کله چې د يوه ملت او ټولنې مشران د غفلت په بړستن کې خوب یوسي، نو ملت به يې تل له بدبختيو او ستونزو سره مخ وي.

په هيواد کې موجوده نظام د راتلو پر سر ډېرې ناندرۍ تېرې شوې، د یوې سيمې مشران د يو او بل په ټيم کې موجود و، خو دا چې بیا ټاکنو اوازې تودې دي.

۱۳۹۵ ل کال  د تلې میاشت کې به د ولسي جرګې لپاره ټولټاکنې کېږي او د ولس په رايو به نوماندان د ولسي جرګې تر چوکيو پورې رسېږي.

غزني درانه مشران سر له اوسه د ولس د ستونزو د اورېدو په موخه غزني ته راغلي دي، کور يې ودان، چې دوی ولس ته مراجعه وکړه.

دوی به د ولس ستونزې تر ریس جهمور او اجرايه رياست تر دفترونو ورسوي او په اړه به يې جمهورريس او اجرايه ريس تصميم ونيسي.

داسې ښکاري لکه په غزني کې چې نور کله خير خيرت و، خو اوس پکې ستونزې ډېرې شوې او زموږ مشران چې څنګه خبر شوي دي، نو ټول مهم کارونه يې تر شا پرې ايښي دي او په بېړه غزني ته راغلي دي.

زه د دوی راتګ ته ښه راغلاست وايم، هر کله دې خدای راولي، موږ د خپلو مشرانو قدر کوو، خو هغه څه چې دوی د غزني د ولسونو لپاره کړي دي، د هغې لنډه يادونه وکړم، ځکه چې په خدمت سترګې نه پټيږي.

لومړی د غزني په ټولو ادارو کې زموږ برخه خواره يا هيڅ موجوده نه ده، همدغه ډول په غزني کې د پوهنې رياست دی، چې پښتون ریس دی، زه پرې خوشاله يم، خو همدغه پښتون ريس ټول ولس هېر کړی او په يوه ډله پورې يې ځان تړلی دی.

په ولسواليو کې هم ورته لوبه روانه ده، د ولسي جرګې په مخکينۍ دوره کې زموږ د سیمې دوه تنه وکيلان موجود و، چې هغه مهال يې د غزني ځورېدلي ولس ته هيڅ خیر ښېګڼه رسېدلې نه ده.

د ولسي جرګې په اوسنۍ دوره کې چې د يوه قوم يوولس تنه وکيلان موجود دي، زموږ په درد يې د درمل پټۍ ايښي نه ده، نو همدغه مشرانو مو ددغه زخم درد لا زيات کړی دی.

ځکه دوی چې کله د واک چوکۍ تر لاسه کړي، نور نو په ساړه خوب ويده شي، کله چې ټاکنو وخت رارسېږي، دوی هم له خوب څخه بیدار او غوږۍ روښانه کړي.

کاشکې دوی له تېرو بې اتفاقيو درس واخلي، کاشکې دوی د راتلونکې لپاره د ولس د خدمت کول د اجنډا په لومړي مخ کې ونيسي او عملي ګامونه واخلي.

کاشکې دوی د خپلو خلکو د هوساينې لپاره مټې رابډوهي، کاشکې دوی د غزني په اداري تشکيل کې د خپل قوم د تلف شوي حق پوښتنه وکړي او انډول مراعات کړي.

کاشکې دوی   له ګوندي ګټو تېر شي او يواځې خپل ولس ته خدمت وکړي، ولس له ټولو چارواکو او وکيل صاحبانو نه ازموينه اخيستې ده، نور دوی د چا په غوړو وعدو نه تېروځي، ولس له هغه چا سره دی، چې د خبرې او ژمنې تر منځ يې واټن موجود نه وي.

داځلې که ولسي جرګې ته د ملت رښتيني استازي لار ومومي، په ټاکنو کې شفافیت رامنځ ته شي، په ټولو سيمو کې ټاکنې يو ډول تر سره شي، نو هغه مهال به ولس بیا خپل رښتيني خدمتګاران تر ولسي جرګې پورې ورسولی شي.

دولت ته په کار دی، چې که د راتلونکو ټولټاکنو امنيت تامين او هر څوک په ټاکنو کې د خپلې رايې کارولو جوګه وګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *