ما په تیرو څو کلونو کې په بیلابیلو ناروغیو د خلکو پوښتنې ځواب کړې په دې موده کې هغه څه چې ډیر مطرح شوي او له ما ېې پوښتنه شوې د ځیګړ ناروغۍ وې نن سبا په هیواد کې د نشه ايي توکو استعمال هم ډیر دی او په نشې روږدې ډیری کسان هم په زیړي اخته وي دغه راز د خلکو عمومي پوهاوی هم په دې هلکه ډیر کم دی نو غوره مو وګڼله چې دځیګر د ناروغیو په هکله یوه لړۍ پيل کړو هیله ده کورنۍ ېې مطالعه کړي او له دې ناروغۍ د ژغورنې او مخنیوي په برخه کې یو څه ترې زده کي. دغه بحث ډیر اوږد دی په څو برخو کې به درته وړاندې شي یادونه کوم چې دغه لړۍ د یوه کتاب په بڼه هم چاپ شوی دی خو دلته ېې په لږ توپير لوستلی شئ
لومړۍ برخه
روغ ځیګر او د هغه دنده :
د انسان بدن له ملیارډونو حجرو جوړ شوی دی چې له یو بل سره یوځاي ېې بیلابیل اندامونه او غړي جوړ کړي دي چې هر یوغړی یوه حیاتي دنده په غاړه لري . ځینې غړي لکه دهاضمې سیسټم دخوړو دهضمولودنده لري او ځنې نور لکه دوینې دګرځیدا سیسټم دموادو دانتقال اساسي دنده په غاړه لري ځینې نور لکه پښتورګي اوسږي له بدنه دموادو د ایستلو کار کوي دبدن ډیر غړي څو دندې ترسره کوي دمثال په توګه پوښتورګي دموادو ددفع کولو ترڅنګ دوینې دفشاردتنظیم اودغه راز دکاني موادو او مایعاتو دکنترول دنده هم لري پر دې سربیره یولړ هورمونونه هم په پښتورګو کې جوړیږي.
دبدن په غړیو کې ځیګر یو اساسي اومهم غړی دی ځینې خو ځیګر دزړه په شان مهم ګڼي او هغه دوهم زړه هم بلل شوی دی. دغه مهم او حیاتي غړی یو نیم تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې وزن لري چې دخیټې دبرنۍ برخې او سینې لویه برخه ېې نیولې ده درسته هغه وینه چې له هاضمي سیسټم څخه رواځي او خوراکي توکي پکې وي ځیګر ته راځي او دوینې رسونې ددغې دندې له امله ېې رنګ سور وي او خلک یې ینه هم بولي.
ځیګر چیرته دی؟
ینه یا ځیګر دخیټې په ښۍ برنۍ برخه کې موقیعت لري . دسنې او خیټې داخلي سرحد او برید د ډیافرګم په نامه یوه پرده ده چې په عادي حالت کې دیوې ګنبدي پردې په بڼه دی ځیګر ددې پردې درست ښکتنی ،او ښی اړخ نیوالی دی له همدې امله دی چې ځیګر دسینې په ښکتنۍ برخه کې لمس کیږي په داسې حال کې چې ینه دخیټې یو غړی حسابیږي په عادي حالت کې ددغه غړي وړه برخه په نس کې راځي دغه موقعیت ددې سبب کیږي چې پوښتۍ دځیګر لپاره دیوه مذبوت ساتونکي دنده ولري او له تاوانونو خوندي پاتې شي.
د ځیګر داخلي جوړښت څه ډول دی ؟ :
ځیګر له ګڼو حجرو جوړ شوی دی چې دبیلابیلو موادو د ترشح لپاره فعالیت کوي دځیګر حجرې په داسې بڼه سره یوځاي شوي دي چې یوه لاره یې سره نغاړلې د ه او دغه لاره یامجرا دصفراوي موادو دتشولو دنده لري صفرا دځیګر د حجرو په وسیله جوړیږي او دوړو نلکو په وسیله لوې لارې یا نلکې ته ورځي دغه وړې لارې هم یو بل سره ګنډل شوې دي او بالاخر ه درستې په یوې لارې کې تشیږي دغو لارو ته صفراوي لارې وايي.
دې ته په پام سره چې ځیګر له دوو لویو برخو یا (لوپونو )جوړ شوی دی نوله هرې برخې چې صفراوي نلکه رواځي دهماغه لوپ یا برخې په نوم یادیږي یعنې ښۍ او چپه صفراوي لاره یې بللې دي چې دغه دواړه لارې هم سره یوځاي کیږي او په ګډه صفراوي کڅوړې ته تشیږي .
صفراوي کڅوړه چیرته ده ؟:
صفراوي کڅوړه ګلابي رنګ لري او دځیګر په ښکتنۍ برخه کې له دغه غړي سره نښتې ده صفراوي لارې چې په ځیګر کې تیرې شوې دي په ګډه خپله صفرا چې دځیګر حجرې ېې جوړوي دغې کڅوړې ته تشوي .
صفراوي کڅوړه څه دنده لري ؟ :
صفراوي کڅوړه درې اساسي دندې لري لومړی داچې دصفرا زیرمتون دی يعنې صفراپکې ساتل کيږي . دغه ماده په پر له پسې ډول ځیګر کې جوړیږي خو یوازې داړتیاپه وخت کولمو ته تويږي نو صفراوي کڅوړه صفراوي ماده ساتي اوپه مناسب وخت کې دهورمونونوپه ځواب کې دغه کڅوړه ځان راټولوي او خپله صفرا کولموته آستوي دا دصفراوي کڅوړې دوهمه دنده ده او ددغې کڅوړې دریمه دنده دصفراغلیظه کول دي . په هغې موده کې چې صفرا په کڅوړه کې پاتې کیږي له هغې ضافي اوبه جذب کیږي په دې ډول نه پریږدي چې اضافي اوبه له بدنه ووځي .
ځیګر کومې دندې لري ؟ :
ځیګر دبدن ستره کیماوي فابریکه ده دبدن کابو درست متابولیک عملونه په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول په ځیګرکې ترسره کیږي اویا په یو ډول ددغه غړي تر اغیز لاندې وي هغه عملونه چې په ځیګر کې ترسره کیږي داسې یې رالنډولاي شو :
۱ د خوراکي موادو په هضمولو، جذب او مصرف کې رول لري :
د هاضمې دسیستم درسته وینه دیوستر رګ په مټ چې( پورت ) ېې بولي راټوليږي او ځیګر ته رارسیږي په دې ډول له هاضمې سیسټم څخه درست جذب شوي مواد باید له ځیګر څخه تیر شي .هغه عملونه چې په ځیګر کې ترسره کیږي دخواراکي موادو ډول ته په پام سره توپیر کوي :
الف : غوړ :
تر نورو ددرستو خوراکي موادو دغوړو هضمول او جذبولدځيګر تراغیز لاندې وي.
غوړ په اوبو کې نه حل کیږي ددې لپاره چې دکولمو له پوښه تیرشي باید په یوډول په اوبو کې حل شي دغه دنده دصفرا په غاړه ده یعنې غوړټو ټه کوي او هغه په اوبو کې حل کولو ته تیاروي.
صفراوي مالګې په خپل خاص ترکیب سره غوړپه وړو ټو ټو بدلوي او په موقتي ډول ېې په اوبو کې حل کوي تر څوچې دکولمو له دیواله تیر او لمفاوي سیسټم ته ننوځي له لمفاوي سیسټم یا لارو څخه دغه غوړ ځیګر ته ځي اوهلته له یوډول خاص پروتین سره ترکیب جوړوي اوپه دې ډول دلیږد یازیرمه کولو لپاره چمتو کیږي له پاتې غوړو څخه په ځیګر کې کولسټرول جوړیږي. . کولسټرول هغه پروټین ته په پام سره چې ورسره یو ځاي کیږي متفاوت مالیکولونه لري چې دوه ډوله یې په لوړ کثافت سره ( hdl ) او په کم کثافت سره ldl)) دي . درګونو په بندولو کې دکولسټرول رول له ډیرپخوا جوت دی .
hdl هغه کولسټرول دي چې په عادي خلکو کې په ښو کولستورلو هم مشهوره دي داځکه چې دغه کولسټرول درګونو دبندیدا مخه نیسي او ldl بد یا ناوړه کولسټرول بلل شوي دي ځکه چې درګونوپه بندیدا کې ډیر رول لري .
ب : خواږه :
خواږه په کولمو کې له هضمولو وروسته دساده خوږو یا ګلوګوز په بڼه وینې ته ځي او په دې ډول ځیګر ته منتقلیږي په ځیګر کې خواږه له وېنې جلا کیږي او بیرته پیچلي او مرکب خواږه چې هماغه حیواني نشایسته یا ګلیکوژن دي تولیدیږي . په وینه کې دخوږواندازه له کیمیاوي پلوه د پانقراص په وسیله کنټرولیږي کله چې په وینه کې خواږه زیا ت شي له پانقراص څخه دانسولین په نامه هورمون وينې ته بهيږي او بیرته دخوږو اندازه نارمل حد ته رسوي .زیاتره نور هورمونونه پر ځیګر په اغیزسره دوېنې خواږه کنټرولوي کله چې دوېنې خواږه لوړ شي دخوږو راټیټوونکي هورمونونه پرګلیکوجن دخوږو دبدلولو پروسه ګړندي کوي اوکله چې دبدن خواږه کم شي دغه هورمونونه په ځیګر کې موجود ګلیکوجن تجزیه کوي او هغه پر خوږو بدلوي په دې ډول ځیګر د خوږو دیوې زیرمې په توګه کار کوي او دبدن دخوږواندازه ثابته ساتي .
ج : پروتینونه :
ځیګر دډیرو پروتینونو او انزایمونو دجوړولو دنده لري چې وروسته به په دې هکله درسره خبرې وکړو ددغو موادو دتولیدلپاره ځیګر دپروتین لومړنیو موادو یعنې امنیو اسیډ ته اړتیا لري نو دهاضمې دسیسټم وینه چې دغه امینو اسید له خواراکي موادوتر لاسه کوي ځیګر ته بیایي او هلته له ډیرو فعلونو او انفعالاتو وروسته له دغو امینو اسیډونو نور ضروري مواد جوړیږي .
ویټامینونه :
ویټامینونه په دو ډلو ویشل کیږي یوه ډله هغه ده چې په اوبو کې حل کیداي شي لکه سی او دبی ډلې ویټامینونه او بله ډله هغه ویټامینونه دي چې په غوړو کې دحل وړ دي لکه A,D,E,K ښکاره ده چې لومړۍ ډله له اوبو او دوهمه ډله له غوړو سره جذبیږي په غوړوکې ګډیدونکي ویټامینونه دځیګر تر اغیز لاند ې حل کیږي له بلې خوادغه ویټامینونه په ځیګر کې ذخیره کیږي پر دغو ویټامینونو سره بیره b12 ویټامین هم په ځیګر کې ذخیره کیږي او دغه ويټامین دعصبي سیسټم په سلامتیا کې رول لري ځکه خو ځیګر دويټامینونو پریمانه زیرمه ده .
۲ : د انزایمونواو پروټینونو جوړول او نورې ډول ډول دندې :
له امینو اسیډونو دانزایمونو او هورمونونواو نورو پروټینونو دجوړ ولو پروسه ډیره پیچلې ده چې خاصو ترکیبونو او انزایمونو ته اړتیالري که څه هم دبدن هره حجره دغه عملیات په تخصصي ډول تر سره کوي خو دسونګو او موادو دجوړولو عمده فعالیتونه په ځیګر کې ترسره کیږي چې ځینو ته ېې اشاره کوو :
الف : البومین :دا په وینه کې اصلي پروتیني ماده ده اوپه ځیګر کې له اامینو اسیډونو جوړیږي داندازې له پلوه تر ټولو لوي پروتین دی یوه دنده ېې په وینه کې د موادو انتقال دی زیاتره هورمونونه لکه د تایروئید هورمونونه او درمل په وینه کې له دغه پروتین سره نښلي او په دې توګه په پښتورګو کې دهغو د دړې وړې کیدا مخه نیول کیږي او له بدنه نه ووځي . دالبومین بله دنده په رګونوکې داوبلنې برخې ساتل دي . که په رګونو کې ددغې مادې اندازه کمه شي له رګونو اوبه بهر ته لاره کوي او په دې ډول پړسوب راپیداکوي . له دې چې دغه پروتین ااساسي دندې لري نو په وینه کې ددرستو پروتینونو ۶۰ فیصده جوړوي نو که په ځیګر کې کومه ستونز ه پیداشي او البومین جوړ نه شي په بدن کې پړسوب پیدا کیږي او له یولړ هورموني ستونزو سره مخامخیږي چې په راتلونکو بحثونو کې به ورته اشاره وکړو .
ب :انعقادي عوامل : یادوینې د لخته کیدا(پرڼیدا) عوامل :
کله چې دبدن یوه برخه وینه شي او واړه رګونه پرانستل شي په بدن کې یو سیسټم فعالیږي چې بهیدونکې وینه لخته کوي او په دې ډول دوینې بهیدل دریږي دوېنې دریدویا لخته کیدا ته انعقاد وایي ددې لپاره چې وینه لخته شي ۱۳ پروټینونو او انزایمونو ته اړتیا شته په دغې پروسې کې موجود انزایمونه دحل وړ پروټینونه په پیچلیو جالونو بدلوي چې دوینې دجالونو په شان وینه لخته کوي دغه لخته په نهایت کې سوري بندوي او دوینې بهیدنې مخه نیسي . لکه څرنګه چې مخکې وویل شول دانعقاد په پروسه کې ۱۳ پروتینونه او بیلابیل فکټورونه رول لري چې په هغو کې څلور مهم په ځیګر کې جوړیږي له بلې خوا ددغو موادو په جوړولو کې ویټامین k ته اړتیا شته دغه ویټامین دځیګر تر اغیز لاندې حذبیږي له دې کبله ځیګر دوینې دانعقادپه برخه کې له دوو لارو اغیز لري ځکه خو د وینې دلخته کیداپه برخه کې ستونزه ډیر ځله دځیګر د یوې ستونزې یادونه کوي .
