زموږ په ټولنه کې یو بد عادت دا دی چې ډیر کله له قانون او اوصولو سرغړونکي د زړور او شجاع صفت ګټي او اصولو ته پابند کسان د ډارن او محافظه کار. که څه هم هر یو د قانون او اصولو تابعدارۍ ته ځان ژمن بولو، خو چې د تطبیق ځای راشي نو هڅه کوو چې په یو نه یو ډول ځان ترې متسثنا کړو.
همدا نن یوه خبریال ملګري مې کیسه کوله چې یوې دولتي ادارې ته د مرکې لپاره لاړم، د ریس درواې مخې ته لسګونه کسان عریضې په لاس راټول وو، هر یوه یی د مخکې کیدو هڅه کوله، ما لا له دوی سره د ستونزې په اړه خبرې نه وې پیل کړې چې یو ملګري راباندې غږ کړ، کتل مې چې هغه سره هم عریضه ده، ویې ویل ته خو به له ریس صیب سره ګورې که زما دا عریضه هم وروړاندې کړې.
دې خبرو په دوو کې حیران کړم، له یوې خوا دې کار سره د ولاړو کسانو حق تر پښو لاندې کیده او له بلې له اصولو سرغړونه وه. ملګري ته مې وویل، ته هم دې نورو غوندې په کتار کې ودریږه، حتمي نوبت درځي بیا په وار سره دې عریضه ورکړه.
زما دې ځواب ورته خوند ورنکړ، په وچو الفاظو یی راته وویل چې ژورنالستان خو ډیر زړور وي خو تا غوندې بې زړه او محافظه کار سړی مې نه وو لیدلی.
ښايي د هغه خبره به پر ځای وه، ځکه په رښتیا هم ځیني اشخاص له خپل نامه او موقفه دا راز سرغړونې په ډير جرت کوي، ځینې خلک یی ستايي هم او لا یی هڅوي، خو هغه چې د اوصولو پيرو وي، بیا نه چاته ښه ښکاري او نه یی څوک ښه بولي.
د خبریال ملګري دې خبرې زه هم هغه غوندې په دوو کې پاتې کړم، چې قانون ماتونکي څه وبولم، زړور که مجرم؟