شونډه یې تر غاښ لاندې کړې وه، ګونډه یې په خاورو کې وهلې وه او چاقو یې د ونې ډډ ته نیولی و. زلمي پر ونه د زړه نښه جوړوله. چې ونه به یې لږ وکیندله ، ورپو به یې کړ چې ځای څومره ژور شوی دی.
جوړ شوي زړه ته څو ګامه لرې کړوپ ودرید. له ځان سره یې وویل « چې تک سور رنګ وای او اوس مې دغه کرښې سرې کړې وای».
سر یې لږ کوږ ونیو. د ایستلي زړه پورتنۍ کرښه څه کږه ورته معلومه شوه. چاقو یې راواړاوه. د ونې څنګ ته یې پر یوه کاڼي تیره کړ او بیرته د ونې ډډ ته کښیناست. پر چاقو یې زور وکړ. چاقو په ونه کې ننوت. د زړه کرښه ماته شوه. د ونې بل ډډ ته تاو شو. له پورې غاړې میږیو ونه توږلې وه.
د څپلۍ پر پونده د میږیو پر کتار وخوت، کوم میږي چې ژوندي پاتې شول هغوی له کتاره دې خوا هاخوا منډه کړه او ځیني یې د وني ډډ ته ورننوتل.
پای