3 برخه جحدر: ای اميره! زه د يو ساعت نه ستا د اطاعت په دائره كې ولاړ يم ، څنګه چې دې زړه غواړي، ما و ازمايه، زه تيار يم. حجاج: مونږ به تا د يو وږي زمري مخې ته ودروو، له تا سره به د يوې تورې نه سوا بل څه نه وي. كه زمري ته ټكړې ټكړې كړې، نو ته به خپل انجام ته ورسېږې او كه تا هغه وواژه، نو مونږ به دې معاف كړو. حجدر: الله دې د امېر سره ښه وكړي! مطلب دا چې د معافۍ او د خلاصې څه لاره پيدا شوه. حجاج: دومره د خوشاله كېدو حاجت نشته. ستا خوش فهمي له حده وتلې ده، ډېر ژر ستا مقابله د يو وږي زمري سره كېدونكې ده. حجاج امر وكړ چې جحدر زندان ته واچوئ. او تاكيد يې وكړ چې ډېر خونكاره زمری دې دوه درې ورځي وږی وساتل شي چې د حجدر مقابله وكړي…… بيا هغه ورځ راورسېدله چې د وړوكې كوپړۍ والا يو سړی د زمري سره د مقابلې دپاره ميدان ته وځي. دغه ورځ د عام معمول نه ډېر ه ګرمه وه، ميدان داسې جوړ شوی و چې په ځمكه كې كنده كېندل شوې وه، څلور اړخ ته ترې مضبوط ديوالونه وهل شوي وو، دوه دروازې يې ويې يوه دروازه د زمري د داخلېدو وه او بله د جحدر د ننوتلو دپاره. حجاج د خپلو وزيرانو، اميرانو او نورو مشرانو سره يو ځاى د دې مقابلې د ليدلو دپاره راغلی و، عام خلق هم د ډېرې ګرمۍ باوجود راغلي وو۔. د خلقو په زړونو كې د جحدر لپاره سخت نفرت و، خو د دې سره سره كله چې به هغوى ته دا خيال راته چې اوس به دی د يو وږي زمري سره مقابله كوي، نو د جحدر سره به يې خواخوږي پيدا شوه. حجاج د مقابلې د شروع كېدو اعلان وكړ، د زمري د پنجرې دروازه خلاصه كړی شوه، زمری په ډېر شدت او غراري سره ميدان ته داخل شو، هغه له لوږې ناقراره و، په ميدان كې يې يو خوا بلې خوا منډې شروع كړې. دا ډېر غټ زمری و، سر يې هم ډېر لوى و، خوله يې پرانستې وه، د هغه اوږده اوږده خونكاره غاښونه بهر راوتي وو، د سترګو نه يې د غصې سكروټې غورځېدلې، خلقو ته دا يقين و چې په څو لمحو كې به د جحدر جسم ټكړې ټكړې شي۔. حجاج بله اشاره وكره ، د جحدر دروازه خلاصه كړی شوه، د جحدر د بدن زياته حصه بربنډه وه. په لاس كې يې توره وه هغه د حجاج مخې ته راغی او خپل سر يې اوچت كړ، توره يې وخوزوله او په پوره قوت يې وويل: أَعَزَّ اللهُ الْأَمِيرَ ….هٰذِهِ سَاعَةُ النِّهَايَةِ، فَهَلْ أَنَالُ عَفْوَكَ إِنِ انْتَصَرْتُ؟ ’’الله دې امير عزتمند كړي، دا د پای ساعت دی، كه زه كامياب شم زما دپاره معافي شته؟‘‘ حجاج: هو! كه ته لاس بری شوې، نو تاته معافي شته۔. سپاهيانو جحدر ميدان ته ورټېل وهه، هغه ميدان ته بې له كومې وېرې داخل شو، داسې ښكارېده، لكه هغه د كومې هوسۍ ښكار ته روان دی، كله چې زمري وليدل چې يو انسان ميدان ته راغی، نو وغړمبېده، د حاضرو كسانو زړونه ورپېدل. د ډېرو باتورانو په تندو خولې راماتې شوې، د وېرې له وجې ډېرو بهادرانو خپلې سترګې بندې كړې. بل اړخ ته جحدر په ډېرې د لېرۍ د زمري په طرف ورروان شو او زمري ته يې په خطاب كې دا شعر ووايه: لَيْث وَ لَيْث فِي مَجَالٍ ضَنكٍ كِلَاهُمَا ذُو قُوَّةٍ وَ سَفكٍ ’’دواړه زمري په يو تنګ ميدان كې دي. دواړه زمري ډېر طاقتور او خونكاره دي.‘‘ خلق حيران وو، جحدر د توقع په خلاف د زمري په طرف ورروان شو.
هلته زمری ښه په زور وغړمبېده. زمري چې وليد چې د هغه په طرف ورروان دی، نو ورټوپ یې كړ، جحدر هم تيار و، فورًا په څنګ شو او سمدستې يې په زمري حمله وكړه، زمری پاڅېده چې د تورې ګذار پرې ولګېد، ګذار اګر كه ښه زورور و خو وژونكی نه و، زمري شاته ټوپ كړ. د زخمي كېدو په وجه هغه هغه مسلسل غرېده، د هغه د بدن نه د وينې فواره خوټېدله، هغه په ډېر خطرناك اندازه كې خپله خوله پرانستله، د هغه خونكاره غاښونه نور هم تېز شول، هغه په جحدر باندې د حملې دپاره راتاو شو، جحدر د برېښنا د پړق په شانې ورمخې ته شو او په څټ يې داسې ګذار ورخلاص كړ چې د زمري سر يې پرې شو او د څټ سره زوړند شو.
زمری په ځمكه وغورځېده. خلقو د تكبير اسمان څېروونكې نارې پورته كړې او د جحدر سره د هغوى نفرت په مينه بدل شو. تر هغه وخته چا داسې زړور سړی نه وليدلی. خلقو وويل: كاش! ددې سړي بهادري او ستر قوت د قتل او شوكمارۍ په ځاى د نېكۍ او ښېګنې په كارونو كې استعمال شي. جحدر د خپل مخ نه خوله وچه كړه. او د حجاج په طرف روان شو، خپل لاس يې ور اوږد كړ، حجاج پاڅېده او لاس يې ورسره ميلاو كړ۔. او ورته ويې وويل: مَا أَشْجَعَكَ يَا جَحْدَرُ! ’’حجدره! ته څومره زړور يې!‘‘ زه تاته دوه اختياره دركوم يا خو ته معزز او د احترام وړ شه او زما سره پاتې شه او يا په دې شرط يمامه ته واپس لاړ شه چې اينده به په چا ظلم او زياتی نه كوې. جحدر ته معلومه وه چې حجاج د خپلې وعدې پابند دی. هغه وويل: زما د پاره غوره دا ده چې زه له تا سره پاتې شم او ستا خدمت وكرم. زه له تا سره وعده كوم چې نور به زما توره او زما قوت د باغيانو او د ا سلام د دشمنانو په خلاف استعمالېږي. حجاج د هغه خبره ومنله، جحدر هم د زړه نه توبه وېستله، اوس هغه ډاكو نه و، بلكې د خلقو د ځان، مال او ابرو حفاظت كوونكی شه، هغه خپل تعلق د رب تعالٰى سره ونښلاوه او خپل ژوند يې په لمونځ، روژه، تهجد او جهاد في سبيل الله كې تېرول شروع كړل.¡
(البداية والنهاية: 125/9، تاريخ مدينة دمشق: 149/12.)