Missile Control and Guidance
هر توغندی په داخل کې انجن لري او په دې انجن کې دواړه مایع او جامد سونګ توکي کارېدلای شي. په پوځي توغندیو کې ډېر جامد سونګ توکي کاریږي او لامل یې د چاودېدو کم خطر او هر وخت د توغونې لپاره د چمتو ساتنې وړتیا لرنه ده او که چېرې چمتو نه وي نو د ژر تر ژره چمتو کوونې پر وخت یې د چاودنې خطر کم دی. تکتیکي توغندي د روانې جګړې په میدان کې کاریږي تکتیکي توغندي تل واړه او له غږ تقریبا دوه ځلې چټک سرعت لري. کوم چې ستراتیژیک غټ توغندي دي د لرې واټن لپاره وي او ډېر وخت یا بالاستیک توغندي وي او یا کروز توغندي وي. په کروز توغندیو کې جیټ انجن کارېدلی وي او له غږ سره برابر یا کم سرعت لري خو بالاستیک توغندی راکټ انجن کاروي او څومره یې چې ارتفاع له ځمکې زیاتیږي او د ځمکې د جاذبې قوه پرې کمیږي همدومره یې سرعت لوړیږي بلاخره سرعت یې له غږ څخه څو ځلې زیات چټک کیږي.
په توغندي کې تر هر څه اړینه برخه د هدایت کولو سیستم ده. په تکتیکي توغندیو کې برېښنایي سېنسورونه د هدف موقیعت مالوموي. څرنګه یې مالوموي ؟ کله چې هدف انرژي تولید کړي لکه الوتکه چې تودوخه تولیدوي همدا برېښنایي سېنسورونه د انرژۍ لټون کوي. کوم توغندي چې تودوخه لټوي او تعقیب کوي دا توغندي د انفرارېډ سېنسورونه لري. د وړانګې ضد توغندي رادار لټوي او په نښه کوي. یو ډول یې ځانګړی اخیستل شوی انځور په نښه کوي په دې مانا چې انځور اخیستل کیږي او د توغندي سیستم ته ورکول کیږي او له توغیدو وروسته یې توغندی لټون کوي. د تګ پر وخت یې که چېرې هدف ناسم وي له توغونکي سیستم څخه سمون پکې راوستل کیږي تر څو توغندی هدف په نښه کړي.
په بالاستیک توغندیو کې د لارښونې جبري سیستم (inertial guidance system) کاریږي. په دې سیستم کې د توغندي اوسنی سرعت له موقیعت او موقیعتونو سره پرتله کیږي په ورته وخت کې د هدایت سیستم لارښونې تولیدوي تر څو سیستم کنټرول او توغندی په خپل هدف وغورزوي.