پنځمه برخه
b او c هیپاټیټ
B هیپاټیټ له A هیپاټیټ څخه یوه لسیزه وروسته کشف شو ددغه ویروس کورنۍ له نورو یروسونو سره بیخی په توپير کې ده دهغه مشخصه ځانګړتیا په ویروس کې دبیلابیلو انتی جنونو شتو ن دی که څوک په دغه ویروس ککړشول دبیلابیلو انتیجنونو دشتون له امله بیلابیلې انټی باډی هم جوړیدای شي .
HBsAg څه معنی لري ؟ :
HB د B هیپاټیټ په معنی دی او g A دانیټی جین په معنی وي چې د B ویروس یو ډول انتی جین دی چې هغه ته سطحی انتی جین هم وایي او پخوا ېې استرالیایی انتیجنی هم باله .
کله چې HBsAg مثبت وي یعنی وګړی په کوم حالت کې دی ؟ :
ددغه انتیجنی مثبت کیدل په دې معنی دی چې وګړی په B هیپاټیټ اخته شوی دی هرڅومره چې دغه انتی جن ژوندی پاتې شي او عمر وکړي هیپاټیټ مزمن بلل کیږي کله له شپږ میاشتو زیات دوام وکړي مزمن هیپاټیټ او که کم دوام وکړي حاد هیپاټیټ بلل کیږي .
له HBsAb څخه هدف څه دی ؟ :
Ab یعنې انټی باډي او هغه پروتین دی چې دبدن له لوري دS انټي جن په ضد جوړیږي .
دوینې په سیروم کې د HBsAbدشتون معنی څه ده ؟ :
کله چې د S په ضد انټی باډی رامنځته کیږي یعنې د وګړی هیپاټيټ معالجه شي دغه انټي باډي دB هیپاټیټ ویروس له منځه وړي چې دوګړي دبشپړې معالجې په معني دی که بدن دو اکسین په وړاندې مناسب غبرګون وښيي په دې حالت کې هم انټی باډی رامنځته کیږي په هر حال HBsAb دایمی وي او دB هیپاټیټ په وړاندې عمري مصونیت رامنځته کیږي
پوښتنه :
کابو څلورمیاشتې مخکې مې دBهیپاټیټ واکسین لګولی دی سږکال مې غوښتل دغه واکسین بیاولګوم خو ډاکټر راته وویل چې خپله انټی باډي ټیټر کړم دانټی باډي ټیټر څه معنی لري ؟
ټیټر کول یعنې په وینه کې دانټي باډي داندازې معلومول که دانتي باډی ټیټر په وینه له ۱۰۰۰ او په دې وروستیوکې حتی له ۱۰ زیات وي نو وګړی مصون بلل کیږي .
آيا HBcAb هماغه Cهیپاټیټ دی ؟ :
نه HBcAbیوډول انټی باډی ده چې دیوبل په ضد دHBcپه نوم دBهیپاټیټ دویروس له انټی جین څخه جوړیږي دغه انټی جین په وینه کې نه شي تعقیبیداي او یوازې انټی باډی ېې اندازه کیداي شي HBcAb مصونیت نه پیدای کوي .
HbeAg اوHBeAb څه معنی لري ؟ :
e انټيجین دB ویروس یوه بله نښه ده کله چې دغه انټیجین (HbeAg ) په وینه کې وي په دې معنی ده چې ویروس د تکثیر او ډیریدا په حال کې دی او په اصطلاح میکروبی حالت دی ددې په وړاندې د HBeAb انټی باډی په رامنځته کیداسره دغه انټی جین هم له منځه ځي او ویروسي فعالیت دریږي دغه انټی باډی هم مصونیت نه رامنځته کوي .
پوښتنه :
زه مخکې په Bهیپاټیټ اخته شوی وم اوس زما په وینه کې HBcAb او HBeAbHHHHHHhHh شتون لري خو دویروس نورې نښې نښانې منفي دي آیا ما دغه ډول هیپاټیټ په وړاندې مصونیت ترلاسه کړی دی ؟
په B هیپاټیټ کې هغه وخت مصونیت یا خوندیتوب پیدا کیږي چې دsانټی جین ضد انټی باډي یا HbsAb په وینه کې شتون ولري HBcAb او HBeAbHHHHHHhHh خوندیتوب نه پيداکوي .
آیاBهیپاټیټ له Aهیپاټیټ څخه سختې نښې نښانې لري ؟
نه ،دحاد هیپاټیټ نښې نښانې کابو یوشان دي او دنښو نښانو سختوالی د ناروغ دخوندیتوب دسیسټم په ځواب پو رې اړوندیږي او په ویروس پورې ډیر ارتباط نه لري په B هیپاټیټ کې کله نا کله دپښو ان مفصلونو درد او پړسوب هم لیدل کیږي اصولآ څومره چې دناروغۍ نښې نښانې زیاتې وي په دې معنی ده چې دبدن د دفاعی سیسټم ځواب هم هومره پیاوړی وي او دناروغۍ دمزمن کیداشانس کمیږي .
پوښتنه :
په Bهیپاټیټ داخته کس لوښي باید له نورو بیل وي ؟
نه دAهیپاټیټ په اپوټه د Bهیپاټیټ ویروس دوینې له لارې او دبدن دنورو ترشحاتو له لارې نه انتقالیږي ددغه ویروس دانتقال لپاره تقریبآً خوراکي لاره نه شته نو هغه کسان چې په Bهیپاټیټ اخته دي دې ته اړتیا نه شته چې له نورو بیل وساتل شي یوازې باید له نېژدې تماس څخه وساتل شي خو له دې سره سره سپارښتنه شوې چې دBدناروغانواو دسالمو لیږدونکو لوښي له نوور جلاشي او روغتیایی مسلو ته پام وشي .
پوښتنه :
زه دطب محصل یم اوله دریو اونیو راهیسي پر Bحادهیپاټیټ داخته کیداله امله په روغتون کې بستر یم خو ماته دانټرفوران په شان ویروس ضد درمل نه راکول کیږي علت ېې څه دی؟
A_B حاد هیپاټیټ هیڅکله ویروس ضد درملو ته اړتیا نه لري ځکه چې زیاتره وخت په خپله ښه کیږي . هماغه ډول چې تاسو ته ېې دغه درمل نه دي درکړي اویوازې داستراحت سپارښتنه کیږي او ورسره باید ناروغ ښه تغذیه ولري .
پوښتنه :
تیره اونۍ دبدن د درد ، تبې اوکانګو له امله مې معاینات وکړل معلومه شوه چې په B هیپاټیټ اخته یم او دځیګر انزایمونه مې ۱۰۰۰ ته رسیدلي دي آیا ددغو انزایمونو دسویې لوړیدل ددې په معني دي چې ځیګر مې خراب شوی دی ؟ بله داچې ایا باید بستري شم که څنګه ؟
دمزمن هیپاټیټ په اپوټه په حاد هیپاټیټ کې ممکنه ده انزایمونه دنورمال حالت سل برابره زیات شي دانزایمونو دغه زیاتوالی خطرناکه نه وي او ستاسوځیګر به له یوې مودې وروسته بیرته ښه شي Bاو A هیپاټیټ ناروغان هغه وخت بستر کیږي چې دوېنې دانعقاد دعواملو په تولید کې خنډ رامنځته شي او دناروغ وینه ژر لخته نه شي اویا دا چې دپرله پسې کانګو او اولټیو له امله خواړه تر لاسه نه کړاي شي له دې پرته نور ناروغان په کور کې بستر کیداي شي او روغتون ته اړتیا نه لري .
پوښتنه :کابو یو کال مخکې ما د واکسین لومړی او دوهم ځل وواهه د ډیرو بوختیاوو له امله مې دریم ځل هیر کړ آیا ضروري ده درې ځله دغه دوز پوره کړم که نه په هماغه دو ځلونو مې بدن خوندي شوی دی ؟
ددې لپاره چې مصو نیت پیداکړئ غوره ده درې ځله دغه واکسین تکرار شي که دوه ځله واکسین ووهل شي احتمالاً نیمګړی مصونیت به رامنځته کړي البته تاسو د ټولې دورې تکرار ته اړتیا نه لرئ خو وروستی دوز بایدبشپړ کړئ .
پوښتنه :
زه د غاښونو ډاکټر یم تیره ورځ مې دBهیپاټیټ پر یوه ناروغ کارکاوه چې ګوته مې زخمي کړه اوس ډیراندیښمن یم چې ښايي په هیپاټیټ به اخته شوی یم ستاسو په نظر اوس څه بایدوکړم داپه دسې حال کې دي چې مخکې مې دهیپاټیټ واکسین لګولی ؤ ؟
که یوکس په ناڅاپی توګه دB هیپاټیټ له ویروس سره مخامخ شوی وي له دوو حالتونو سره مخامخیداي شي :
۱ ـ که وګړي مخکې واکسین اخیستی وي باید دهغه د HBcAb ټیټر اندازه شي که دانټي باډي اندازه له لسو یونټونو زیاته وي ورپسې اقدام ته اړتیا نه شته .
۲ – که اخته وګړی واکسین شوی نه وي اویا داچې واکسین شوی خو دهغه دانټی باډی ټیټر له لسو کم وي باید بې له ځنډه دBهیپاټیټ ضد ایمونوګلوبولین ترلاسه کړي او له دې سره په یو وخت باید دهغه لپاره وکسین پیل شي په دغې رودې سره تقریباً وګړی خوندي کیداي شي .
پوښتنه :
۲۵ ورځې کیږي چې میړه مې په Bهیپاټیټ اخته شوی دی او تراوسه پورې ېې HBsAg مثبت دي آیا خاوند مې په مزمن هیپاټیټ اخته شوی دی ؟
نه مزمن هیپاټیټ هغه وخت وي چې HBsAg دشپږو میاشتو لپاره مثبت وي HBsAgپه حاد هیپاټیټ کې معولاً له اخته کیدا دوه یا څلورمیاشتې وروسته له منځه ځي خو پاتې کیدل ېې حتی تر ۶ میاشتو لپار ه هم راپور شوي دي .
پوښتنه :
نن پوه شوم چې په حاد Bهيپاټیټ اخته شوی یم آیا دا په دې معنی ده چې خپل ځیګېر مې له لاسه ورکړی دی ؟
نه ۹۵ او ۹۹ فیصده کسان چې په دغه هیپاټیټ اخته شي دخپل بدن په مناسب غبرګون سره ښه کیږي او ویروس په خپله له منځه ځي یو ازې پنځه فیصده کسان په مزمن هیپاټیټ بدلیږي . په مزمنه ډله کې هم زیاتره کسان روغ لیږدونکي ګڼل کیږي او ۱۰ یا ۵ فېصده پکې په فعال مزمن هيپاټیټ بدلیداي شي او که معالجه نه شي نو دځیګر په سیروزس یا سرطان اخته کیداي شي . په بله وینا په هرو زرو کسانوکې یو یاپنځه تنه دځیګرله سختو ستونزو سره مخامخیږي دا په داسې حال کې ده چې ډیر لږ کسا ن دB هیپاټیټ له امله خپل ځیګر له لاسه وکوي .
Cحاد هیپاټیټ:
د Bهيپاټیټ دویروس له کشفیدا وروسته پوهان په دې پوه شول چې له دې سره سره چېB او A هیپاټیټ یې کنټرول کړي دي خوبیا هم ډير کسان په هيپاټیټ اخته وي او پوه شول چې ډير دغه موارد دوېنې له تزریقه وروسته راپیدا شوي دي په لومړیو کې دغه هیپاټیټ ته non A_non B هیپاټیټ نوم ورکړل شو تردې چې په ۱۹۸۹ کال کې پوهان پوه شول چې دا بل ډول ویروس دی دغه ویروس ېې په ترتیب سره C وباله .
د C حاد هیپاټیټ نښې نښانې کومې دي ؟
Cحاد هیپاټیټ دA او B ډولونو په اپوټه خاموشه وي او ډیرې نښې نښانې نه لري یوازې په څلورو کې یو مورد دذکام بې اشتهایي او دبدن دغړیو د درد په شان نښې لري له همدې امله د C هیپاټیټ ډیر موارد په مزمن پړاوکې تشخیصیږي .
آیا C حاد هیپاټیټ هم دAاو B په شان په خپله ښه کیږي ؟
له بده مرغه Cحاد هیپاټیټ ډیر ځله حتی ۷۰ یا ۸۵ فیصده په مزمن هیپاټیټ بدلیږي له دې چې حتي په مزمن پړاو کې ډیرې نښې نښانې نه لري نو د سیروزس او یا دځیګر دله منځه تلو چانس پکې ډیر وي .
آیاپه C هيپآټیټ کې دPCR منفي کیدل په قطعي توګه دښه کیدا معني لري ؟
هغه کسان چې له شپږمیاشتو وروسته یې PCR منفي شي دهغوي Cهیپاټیټ هم منفي ګڼل کيږي خو که دهغوي PCRآزميښت ددې په ځاي چې دهغوي په وینه وشي که دهغوي دځیګرپه حجرو وشي احتمالاً مثبت به وي .
آیا په C هيپآټیټ دمخنيوي لپاره کوم واکسین شته ؟
Cویروس له جنیټیکي پلوه خاصه ځانګړتیالري چې له مخې ېې خپل وراثتي جوړښت تل بدلوي له دې کبله تراوسه پورې داسې واکسین نه دی جوړ شوی چې ددغه ویروس په وړاندې مصونیت رامنځته کړي .دهیپاټیټ لپاره موجود واکسینونه دA یاB اویا دواړو په وړاندې مصونیت راپیداکولاي شي .