي او رواياتو کي هم د هغو ښځو فضیلت ته اشاره شوې چي زیات اولادونه زېږوي.

زما خپله تجربه دا راښيي چي په مسلمانانو کي دا فکر رښتيا هم ډېر عام دی، ډېری مسلمانان پر دې باور لري او که په اقتصادي لحاظ هر څومره کمزوری ژوند لري بیا هم د اخروي ثواب په نېت دنیاوي ستړیا زغمي او له زیاتو نه د زیاتو اولادو زېږولو کوښښ کوي. ان له خپلو ملګرو که مي چا ته ویلي چي دا زیات اولادونه مه پيدا کوه، تر بحث او لازمې پوښتنې مخکي يې بس دا ځواب راکړی چي راوړل يې پر موږ او ساتل يې پر الله.

خو که دا خبره لیږ سره وشاربو چي ایا رښتيا هم الله د زیاتو اولادو امر کړی یا هم حدیثو کي رسول الله زیات اولادونه د فضیلت نښه بللې؟ نو تر ليږ اخوا دېخوا کېدو وروسته به د دې فکر لرونکی  هم دا حقیقت ومني چي ښکاره قران کي داسي شی نه شته او نه هم کره نبوي حدیثو کي دې لورته اشاره شته. له قرانه د پام وړ یو ټکی دا دی چي قران مکیان له دې امله غندلي چي ولي خپلې لوڼې وژني؟ الله پر دې ځمکه هم د دوئ او هم يې د اولاد لپاره د روزۍ انتظام کړی.(الاسراء: ۳۱) مګر يو شمېر کسان دا ايت یا د مکیانو پر عمل نیوکه ناسم ځای استعمالوي، په دې ايت کي د الله هدف هيڅکله دا نه دی چي ګواکي زیات اولادونه دي راوړي او یا دا ښه کار دی، بلکي هدف دا دی چي کوم انسان پيدا شي بیا يې په مختلفو بانو له منځه وړل ناروا او غیر انساني او غیر شرعي کار دی. اصلا له دې ايت څخه د دوئ فکر ناسم ليد لوري ته تللی چي بیا په عمل کي یې زموږ ټولنه له يو شمېر ستونزو سره مخ کړې ده.

په دويم قدم کي هغه ناسم او بې اصله روايات دي چي د زیات اولاد راوړونکي د خپل عمل لپاره پرې تکیه کوي. تر ټولو مشهور او لاس پر لاس کېدونکي يوه روايت ته مو پام غواړم:

” تَزَوَّجُوا الْوَدُودَ الْوَلُودَ، إِنِّي مُكَاثِرٌ الْأَنْبِيَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ “(مسند احمد: ۱۲۶۱۳)

ژباړه: مینه کوونکې او اولاد زېږونکې ښځې په نکاح کوئ، ځکه زه به په قیامت (په همدې زیاتوب) پر انبیاؤ فخر کوم.

 دا روايت په لیږ او زیات تغیر د حدیثو په مشهورو کتابونو کي راوړل شوی لکن د حدیثو د روايتي او درایتي اصولو موافق کره او صحیح نه دی. د ذکر شوي روايت په سند کي خلف بن خلیفه راوي دی چي د سند مدار يې پر همده دی، لکن دا راوي د باور وړ نه دی. د جرحې او تعدیل په کتابونو کي يې په اړه يو شمېر نظرونه نقل شوي چي د نوموړي باوريتوب يې له منځه وړی. محمد بن عبد الله بن عمار وايي: د حدیثو خاوند نه وو البته له دې سره-سره پروا نه کوي. ابو حاتم ویل چي صدوق دی.  ابو احمد بن عدي ویل: امید لرم چي د «لاباس به» مقام ولري خو له دې يې هم نه بري کوم چي په رواياتو کي يې تېروتنې نه در لودې، بلکي په يو شمېر رواياتو کي خطا شوی هم دی. بخاري په خپل صحیح کي ترې روايات نه دي نقل کړي او د امام حاکم په وینا مسلم هم يوازي د متابع یا شاهد په ډول ترې نقل کړی. د محدثينو دا څرګندونې د مزي په تهذیب الکمال او د ابن حجر په تهذیب التهذیب کي نقل شوې، زیات تفصیل دي هملته وکتل شي.

له دې بیانه ښکاري چي راوي کمزوری دی او باور پرې نه شي کېدای اوکه د«لاباس به» مرتبه يې ثابته وبولو هم یوازي په هغو ځایونو کي د اعتبار وړ دی چي شاهد واقع شي نه په خپله راسا د حکم ثابتونکی، څنګه چي دلته شاهد نه بلکي د يوې مسلې اثبات په همده کېږي نو د اصولو له مخې اعتبار نه لري.

د یاد روايت د شاهد په ډول یو بل روايت ابوداؤد او نسايي له معقل بن یساره کړی چي يو سړی رسول الله ته راغی وې ویل: يوه بانسبه او ښایسته ښځه چي اولاد يې نه کېږي غواړم نکاح کړم؟ رسول الله ځني منعه وکړه او درېيم وار يې ورته وویل: مینه ناکې او زیاتې اولاد زېږونکې ښځې نکاح کوئ زه به په تاسو فخر کوم.

لکن دا روايت هم کره او صحیح نه دی،د مستلم بن سعيد په نوم يو راوي يې حدیث پوهانو تر نقد لاندي نیولی چي د سند مدار يې پر همده دی، له دې امله ویلای شو چي روايت کمزوری، ضعيف او په مجموع کي د دلیل راوړلو وړ نه دی.

پاس مو د زیات اولاد را وړلو د هغې ديني جنبېحقیقت واضح کړ چي له امله يې مسلمانان د زیات اولاد را وړلو مینوال دي او وو. لکن له ديني اړخه هاخوا که د عقل په تله دا چاره وتلو نو زیاتې نیمګړتياوې او د نقد وړ ټکي لري چي بايد تر نیوکې لاندي ونیوله شي. زیات اولاد راوړل په طبي لحاظ مېرمن کمزورې کوي. د اولاد لازمې او سمې روزنې و تربیې ته نه پلار او نه هم مور لازمه پاملرنه کوي. زموږ د ټولنې چي زیاتره وګړي يې بې وزلي او یا هم د اقتصاد له مخې مازي ګوزاره کوي ټولنه له اقتصادي ستونزو سره مخي کوي چي دا اړخ يې بیا بل ناورین زېږوي. غلاوې، رشوتونه، کورنو ته اوښتل، ناسم کار و بار، د پورونو ځنډول، سود اخیستل او نوري شته ستونزې له همداسي ځایونو را پيدا کېږي چي تر دا مهاله د زیاتو اولادونو مینوالو دې ټکي ته پام نه دی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *