(زړه وزړه ته څه وايې) دا کتاب څو ورځې وړاندې د ٢٠٠٠ټوکه په تعداد چاپ شو.

ددغه کتاب چمتو کوونکى ځوان ليکوال اوتکړه خبريال ښاغلى ثناءالله مخلص دئ.

په دې کتاب کې د سلګونو شاعرانو څلوريزې او بيتونه ځاى پرځاى شوى،چې دا لومړى ځل دي چې په لوى کندهار کې داسې يو کتاب چاپيږې،چې د شاعرانو څلوريزي او بيتونه پکې خوندي،او د مينوالو تر لاسه دي ورسيږي.

ښاغلى مخلص ددې کتاب د چاپ د ضرورت او د خلا د محسوس په اړه وايې((ددې کتاب خلا مې هغه وخت محسوس کړه،چې کله به مې په غونډو کې وياندويې کوله، زيات وخت به د شاعرانو د څلوريزو او بيتو له مشکل سره مخ وم،مخلص وايې زه په کورکې ١٥٠٠کتابو په شاوخوا کې يو کتابتون هم لرم زيات وخت به نورو ملګرو چې کله بې وياندويې کوله او يا هم په رسنيو کې وظيفې درلودې،د شاعرانو د څلوريزو او بيتو غوښتنه کول))

په دې کتاب کې د لوى کندهار د شاعرانو سربيره د افغانستان د نورو ولايتو د شاعرانو څلوريزې او بيتونه هم را اخستل شوى دي.

زړه وزړه ته څه وايې ددې کتاب بازار زيات ګرم دئ او له کتاب پلورنځيو څخه يې زيات کسان اخلي،ددې کتاب ځيني مينوال وايې،چې دا کتاب په دې خاطر خوښوي،چې د يو ځانګړى شاعر شعرونه پکې نشته ،بلکي د سلګونو شاعرانو شعرونه پکې شته،د مينوالو په خبره يې چې د دوي د ذوق مطابق څلوريزي او بيتونه پکې لوستلاى شي.

دياد کتاب چمتوکوونکى ښاغلى مخلص وايې،چې دا کتاب زيات مينوال لري او زيات نور خلک ورڅخه غوښتنه کوې،چې داسې يوبله ټولګه هم برابره او چاپ کړې،خو ښاغلى مخلص هم وايې،چې په نږدې راتلونکې کې به بله داسې ټولګه هم د چاپ تر سرحده ورسوې.

ښاغلى مخلص زياتوي،چې د څلوريزو په کتاب کې يې توازن مرعت کړى،د ځوانو شاعرانوترڅنګ پکې د خويندو څلوريزي او بيتونه هم را اخستل شوى او کوښښ به وکړي،چې په بل همداسې کتاب کې د افغانستان د نورو ولايتو د ښيځنه او نارينه شاعرانواوشعرونه را واخلې .

ثناءالله مخلص ليکوال او ژورنالست دي،د خبريالۍ په جريان کې يې ځيني نور کتابونه هم چمتو کړې ،چې له جملې يې يو بل کتاب چې نثر دي ((مرکې او څيرې)) نوميږې،چې په دې کتاب کې مخلص صاحب د راډيو او اخبار لپاره له استادانو ليکوالانو او شاعرانو سره بيلابيلې مرکې کړې دي،داکتاب يې هم دچاپ لپاره د مطبعې په واک کې ورکړى ،مخلص وايې چې مرکې او څيرې کتاب به هم ډېر زر چاپ شي او د خپلو مينوالو لاس ته به ورسيږې.

1مينوال کولاى شي دا کتاب افغانستان له سترو کتاب پلورنځيو څخه يې ترلاسه کړى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *