شهرت ننګیال
زیری، زیری، زیری، طلایي چانس! هغه چې ډېرو پر آسمان غوښت، خدای پرځمکه ورکړ … جنګسالارانو ته تر ټولو غوره فرصت، د ملېشو لپاره ارماني شېبې، ناقانونه وسله والو ته د فعالیت او بوختیا نوی ادرس…
ډایاک او ډي، ډي، آر شوي د زړه نه غورځوي، دوی هم له دغه زرین چانس ګټه اخیستلی شي… البته لومړیتوب د جنګسالارانو دی… چې وار له مخه یې خپل ارزښت او وړتیا په زبات رسولې، تجربه یې کره او پخه ده.
فورمې له مامور لړازنک، سرچوک کې وړیا ترلاسه کېدای شي، پام مو وي، چې ده یو ځل د ارمینا او اذربایجان کرایي جګړې فورمې په درغلۍ په خورا لوړه بیه پلورلې وې. څرنګه چې جنګسالارانو کوده، کوده فورمې ترلاسه کړې، شونې ده تور بازار ته مخه وباسي ـ نو د تور بازار فورمې اعتبار نلري ـ له دې کبله چې وخت کم او ډزا ډز فورمې ډکېږي، ځکه خو د فورمو ډکولو، اخیستلو او منظورولو له نېټې وروسته نورې فورمې باطلې دي…
زیری، زیری، طلایي چانس! داسې چې نور جنګسالاران د حکومت پرضد د وسلې اخیستو ګواښ ته نشي اړ کېدای، غره ته د ختو له کړاوه خلاص دي، د تیارې مړۍ ده، ((مامور بیا د موته)، که نه له دومره وزن سره څرنګه کېدای شوای غره ته ختلي او بېشمېره بلند منزلونه، مارکېټونه، ماڼۍ او سوداګرۍ پرېښې وای، اوس ددغه بې خرته پانګې له خوندیتوب سره خدای (ج) ورته برابره کړه…
مارشالان په فلیډ مارشالان او جنرالان به ستر جنرالان او ستر جنرالان به مارشالان شي….
هلته به نورې ماڼۍ، بلند منزلونه او مارکېټونه ورغوي، ګل و ګلزار به یې کړي، خو په دې شرط چې دغه طلایي چانس له لارسه ورنکړي. لکه دلته چې له عدلي تعقیب او محاکمې خوندي دي، هوري یې هم خوندیتوب کره دی… خو له سیګاره دې لږ ډډې ته ګرځي، چې له جان سپکو سره نه کېږي، ډېر لړلی سړی دی… نور هر څه کنترول کې دي.
ټاکنې څه شی دی ـ سر دې وخوري، خدازده کېږي که نه؟ هسې نه د ټاکنو په چکر کې دغه طلایي چانس له لاسه ووځي. دوی که هرڅو په ارګ وزارتونو او مقاماتو خېټه اچولې ځواک او انرژي یې زمولېدلې، چې د دوی ځواک له جنګ او انرژۍ په جګړه کې ده… په پستو چوکیو او کوچونو کې یې وجود میږي میږي کېږي ـ خارښ پرې لګي، خو ددغه زیري او اعلان له برکته له مالش پرته له خارښ خلاصېدای شي.
که سپاره یې ونیول، پلي یې په منګول کې دي، ځکه خو له دغه فرصت باید اعظمي ګټه پورته کړي ـ که دلته یې د تېر په څېر خپله وړتیا او وفاداري وښوده ماموریت یې نور هم غزېدای شي، چې ((کار جهان هنوز دراز است…))
دا ځل هم ماموریت د ((B.52)) تر ورزو لاندې غزېږي ـ ماموریت د تېر په پرتله بې خطر دی ـ اجوره او معاش په رائج الوخت سکه ډالر شریف دی، چې هماغسې په چورلکه کې دوی ته رسول کېدای شي. کابلبانګ یې نشي خوړی…
د خبرونو له مخې دوی ته لېرې کوم ټاپو او جزیره کې د پوځي تاسیساتو او مېشتېدنې تابیا نیول شوې، چې هسې نه د امریکا پر خاوره له پښو لګېدو سره هورې د اقامت دعوا وړاندې کړي، لکه نیپالي ګورګه چې دغسې یوه دعوا د انګلستان عدالت کې وګټله ـ شونې ده د ګوانتنامو په څېر تاسیسات په نوې بڼه او اسانتیاوو د دوی لپاره ورغول شي…
خو دا ښایي محاط به خشکه وي، سمندر ته لاره ونلري چې د سمندري غلو ډلې رامنځته نشي، له صومالي قزاقانو سره د کور او کلي مخه ونشي موندای، چې د وچې په داړو، ډاکو کې د دوی وړتیا او تجربې دغسې یوه اندېښنه وار له مخه را ولاړ کړې ده.
متحده ایالات د کرایي دغسې پوځ بل ځای نشوای موندلی ـ له دې سره به زموږ مظلوم ملت هم د دوی له شر او فساد ژغورل شوې وي ـ دا به د امریکا لویه مرسته او لورینه وي، له ملیاردو ډالرو زیاته او پرځای مرسته، چې نغذې مرستې همدغو جنګسالارانو په بډه وهلي او دغه مرسته د ټول ولس او خلکو په ښه بلکې په ګټه او ملي ګټه ګرځېدای شي… د امریکا دغه پالیسي هغه ستراتیژي ده چې خس کم جهان پاک.
له امریکا مننه چې داسې یوه پروژه یې رامخې ته کړه، پر سوریه یې د برید لپاره د کرایي لښکر، جنګیالیو او جنګسالارانو چوپړ ته خپله اړتیا اعلان کړه… او تر ټولو د مخه یې زموږ هغو ته سترګې واړولې…
امریکا له دغه اعلان پرته هم د واره، بلکې سمدستي د افغانستان له جنګسالارانو، ملېشو او ټوپکیانو الوتکې، لارې او کښتۍ ډکولای شوای ـ امریکا باید نغدو ته د نسیه په سترګه نه وای کتلي، چې جنګسالارانو، ملېشو او ټوپکیانو خپله بې عزتي او نا قدري نه وای ګڼلې، خو د متحده ایالتو پر وړاندې جنګسالاران، ټوپکیان او ملېشې خورا سوړ او مطیع مخلوق دی، چې د امریکا ترټنه هم خپله سر لوړي ګڼي. د خر بشوی په ویلو من من غوښې اخلي….
دا ليکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.
پرقلم دی برکت شه