عبدالوکسل سوله مل

د ما ښا م خړه لګیدلې وه ،همدا چې وړو قوما ندانانو د لوی قوما ندان په اما مت جمع وکړه ټول د لوی قو ما ندان د جګړیز مرکز وړې ودانۍ ته ورننوتل تر څو ټول لوی قو ما ندان ته دتیرو تودو جګړو حال بیا ن کړی او له هغه په دښمن د را تلونکوحملو لپاره دده په پلان و غږیږی ، لارښونې یی واورې او خپل وړاندیزونه او غوښتنې ورسره شریکې کړی ، خو لوی قو ما ندان لا خبرو ته خوله نه وه خلا صه کړې چې نا ببره دروازه ووهل شوه او د ودانۍ یو سا تونکی ټوپکوال دننه راننوت او لوی قو ما ندان ته مخا مخ نیغ ودرید او وی ویل:

ـ صا حب یو سپین ږیری را غلی غواړی تا سو وویني .

قوما ندان تندی تریوکړ،نیغ را پا څید او په غوسه یی وویل :

ـ سپین ږیری په دې توره شپه کې څه بلا غواړی ؟

ـ ټو پکوال هم وږې وغورځولې :

ـ صا حب نږدې و چې را نه غلبیل شوی وو ،له غوږه مې مرمۍ هم ورتیره کړه خو له لیرې ېې لاسونه پورته او په زاریو شو..

قوماندان بیا وغورید:

ـ  څه غواړی؟

ـ صا حب تا سو ته یی کوم عرض راوړی

ـ دڅه شي عرض؟ که څوک یی راسره په بند کې وي ، ورته ووایه چې خپل پلار مې هم وی نه یی خوشې کوم .

ټوپکوال په آرامه سره وویل:

ـصا حب موږ ته هیڅ نه وایی ،بس خپله خبره یی ټینګه نیولې چې خپل عرض یوازې تا سو ته وایی .

قوما ندان په میز پرته تو ما نچه یوې غاړې ته کړه امر یی وکړ.

ـ ځه رایی وله

ـ ټوپکوال شا ګرز په سپین ږیري پسې له خونې ووت او په دم ګړۍ کې  ېې نیغ د قوما ندان  مخې ته ودراوه ، سپین ږیرې چې له ډیرې غوسې ېې سترګې سرې را وتلې وې سلا م واچاوه . د سلا م په اچولو ټولو نا ستو کسا نو سپین ږیري ته لربر وکتل خو یوه هم د لوی قو ما ندان په ګډون د هغه سلام وعلیک نه کړ .لوی قوماندان لو مړی نا ستو قو ما ندانانو او وربسې ده ته وکتل او ویی ویل :

ـ څه خبره ده با با چې په دې توره خړه کې راغلی یی ؟

سپین ږیری د مخه ددې چې قو ما ندان ته عر ض وړاندی کړی نا ستو کسا نو ته لاس ونیو

ـ صا حب ددوی په مخکې مې خوله خبرو ته نه جوړیږی .

ټول د قوماندان په ګډون حیران دریا ن شول یو ه بل ته وکتل ، لوی قو ما ندان نیغ له چوکۍ را پا څید ، ژر ېې دی له لاسه را ونیو

دباندې را ووت .څو قد مه وړاندې یوه ګوښه ځای کې ودریدل ،قوماندان وویل:

اوس ووایه څه غواړې با با ؟

سپین ږیری چې لاسونه یی ریږدیدل او تندی یی له غوسې او شرمه نور هم ګونځې شوی وو په ورو وویل:

ـ زه مې زوی له تا غواړم

قو ما ندان جټکه وخوړه اونورهم حیریان دریان شوو  :

ـ زوی دې ؟

ـ هو صا حب

قو ما ندان په خندا شو او په ټوکه یی وویل:

ـ مړ که ژوندی؟

سپین ږیری له غوسې سور راواوښت ، په لوړ غږ یی وویل:

ـ کا شکې د خنځیر دمرګ زیری را کړئ

قو ما ندان بیا هم دهغه د درد او احسا س پروا ونکړه ټوکه یی اوږده کړه :

ـ چې خون یی را وبخښئ او پیسې را کړئ سبا یی مړی رانه په هدیره کې وغواړه .

سپین ږیری چې له غوسې اور اخیستی وو او ځمکې له شرمه ځای نه ورکاوه په لوړ غږ وویل:

ـ صا حب زه یی په بل چا نه وژنم پخپلو لاسو یی وژنم .

قو ما ندان د سپین ږیری د غوسې تر اغیز راغئ ،ټوکې ودرولې . مخا مخ هغه ته ودرید .په ولو یی لاس ورته کیښود :

ـ ولې څه غول یی خوړلي دي؟

ـ سپین ږیری   له شرمه نور هم ژیړ راواوښت په نیولي غږ یی وویل :

ـ خنځیر میرې ته لاس وراچولی .

قو ما ندان جټکه وخوړه ، غوږنه یی په لاسو کې ونیول او بې واکه په توبو سر شو :

ـ تو به ، توبه ،توبه

بیا یی لاړې په زوره تو کړی ،سپین ږیری ته یی مخ ورواړاوه :

ـ اوس چیرې دئ دا دله

سپین ږیری ژر له خولې ورووتل:

ـ له تا سره مجا هد دئ .

قو ما ندان سر ټیټ کړ،دی یی له لاسه را ونیو او نیغ بیرته خپلې خونې او نا ستو کسا نو ته را وګرځید . په را ننوتلو ېې ټول نا ست قو ما ندانان له ځا یونو را پورته شول .قو ما ندان په خپل ځای کښینا ست سپین ږیری ته یی مخ ورواړاوه او په لوړ غږ یی وویل :

ـ با با د زوی نوم دې څه دئ ؟

سپین ږیری په لوړ غږ وویل:

ـ جلات

د جلات د نوم په اورید ټولو یو بل ته سره وکتل . قو ما ندان په لوړ غږ وویل :

ـ دا د چا مجا هد دئ ؟

یوه تن په بیړه لاس پورته کړسپین ږیري ته ځیر او بیا یی وویل:

ـ صا حب له ما سره دئ .

سپین ږیری ته یی بیا لاندې  با ندې وکتل او په خندا او ټوکه یی وویل:

ـ با با ته خو ډیر ښه سړی راته ښکارې هغه خو ډیر چهار یا ب شرعی دئ خو په جګړه کې لکه مرمۍ داسې خوشي وي .

قو مندان بیا ودرید او په لوړ آوازېې وویل:

ـخو اوس با با په هغه پسې را غلی .

ددې خبرې په اوریدو هغه چې د سپین ږیری د زویسرګروپ و سپین ږیري ته له ځا یه را نیغ شو:

ـ با با څه په کوئ ؟

سپین ږیری له غوسې لاسونه ومروړل :

ـ وژنم یی په خپلو لاسونو

پخپلو لاسونو کلمې ته یی زور ورکړ:

ـ پخپلو لاسونو ېې ټوټه ټو ټه او سیند ته یی اچوم .

دده په دې خبره او غظب ټول قو ما ندانا ن ببر او له حیرا نتیا په خپلو ځا یونو کې سریښ شول . مشر قو ما ندان له ځا یه پورته بیا یی دهغه په ولو لاس کیښود :

ـ زه دې د غوسې اور وینم خو با با هغه به نه زه وژنم او نه ته

سپین ږیري له غوسې چیغه کړه :

ـ نو چې نه ېې ته وژنې او نه زه په چا یی وژنې ؟

قو ما ندان هم غږ لوړ کړ

ـ دده په څیر په مورغودو او خور غودو ښمنا نو یی در ته وژنم ، خو مخکې ددې چې هغه ووژني ده به دډیرو مور ډډه کړی وی.

خو سپین ږیری لکه بیده چې وی او هیڅ څه یی نه وی اوریدلی بیا قو مندان ته په زاریو شو :

ـ سوال درته کوم چې خنځیر مې لړه کړ په دې سپینه ږیره زه درسره ټوبک اخلم خو دخدای روی وګوره د خلکو خولې ته مې مه ور اچوه . تر هغې چې دی مری زه په د خلکو له پیغورو نو وسیزل شم.

د سپین ږیری د غوسې او د زوی دمرګ هوس نا ست کسا ن نور هم هک پک کړل ، یوه دستی وپو ښتل :

ـ دی لعنتی څه کړی اخر

سپین ږیری له شرمه سترګې تيتټې وا چولې ، د هغه په ځای لوی قو ماندان په ورو ځواب ورکړ:

ـ له میرې سره ېې په زور زنا کړې

دې خبر ټول وترهول ټولو غو ږونو ته لاسونه وروړل او په تو بو شول ،  څه شیبه ټول غلی شول خو لوی قو ما ندان چې د سپین ږیری د خبرو د اغیز لاندې و ټولو ته مخ ورواړاوه او ویی ویل:

ـ څه وا یا ست ؟ سړی په لاس ورکړو ؟

هغه چې د سپین ږیری سرګروپ وو نیغ ودرید او د مخا لفت آواز یی او چت کړ :

ـ نه صا حب

لوی قو ما ندان وپو ښت:

ولې ؟

هغه ژر د خپل مخا لفت پخلی وکړ:

ـ صا حب هغه دا سې زړور مجا هد دۍ چې د مرمیو په باران کې مڼدې وهي .

ده لا خبره نه وه خلا صه کړې چې بل تن ېې په ننګه وویل :

ـ صا حب که رښتیا را با ندې وایی زموږ اصلی جنګیالی ټول همداسې پدر ازاره او مادر آزاره دي که داسې هر یو دومره زر خپلو پلرونو ته ور وسپارو دا سې سختې جګړې په چا کوئ !

لوی قو ما ندان چې ددوی استدلال ترې وار پار خطا کړبیا سپین ږیری ته وروکتل:

ـ اورې؟  دوی ټول ر ښتیا وایی ، نه یوازې زموږ ښه جنګیا لی همداسې پدر ازره او مادر ازاره دی زموږ د دښمنې غاړې ښه جنګیلی هم له موږه بدتر دي .

سپین ږیری چې د غچ اور سوزاوه له غوسې ځا ی په ځای را تاو لاړ او راغئ :

ـ هغه چې پخپل مور اړ نه دئ د نورو د میندو او خویندو څه پروا لري

بیا یی بې اختیاره چبغه کړه:

ـ ولې د مسلما نا نو میندې خویندې به بدرنګوئ ؟

لوی قو ما ندان بیا په ډاډ ورکولو شو:

ـ  بس کړه نور با با درته ومې ویل چې بیغمه شئ ډیر ژر به د بې ننګه د مرګ خبر واورې ،هسې هم په اول خط کې دئ خو مخکې له دې چې دی مړشي با ید د ځا ن په شا ن یو شل حر موني خو را ته ووژني

واړه قو ما ندان یی په ننګه وویل :

ـ هو کنه د حرمونو جګړه  به په حر مونو ګټې

په دې خبره ټولو په کټ ،کټ وخندل .

لندن ، د ښپې لس بجې او دیرش د قیقې

د ۲۰۱۳ میلادی کا ل د دیسمبر ۲۸

One thought on “زړه ور سرتیري/ ع.سوله مل”
  1. سوله مل صا حب ستا سو لیکنې مې ډیرې خوښیږې ځکه چې تا سې یې په یو ځانګړې ډول لیکی چې ځانګړی خوند پکې دی.خو
    الله (ج) دې وه اسلم وطنجا ر ، قا د ر ډګروال ، امین او نورو کمو نیستا نو ته جزا ورکړې چې زموږ ډیر ښه او قانونې حکومت یې ړنګ او خپله یې د ما رکسیزم لیننیزم بیګا نه او غیر قا بل تطبیق نظا م وارد او ګران هیواد یې انا ر شې ته برابر کړ چې په نتیجه کې موږ دنړی یو ریخشندې ملت وګرځیدلو او ګران هیواد په ټوله نړی دبدو او منفې کا رونو لومړی د رجه وګټله. لکه څنګه چې سوله مل ورور لیکلې دې داسې پیښې ډیرې موږ لیدلې او اوریدلې دې. او خدای دې جزا (۱۵ سنې اوشیعه تنظیمونو ) ته ورکړې ځکه دویمه درجه دهمدوی ده او دریمه درجه دملا ما دومر او ځلورمه د کرزې ده. د ګرا ن هیوا د دبر با دی داتلولی ها رونه با ید دهمدوی په غا ړه وځړ ول سې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *