نهمه برخه

دBهيپاټيټ ناقل کسا ن څه ډول ژوند کولاي شي :

په Cهيپاټيټ ککړتيا ډيرځله دځيګر د خرابيدا سبب کيږي له دې کبله په Cهيپاټيټ کې ناقل سام معني نه لري ددې په وړاندې په B هيپاټيټ کې سالم ناقل شته دي يعنې ويروس ددغو کسانو په وينه کې شته دى خو کوم فعاليت نه شي کيداي اوپه دغو کسانو کې ځيګر نه وي خراب شوى په ټول کې درست هغه کسان چې Bويروس اخته وي هغوي سالم ناقل ګڼل ګيږي او ناروغا ن ېې نه شي ګڼلاي دهغو کسان لپاره چې په مزمنB هپاټيټ اخته وي دوه سپارښتنې شته دي :

١ : سالم ناقل په دې معني ده دى چې دغه کسان به تل په همدې حالت کې پاتې وي بلکه هره شيبه دويروس دفعاله کيدا او دځيګر د خرابيدا امکان په دغو کسان کې موجود وي ځکه خو بايد دغه کسان تل ترڅارنې لاندې وساتل   شي .

٢:په هيپاټيټ درست اخته کسان منجمله سالم ناقلين بايد متوجه واوسي چې ويروس روغو کسانو ته ونه ليږدوي په حقيقت کې سالم ناقل کسان تل دويروس دانتقال چانس لري.

په دغه څپرکي کې دژوند په درستو اړخونوکې دناقل کس دژوند په اړه بيلابيلې پوښتنې شوي دي که دغه څپرکى ولولئ په دې به پوه شئ چې له ناقل کس سره ژوندکول دومره سخت او ويرونکی نه دی چې ويل کيږي او په دې اړه به په ډيرو ناويل شويو خبرو پوه شئ .

پوښتنه :

آیاپه کور کې دیوه ناقل کس شتون خطرناکه دی ؟

که ساده روغتیایي لارو چاروته پام وشي او واکسینیشن وشي دکورنیو ترمنځ به دویروس دانتقال چانس له منځه لاړ شي .

پوښتنه :

زما دمیرمینې یو خپل دهیپاټیټ ناقل دی آیا دهغو ي کور ته ورتګ دویروس دانتقال سبب کیږي ؟

نه دبل چا کورونو ته د تګ او په میلمستیاو وکې د ګډون له امله دغه ویروس بل چاته نه انتقالیږي لاس ورکول او دناقل مچول ښکلول هم کومه ستونزه نه رامنځته کوي .

پوښتنه :

دوه میاشتې مخکې زما یو ملګری په Bهیپاټیټ اخته شوی دی ایا له هغه سره په یوځاي کې کارکول دویروس دانتفال سبب کیږي؟

نه ،له ناقل سره ملګرتیا اوپه یوځاي کې له هغه سره کارکول خطرناکه نه دي که یوڅوک ناقل وي ددې په معنی نه دی چې هغه دې کار نه کوي له دې پرته باید ناقل کس په دې جرم چې ویروس لري له کاره ونه ایستل شي.

پوښتنه :

آیا سپورټ کول دناقل کس لپاره خطرناکه دی ؟

نه سپورټ هغه سپارښتنه ده چې دټولنې د درستوپرګنو لپاره یې سپارښتنه کیږي سپک اودرانه ورزشونه دهیپاټیټ دناروغ لپاره خطرناکه نه دي او دویرس دفعاله کیدا یا دځیګر د تخریب اوکمزوري کیدا سبب نه کیږي .

پوښتنه :

آیا دسپورت له عمومي ځایونو استفاده ددې سبب کیږي چې ویرس له یو کسه بل ته منتقل شي ؟

که په ورزشي ځایونو کې بدن کومه برخه ټپي نه شي او وینه ونه بهیږي نو دغه ویروس بل چا ته نه انتقالیږ ي په دې ډول ناقل کس له سپورټي کمپلکسونو استفاده کولاي شي خو که په کوم سپورټ کې دبدن دوینې کیدا اوټپي کیدا امکان موجود وي باید داحتیاط لپاره له ځینو وسایلو استفاده وشي خو تراوسه پورې په سپورټی کمپلکسونو کې دهيپاټیټ ویروس دانتقال راپور نه دی ورکړل شوی .

پوښتنه :

آیادهیپاټیټ یو ناقل کس واده کولاي شي ؟

دواکسین په کولو سره دغه خطره کمیږي او بیا دواده لپاره کومه ستونزه نه وي که هغه نارینه وي یاښځه که واکسین وکړي بیا کومه ستونزه نه پیښيږي .

پوښتنه :

باید له واده څومره مخکې وکسین وشي ؟

غوره ده درې ډوزه واکسین وشي تر څو دبدن دخوندیتوب چانس زیات شي له دې کبله باید له واده شپږ میا شتې مخکې واکسین تطبیق شي البته په دې موده باید دکانډم په څیرله مخنیوونکو رودو هم استفاده وشي اویا د Bهيپاټیټ ایمونو ګلوبولین هم ناروغ ته ورکړل شي .

پوښتنه :

آیا امیدواري په Bهیپاټیټ داخته میرمنې لپاره خطرناکه ده ؟

دامینداوارۍپه وخت کې په میرمنوکې فزیولوجیک اوهورموني بدلونونه پیښیږي خو دغه بدلونونه دویروس دفعاله کیدا یا دځیګر دتخریب سبب نه کیږي له دې کبله که یوه میرمنه ناقله وي دځیګر دخطرو له ویرې پرته امیندواره کیداي شي .

دې ته په پام سره چې دB هیپاټیټ دویروس دانتقال یوه لار له موره ماشوم ته وي ایا په ویروس دمور ککړتیا دجنین لپاره خطرناکه وي ؟

ډیر ځله له موره ماشوم ته ویروس انتقالیږي په تیره بیا هغه و خت چې دمور او جنین وینه سره ګډه شي البته هرڅومره چې دلنګون وخت ته نیژدې کیږي اویا دلنګون په وخت له موره ماشوم ته دویروس دانتقال چانس ډیروي خو اوس دطب او ټیکنالوجۍ په پرمختګ سره له دغې لارې دانتقال چانس کم شوی دی .

پوښتنه :

له موره جنین ته دویروس دانتقال دمخنیوي لپاره څه کولاي شو ؟

له لنګون څخه بې له ځنډه وروسته یا لږ ترلږه ۲۴ ساعته وروسته باید دBهیپاټیټ ضد ویروس یا ایمونو ګلوبولین نوي زیږدلي ماشوم ته ورکړل شي له هغه پرته باید ماشوم ته دپروګرام په اساس واکسین ولګول شي په دغو اقداماتو سره ډاډ ترلاسه کولاي شو چې نوی زیږدلی ماشوم به په Bهیپاټیټ اخته نه شي .

پوښتنه :

آیا په ویروس ککړ یا ناقل مور او پلار له خپل نوي زیږدلي ماشوم څخه ساتنه او پالنه کولاي شي ؟

که څه هم له تیوریکي پلوه ویروس دبدن په درستو ترشحاتو کې منجمله دمور په شیدوکې موجود وي خو تراوسه پورې دمور دشیدو له لارې دویروس دانتقال زمینه نه ده لیدل شوې له دې کبله باید ماشوم له دغې مغذي مادې محرومه نه کړي او دهغې مور شیدې چې په دBویروس ناقله وي دنوزېږي ماشوم لپاره هیڅ خطره نه پیښوي .

پوښتنه :

آیادناقل کس له لوري د ډوډۍ پخول دکورنۍ دغړیولپاره خطرناکه وي ؟

که دحفظ الصحې ساده اصولو ته پام وشي کومه خطره نه پيښوي له دې کبله ناقله مور په اسانه اشپزي کولاي شي ددې په ترڅ کې چې B هیپاټیټ دخوړو له لارې نه لیږدول کیږي .

پوښتنه :

کله چې دیوکس جامې یا نور وسایل په ویروس دککړ کس په وینې ککړ شوی وي څه باید وکړو ؟

باید جامې پاکې ووینځل شي ترڅو دوچې وینې درستې اغیزې پاکې شي ځکه چې وچې وینې هم دغه ویروس انتقالولاي شي له دې ورسته چې جامې درستې ووینځل شوې باید له عفوني ضد موادو استفاده وشي په دې ډول ویروس له منځه ځي .

پوښتنه :

آیا دناقل کس لوښي باید له نورو کسانو جلاوي ؟

Bهیپاټیټ دخوړو او ها ضمې سیسټم له لارې نه انتقالیږي له دې کبله دې ته اړتیا نه شته چې دککړ کس لوښي له نورو بیل شي البته دیوې روغتیایي سپارښتنې په توګه باید دناروغ کس لوښې ښه ووینځل شي.

پوښتنه :

په ویروس دککړ کس یا دناقل کس کوم لوښي باید له نورو کسانو جلاشي ؟

هره هغه وسیله چې پر بدن دټپ دپیدا کیدا یادخونرېزۍ سبب کیږي باید هغه له نوروکسانو بیل وي له دې کبله دغاښونو برش، دږیرې خریلو ماشین ، قیچي او نور دغسې وسایل باید بیل وي او دهر کس لپار ه ځانګړي شوي وي په ټو ل کې غوره ده که ناقل هم نه وي باید دهر چا خصوصي وسایل بیل وي .

درمل او تغذیه

دناقلو کسانو او ناروغانو یوه پوښتنه د ډول ډول خوړو او درملو استعمال دی په تیره بیا دا چې دغه پوښتننې ډیرې د پرهیزپه هکله وي ځکه چې پخوا دغو ناروغانو ته دخاصوخوړوسپارښتنه کیدله اوس هم دغه ذهنیت په خلکو کې شته چې کله یو کس ناروغه شي نو په خاص پرهیز پسې ګرځي په اوسني طب کې پرهیز یوازې دهغو خوړو په هکله وي چې څرګند زیانونه ولري او له هرشي ناروغان نه منع کیږي ځکه چې دناروغ کس بدن د ناروغۍ له عامل سره دمقابلې او دناروغو حجرو درغیدا لپاره خوراکي موادو ته اړیتا لري نو په دې ډول ډیرهغه خواړه چې مخکې ناروغ ترې پرهیز ؤ اوس ناروغ ته ورکول کېږي ځینې خاصې ناروغۍ شته چې خاص خوراکي رژیم ته اړتیا لري دمثال په توګه د ځیګر دسیروز یادونه کولاي شو چې په راتلونکې کې به پرې خبرې وکړو دبیلابیلو درملو دمصرف په هکله هم باید دقت وشي په تیره بیا دځیګرپه ناروغانوکې باید ددرملیزو او کیمیاوي درملو په هکله په دقت سره پوه او خبر واوسو او یواز ې د ډاکټر په سپارښتنه له درملو استفاده وشي.

پوښتنه :

دولس کلن زوي مې په هیپاټیټ دککړو خوړو له امله په حاد هیپاټیټ اخته شوی دی دهغه لپاره د کوم ډول خوراکي رژيم سپارښتنه کوئ ؟

حاد هیپاټیټ له هغو ناروغیو څخه ده چې دبدن میټابولیزم ته سخت تاوان رسوي له همدې امله دغه ناروغان ډیرکمزوري دي او سخته بې حالي او پرکالي لري ځکه دغه ناروغن داسې خواړه وخوري چې انرژي ډیره ولري دغه ناروغان باید له ډيرو خوږو او غوړو ډډه وکړي .

پوښتنه :

آیا په حاد هيپاټیټ کې دډول ډول خوړو له مصرفه ډ ډّه کول په کار دي ؟

دځیګر دناروغیو سختوالي ته په پام سره باید خوراکي رژیم منظم وي په کمو او متوسطو ناروغیو کې خوراکي رژیم عادي وي او یوازې باید له غوړو ډډه وشي په سختو حالتونوکې له غوړو پر ډډه کولو سربیره باید دپروتین په تیره بیا د غوښې په خوړلو کې هم احتیاط وشي په دغوشرایطو کې دمیوې سبزیانو او ناشایسته موادو لکه کچالو (آلوګانو)او وریجو استفاد ه وشي او ډاکټران ېې ډیره سپارښتنه کوي په حاد هیپاټیټ کې غوره ده ډیره مالګه هم ونه خوړل شي تر څو پړسوب پیدا نه شي .

پوښتنه :

ایاناقل کس باید ځانګړي خوراکي رژیم ته پام وکړي ؟

دناقل کس دځیګر حجرې روغې وي او دډول ډول موادود هضمولو وس لري له دې کبله دناقل کس لپاره خاص خوراکي رژیم نه شته او هماغه خوراکي رژيم چې نور خلک تر ې استفاده کوي هغوي هم ترې استفاده کولاي شي.

پوښتنه :

آیاوچه میوه دناقل کس لپاره تاوان لري ؟

که څه هم ډیر ځله وچه میوه ډیره مالګه او خواږه لري خو که په متوسطه توګه وخوړل شي تاوان نه لري نو ناقل کس هغه وخوړلاي شي .

پوښتنه :

زما یو ملګري ته ډاکټرانو ویلې چې سره غوښه ونه خوري دهغه ځیګر له کاره لویدلی دی زه چې ناقل یم آیا زه هم باید سره غوښه ونه خورم ؟

لکه چې تاسو وویل ددغه کس ځیګر له کاره لویدلی دی نو هغه مجبوره دی خاص خوراکي رژيم ولري خو ناقل کس ته خاص خوراکي رژیم نه دی پکاراو تاسو سره غوښه خوړلاي شئ .

پوښتنه :

آیا دویټامینونوپه شان ددرملو خوړل دناقل کس لپاره ګټه لري ؟

تر اوسه پورې دمولټي ويټامین په شان د درملو داستفادې ګټه نه ده ثابته شوې خو که ناروغ سمه تغذیه ولري ددغو ګولیو خوړلو ته اړتیا نه شته .

پوښتنه :

آیا غوړ دهیپاټیټ دناقل کس لپاره تاوان لري ؟

ډیر غو ړ د درستو کسانو لپاره تاوان لري نو په دې برخه کې دعادي کسانو او دهیپاټیټ دناروغانو ترمنځ باید توپير ونه شي په تیره بیا جامد غو ړ او حیواني غوړ ډیر تاوان لري غوره ده له اوبلن غوړو اوزیتون څخه استفاده وشي .

پوښتنه :

که دهیپاټیټ دناروغانو دبدن په یوې برخې کې درد وي یا ناروغ تبه ولري آیاله اسیتامینوفین ګولیو څخه استفاده کولاي شي ؟

اسیټا مینوفین هغه درمل دي چې که په لوړه پيمانه ترلاسه شي ممکنه ده ځیګر ته تاوان ورسوي خو که په ورځ کې یو ه یا درې ګولۍ وخوړل شي ستونزه نه پيښوي .

پوښتنه :

هغه میرمنه چې نوی واده ېې کړ ی وي او په هیپاټيټ اخته وي د امینداورۍ دمخنیوي له ګولیو استفاده کولاي شي ؟

دامینداورۍ ضد ګولۍ دغوړو په میټابولیزم او دځیګر دحجرو په فعالیت کې ډیر اغیز لري البته دغه اغیز ډیر کم دی او دعادي او ناقل کس تر منځ کوم توپيرنه کوي .په هر صورت باید د ډاکټر تر څارنې لاندې استعمال شي او تر شپږو میاشتو پورې غوره ده دځیګر دانزایمونو ټسټونه و شي .

پوښتنه :

زمایو زوي دB هیپاټیټ ناقل دی او ورسره یوځاي دميرګي درمل هم خوري آیا دهغه لپاره دمرګي درمل کوم تاوان پيښولاي شي ؟

دمرګي یا ایپلیپسي درمل ډیرځله دځیګر په حجرو تاثیرکوي البته تراوسه پورې داسې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی چې وښيي دغو درملو ویر وس بیرته فعاله کړی وي اویا ورسره دځیګر دخرابیدا بهیر ګړندی شوی وي په هر حال دمخکیني مورد په شان غوره ده دهرډول درملو دمصرف لپار ه له ډاکټر سره مشوره وشي .

پوښتنه :

آیا دناقل کس لپار ه د ډول ډول درملو سپارښتنه کیږي ؟

دبدن د دفاعي سیستم له پلوه د ناقل ا و روغ کس ترمنځ کو م توپير نه شته له دې کبله دناقل کسانو واکسینیشن باید له پرګرام سره سم ترسره شي او دواکسین دډوز او ډول بدلون ته اړتیا نه شته .

همدراز واکسین دویروس دفعاله کیدا سبب نه کیږي البته په ناقلو کسانو کې دهیپاټیټ واکسین هیڅ ګټه نه لري او باید ورته ونه لګول شي . که دغه واکسین سهواًناقل کس ته ورکړل شي ددې ویره دې نه کوي چې وریرو س به ېې فعاله شي ځکه چې کوم خطرنه لري .

پوښتنه :

آیا په ناقلو کسانو کې له ډول ډول درملو داستفادې اجازه ورکړل شوې ده ؟

ښايي دمخکینیو پوښتنو په لړ کې دغه شک درته پیدا شوی وي چې ناقل دنورو کسانو په شان هرډول درمل خوړلاي شي خو دغه خبره باید هیره نه کړو چې دناقل کس په بدن کې ویروس ویده دی او که دبدن دفاعي سیسټم کمزوری شي ممکنه ده دغه ویروس بیرته فعاله شي نو هغه درمل چې دبدن دفاعي سیسټم کمزوری کوي له هغو باید ډډه وشي او غوره ده درمل د ډاکټر په مشوره استعمال شي .

پوښتنه :

ناقل کس باید کوم درمل ونه خوري ؟

مهم درمل چې دبدن دفعاعي سیسټم کمزوری کوي دکورتون کورنۍ ده هر ډول کورټیکو سټیروئيډ درمل ممکنه ده ویروس فعاله کړي او وګړی دنقل له حالته دناروغۍ حالت ته بوځي پردې سربیره هغه کسان چې دروماټیزم او پوستکي درمل خوري حتماً باید له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي دا به غوره وي کله چې ناقل کس هر ډاکټر ته ورځي په خپلې   ناروغۍډاکټر خبر کړي تر څو ډاکټر ددرملو په ورکول کې احتیاط وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *