اودلی ارین –
نن سبا په پاکستان کی یو وار بیا د ازادی مارچاو انقلاب مارچ تر نامه لاندېیوه نوې ډرامه روانه ده او د دغه موسميډرامې مقصد په وزیرستان کې روان د ترهګرۍ او ترهګر په نامه د بې کوره شوو خلکو ((ای ډي پیز))ستونزې او د ضرب عضب په نامه په پوځي عملياتو کې د پاکستان د پوځ پښتون دښمنه کردار تر خاورو لاندې کول دي. تر یو میلیون زيات پښتانه بې کوره او بې ګوره شول او د پښتون وطن لوټه له لوټې سرهووهل شول… او بلې خوا ته په بلوچستان کې روان د بلوڅو ځوانانو برمته کول او د بلوڅو پر کورونو روان عمليات د ازادی مارچ او انقلاب مارچ په دې ډرامه کې تت شول.. او ډېر ژر به دغه ډرامه موجوده حکومت ته بې له څه ضرره خپل منطقي انجامته ورسيږي. دا څه نوې خبر نه ده. لوبه هغه پخوانۍ ده خو طریقه یې ور بدله کړېده. یعني”خر هغه دی بس کته یې بدله ده”. په نوي بوتل کې زاړه شراب دي ((اولډ وائن ان نیو باټل))…… که چیري موږ د پاکستاني سیاست پر تاریخ یو نظر واچوو نو دا خبره به راته ډېر ژر څرګنده شي چې پاکستاني اسټبلشمنټ ((پوځ او استخبارات)) به پخوا په پاکستان کې پر را ګیر شوو قامونو او د هغوی پر وسايلو قبضه کوله … هغوی يې له خپل واک او اختیاره څخه د لرې ساتلو او د خپل استعماري مقاصدو د سر ته رسولو لپاره له بېلا بیلو قوتونو مرسته اخستله. د مثال په توګه، د پښتون نیشنلزم د وهلو لپاره يې اول د پښتانه په ټولنه کې مُلا د جماعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې، سمیع الحق ډلې، او بیا جماعت اسلامي ته د هغوی د مورال پورته کولو لپاره په پښتي ټولنه کې اقتدار ورکړی او هر تعلیم یافته، افسر، ټېکدار، بیوروکریټ، او پښتون ډاکټر او انجينر به د خپل پوسټنګ او ملازمت لپاره مُلا ته مات وو. هم دا رنګه يې په دې لا زړه سوړ نه شو او بیا يې د پښتون نیشنلزم په بشپړه توګه د له مېنځه وړلو لپاره تر ټولو خطرناک قوت…. لاهوری تبلیغ…. ډیر په شدت سره په پښتي ټولنه کې رامنځ ته کړی چېدا ډولټول پښتون قام په ځانګړې توګهد انقلاب سرخېلان یعنيځوانان د “دین لاهوري”په هیروینو/نشو اخته کړل. او هم داسې يېټول پښتانه په ذهني او سیاسي توګه ” خصیان” کړل. او په اخر کېيې د طالب غوندې قوت ر ا منځ ته کړ چې هغه بیا ټول پښتون قام په نړۍ کې د یو ترهګر، او جاهل قام په توګه مشهور کړ. ورسره ېې پښتنيټولنه، د هغې اقدار، پښتونواله، مشران او پښتون ملتپالنه په خاورو ولړل. هم دغه لوبه پاکستاني استخباراتو او پوځ له سندي، بلوڅ، سرایکي او بنګالي قامونو سره په بېلا بیلو شکلونو وکړه.
له بلوڅو سره لومړی د سردارونو او نوابانو په شکل کې، او نن سبا د تبلیغ، مُلا او فرقه ايز قوتونو له لارې د بلوڅو د غلامۍ زنځیرونه را ټینګوي، او یو آزاد خياله بلوڅ ټولنه په تندروه او مذهبی ټولنه کې د بدلولو لپاره کار پیل شوی دی. که دا حال وو نو هغه د چا خبره چی…”بیا ما مړ وبله”…. د سنديملتپالنې د ځپلولپاره هم پاکستانيو برلاسو قوتونو اول د پیپلز پارټۍ مرستهتر لاسه کړه او بیا يې د متحده قومي موومنټ ((ایم کیو ایم)) په شکل کې د سنديانو د کراچي قیمتيځمکه، ساحل او وسايل، د کراچي سمندر او ټولې صوبې واک او اختیار …اردو ژبوپه ځانګړې توګه ایم کیو ایم ته ورکړ. نن سندیان پر خپل وطن او خاوره واک نه لري. په پنجاب کې د سرايکي قام د ځمکې او وسايلو د نیولو او د سرايکانو غلامۍ ته د دوام ورکولولپاره هلته لشکر جنګوي، لشکر طیبه، جیش محمد او داسې نور قوتونه جوړ کړل چی د هغوی له لارې په جنوبي پنجاب کې فرقه واريت یعنی شعیه او سُنی مسلکه مسلمانان په خپل منځ کې وجنګوي. دا هر څه د دوی لپاره بس نه وونو ځکه په چاوڼۍ کې ناست واکدارانو د سیاست په ډګر کې دا مات ګوډ جمهوریت هم ځان او د ځان د ګټولپاره خطر وګڼی. او هم داسې چېپه ۱۹۴۷م کال کې پاکستان جوړ شو… نو…نهه کاله “۹ ” دا فیډریشن د اساسي قانون ((آيين)) پرته وچلېدی. آيينیې جوړېدو ته نه پرېښودی. او بیا د پوځي واکمن ایوب خانه راواخلې د پرویز مشرف تر وخته پورې، په دې هیواد تر ۴۰ کالو پورې پوځپر واک قبضه کړې وه. او د دې کار لپاره به پاکستاني پوځ او د هغه جاسوسي ادارو د خپلوګرین هاوس ((زرغونو کورونو)) په ګلدانيوکې تش په نامه سیاستوال را پيدا کړل او بیا به يې د هغوی له لارې د جمهوري حکومت د له مېنځه وړلو لپاره بېلا بیلې پلمې کوي. خو، د د ۱۱م سپټمبر ((ناين الیون)) تر پيښې وروسته… نن نړۍډیرتغیر کړی دی. په پاکستان کې دننه هم خلګ اوس تر پخوا باشعوره شوي دي….خو…. د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې نن هم توبه نهکاږي. خلګ په دې پوه شوي چې په واک کېد راتګ لپاره پوځ ته ځینې سیاسيګوندونه پکاروو، ځکه هغه سیاسيګوندونه لکه مسلم ليګ نواز، پیپلز پارټۍ او یا بیا مذهبيسیاسي ډلې په څرګند ډول د پخوا په شان دخپلو زړو بادارانو ملاټر نشي کولای. ځکه پاکستانيپوځ اوجاسوسي ادارو د جمهوریت د کمزوري کولو لپاره د پخوا په شان د پښتون، بلوڅ، سندي او سرایکيغلامۍ ته د دوام ورکولو… او له اصلي ستونزوڅخه د خلګو د سوچ اړولو لپارهد انټرنیت، ټیکنالوجی او ګلوبل ویلج ((نړيوال کلي)) په دې نړی کې د غلامۍ نوي زنځیرونه د پاکستاني عدلیه او رسنيو په شکل کې را منځ ته کړي دي… همدا ډول د مذهبي قوتونو د متبادل په توګه نوې څهرهد طاهر القادری ده، او د سیاسي تش په نامه آزاد خياله او د ځوانانو لپاره د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحريک انصافګوند را منځ ته کړ… په تیر حکومت کې د ازاد عدلیه او ازاد میډیا تر نامه لاندې دغه لوبه روانه وه… او نن د طاهر القادری، عمران خان او شيخ رشید غوندې قوتونوله لارې یو خو سیاسي او جمهوريګوندونه بلېک مېل ((حق السکوت)) کوي او بلې خوا ته په پاکستان کېد راګېر شوو نورو قامونو حقیقي ستونزې لکه د وزیرستان عمليات، د بلوچستان مسله او په سند کې برمته شوي سیاسيان او د پښتون، بلوڅ او سندي قامي سوال، قامي مسایل د خلګو له نظر څخه د پټ ساتلو د ناکامو هڅو او سازشونه پرته بل هيڅ نه دي….خو…بلې خوا ته د پښتون، بلوڅ، سندي او نورو قامونو…قامی تحریکونه هم نن د دې سیاسيډرامې په نرغه کې راګیر دي او په نتیجه کې هغه د خپل واک او اختیار پرځای د اسلام بي بي ((اسلام آباد))، د پښتنو خويندومېندو د ناموس او عزت پر ځای په اسلام بي بي ډېر پریشانه ښکاري. په خاصه توګه د باچا خان د” انغري” او د خان شهید د “انغري” مالکان او د پښتون قامي تحریک دغه دوه معتبر” ټبرونه” په خپل منځ کې د اتحاد او د پښتون قام لپاره د يوې شريکې تګلارې پر ځای کله د سند د پاکستان پيپلز پارټۍ لمن نيسي او کله بیا د پنجاب د نواز شریف.
درنو سياستوالو سلامونه ،دپښتونخوا دټولو سياسی ګوندونو څخه هيله کيږی چي دنويو دسيسو په وړا ندی خپل دريځ معلوم کړی،زه فکر کوم چي دا سل کاله اوږد تاريخ د يوی قوی او با نفوسه متحده جبهه دجوړيدو توان موندلی وی چي وکولای دخپلو حقه حقوقو څخه دفاع وکړی ،که چيری نن داعمل دوی ونکړ اودافغان تر څنګ وندريده نو بيا ورځ په ورځ د دښمن ( پنجابيان) د نويو پلانونو سره سم دهغه يا دی په نامه په لومړی سرکی دپښتونخوا مشران له منځه وړی او بيا ټولوته دمرګ سزا اوروی ،دانګريز اوسنی پلانونه همدا دی ،نولازم او ضروری ده ، چي په خپلو کی سره يو شواو دخپلی خاوری سر ټکی معلوم کړو.ژوندی دی وی زموږ لوی پښتونستان او دهغو لوی اولس