تاند- افغانستان درېمه یو ورځینۍ نړیواله کرکټ مسابقه پر زیمبابوې وبایلله.

افغانستان د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په خپلو ۵۰ اوورونو کې ۲۲۳ منډې جوړې کړې خو زیمبابوې د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۴۹ اوور او ۴ توپ هدف پوره کړ او دا مسابقه یې په ۶ ویکټونو وګټله.

بیټنګ یا توپ وهنه افغان لوبغاړو پیل کړه. نور علي ځدراڼ د تېرې مسابقې په شان ښه لوبه پیل کړه. په ۱۰۲ توپونو یې ۵۶ منډې وکړې. له ده سره شهزاد هم ښه ولوبېد. شهزاد په ۵۵ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې. محمد نبي په ۷۲ توپونو ۴۲ منډې، شفیق الله په ۵۱ توپونو۳۵، سمیع الله شینواري په ۳۱ توپونو ۱۴، رشید خان په ۲۱ توپونو ۱۵او دولت ځدراڼ بې له دې چې وسوځي په ۱۸ توپونو ۲۳ منډې وکړې.

نوروز منګل او اصغر ستانکزی بې له دې چې کومه منډه وکړي ژر وسوځېدل.

په نننۍ مسابقه کې امیرحمزه درې زیمبابوې وال لوبغاړي وسوځول. ده په ۱۰ اوورونو کې ۴۷ منډې ورکړې.

ټاکل شوې ده چې افغانستان او زیمبابوې دوې نورې یو ورځینۍ او دوې شل اوریزې مسابقې وکړي.

په تېرو ۳ یو ورځینیو مسابقو کې دوې زیمبابوې او یوه افغانستان ګټلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *