سلطان عزیز عزام

غټه کورنۍ چرګه چې پښې يې ورته په سره ټوټه تړلې وې په غېږ کې يې کلکه نيولې وه. زر بي بي ترور مخکې ، او په زر تارو جوړه ټوکرۍ په سر څادري کړې ښځه ورپسې روانه وه،ماترې لار چپه کړه، راغږ يې کړ:
واه د آجي زويه!ستړې مه شې،څنګه په ډډه تېر شوې؟پلار ته دې خداې اته واڼه جنته ورکه آغه خو دومره بې مينې نه و .
بېرته وروګرځېدم،
ترور ته ستړې مه شې .
بې بچو مه شې زويه، دا تاسو ولې دسې بې مينې شوئ؟نه پوښتنه، نه اېږنه، دا ولې، دا ؟
څادري کړې ښځه څو قدمه وړاندې ودريده .
زر بي بي ترور په يوه لاس زما سر راټيټاوه چې ښکل مې کړي،چرګه يې له غېږې پرېوته،وزرونه يې وټپول خړ ګرد ترې پورته شو، ژر مې ورته راونيوله په غېږ کې مې ورکړه،
ترورې کومه خوا له خیره؟
ځو کنه، اغه د ماه ګلې نوسې شوی ومبارکۍ ته ورځو، اوبل د پکيري اجي اینګيندو دې جلۍ ته ډوډۍ کړې ده الته به م سر ورښکاره کو.
ما دسترګو لاندې څادري کړې ښځې ته ورولېدل ژر مې مخ راو ګرځاوه،ترور مسکۍ شوه :
زويه لکه چې ودې نه پېژنده؟ښاپېرۍ ده کنه
ماته يي وار رانه کړ د اوږد اسويلي په ملتيا يې خبره وغزوله :
هۍ ښاپېرۍ اوس هغه پخوانۍ ښاپېرۍ چرته ده په قسمت دې اور پورې شي ، اغه اوښيارانو رشتيا ویلې چې،کبر نه کۍ نه خوارېږي .
زر بي بي ترور زموږ د کلی د ملک خدايداد ښځه ده،چې يو ځل په خبرو راشي بيا دې ترې خداې خلاصوه، په کلي کې چې کومه ښځه ډېرې خبرې کئ؛ نو بله به ورته وايي :ځه خواري سمه زربيبي يې .
زه هم د ځان د خلاصي په فکر کې وم چې لور يې راغږ کړ:
مورې راځه کنه چې ناوخته شو.
مام موقعه مناسه وګڼله
ځه ترور لار ده دستي دې په مخه ښه شه ،
په تلو تلو کې بيا هم پښه نيولې شوه،مخ يې راواړوه :
زويه مور ته به دې زما ډېر ډېر سلام کوې!
نوره مې خبره ورغبرګه نه کړه، مال بيا په غم اوړم ، روان شوم فکر يوړم ،د ښاپيرۍ پېغلتوب راياد شو،ښاپېرۍ يو وخت په ټول کلی کې د حسن نمونه وه،دجونو مېره وه، د کلي هر واده به ددې د چمبې په ګړزار او ګودر د شوخې خندا په کړسار ګرم و، ډېر ځوانان ورپسې لېوني و،د کلي ډېرې کورنۍ يې غوښتونکې وې،خو پلار به يې په لويي دا خبره کوله چې : زه مې په ټول کلي کې سيال نه وينم ډېرو خلکو پرې جرګې، مرکې وکړې خو مه دې شه .
د ښاپېرۍ د همزولو اوس زلمي بچي ګرځي،دا زړه پېغله اوس څلوېښت کلنه ده، اوس ځوانانو نه غوښتله، څو مياشتې وړاندې يې پلار د پورې کلي پنځوس کلن کونډ لال مامد ته ورکړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *