تاند- د زیمبابوې د کرکټ ملي ټیم له افغانستان څخه دوهمه یو ورځینۍ مسابقه په ۸ ویکټونو وګټله.

په دې مسابقه کې د عثمان غني د ښې لوبې له کبله هیله کېده چې افغانستان به ممکن ګټونکی شي خو د زیمبابوې دوو لومړیو لوبغاړو په یوازې توګه ۲۲۴ منډې جوړې کړې او د بري لپاره یې د افغانستان د ټیم هیلې په نهیلۍ بدلې کړې.

د زیمبابوې سکندر رضا ۱۴۱ منډې وکړې. له ده سره ایچ ایم ماساکدزه ښه ملګرتوب وکړ. ماساکدزه ۹۳ منډې جوړې کړې.

د افغانستان په ټیم کې عثمان غني په ۱۴۳ توپونو ۱۱۸ منډې جوړې کړې. له دغه ۱۷ کلن لوبغاړي پرته نور افغان لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *