تاند نیوز ډیسک: یوI افغان زده کوونکي زکریا شینواري له افغانستانه په لومړي ځل د نبوغ لرونکو زده کوونکو نړیوال ساینسي المپیاد کې ګډون کړی دی.
د ساینسي پروژو د وړاندې کولو دا سیالۍ د امریکا په نیویارک کې د امریکا د ۴۳ ایالتونو او ۷۹ هیوادونو د زده کوونکو ترمنځ پیلیږي.
د ساینس د دغو سیالیو کوربه توب د نیویارک د اوسویګو پوهنتون پر غاړه دی او لا د سیالیو تمریني پړاو پیل شوی دی.
زکریا شینواری د کابل افغان ـ ترک لیسې زده کوونکی دی او تېر کال یې په هندوستان کې د ۱۲ هیوادونو په کچه د بیولوژي مضمون په سیالیو کې د سرو زرو مډال او لومړی مقام ګټلی و.
د نوموړي پلار واقف شینواری تاند ته وویل، زوی یې خپله پروژه د دولت له امکاناتو پرته په کور کې چمتو کړې ده.
دی وایي، د زوی د پروژې لپاره یې وسایل له متحده عربي اماراتو راغوښتي دي.
نوموړی وایي هیله لري چې په دې سیالیو کې یې زوی بریالی شي.