ج :انزایمونه :
انزایمونه هغه مواد دي چې کیماوي تعاملات اسانوي او هغوي ته سرعت ورکوي ځینې انزایمونه له یوه مالیکوله بل مالیکول ته دځینو کیماوي موادو په انتقال کې هم رول لري دځیګر په مهموانزایمونوکې سپارتات امینو ترانسفیراز ASt )) او الانین امینو ترانسفیراز ALT)) ته اشاره کولاي شو دغه انزایمونه دځیګر په حجرو کې دننه یا دهغو په دیوالونوکې موجود وي کله چې دځیګر حجرې تخریب شي دغه انزایمونه په وینه کې آزادیږي او په دې ډول په وینه کې ددغو انزایمونه اندازه زیاتیږي .
۳ :دزهرو تصفیه اوپه غیر زهري موادو دهغو اړول :
دځیګر یوه دنده په غیر زهري موادو دزهرجنو مودادو بدلول دي په بدن کې یوډول زهر چې دپروتین له سونګو تر لاسه کیږي امونیاک دي امونیاک دبدن لپاره ډیر تاوانونه لري منجمله داچې دپروتین بڼه بدلوي اودهغو کړچار او دندو ته تاوان رسوي دغه ماده دوینې چاپریال دسرو کریواتو یاRED BLOOD CEL او پلاکټونو لپاره خرابوي او دهغو په دندو کې خنډ راپیداکوي همداراز امونیاک دمازغو پرحجرو اغیز کوي او دهغوي فعالیتونو ته ستونزې پیداکوي په دې ډول امونیاک یوه زهرجنه ماده ده دغه خطرناکه ماده په ځیګر کې په یو لړ عملیاتو کې په غیرزهري موادویا یوریا بدلوي چې کوم خطر نه لري اوپه آسانه له پښتورګو خارجیږي .
له بدن څخه بهر هم ډیرزهري مواد بدن ته ننوځي دمثال په توګه په ککړې هوا کې ځینې خطرناک او ککړ مواد بدن ته داخلیږي یا ډیر زهري مواد داوبو او خوړو له لاري بدن ته رسیږي چې ډیرځله مونږ پرې نه خبریږو له دغو موادوڅخه ډیر په هماغه لومړیو کې په سږو اویاهاضمې سیسټم کې له منځه ځي خو ځینې نور دوینې جریان ته لاره کوي زیاتره دغه مواد دپیچلي جوړښت له پلوه په ځیګرکې له منځه ځي . له نیکه مرغه ځیګرلوړ انزایمي سیسټم لري چې ډیر زهرونه له منځه وړي دغه سیسټم ته P450 وايي .
یوه کیمیا وي ماده چې ځینې کسان ېې په خپله خوښه بدن ته ننباسي شراب یا الکول دي دغه ماده په بیړه دبد ن له مخاط څخه جذبیږي او ځیګر ته رسیږي په ځیګر کې په یولړ تعاملاتو کې په بې تاوانه موادو بدلیږي اوبیا له بدن څخه بهر ته ووځي که څښل شوي شراب ډیر زیات وي اودځیګر انزایمي سیسټم یې تصفیه نه کړاي شي نو له الکولو یو ډول خطرناک مواد جوړیږي ا وپه ځیګر کې ټولیږي . په دغو موادو کې یوې فعالې کیمیاوي موادې استالډئید ته اشاره کولاي شو دغه ماده دځیګر لپاره ډیره زهرجنه ماده بلل شوې ده دغه ماده دځیګر حجرې وژني نو په دې ډول ویلاي شو جې الکول ځیګر ته ډیرتاوان رسوي نن سبا دطب یوه مهمه مسله د الکولو څښل دي او لویدیځه نړۍ یې له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړې ده .
۴ : د درملو میټابولیزم METBOLISM)) :
درمل هم زهرو ته ورته مواد دي چې له بهره بدن ته رسیږي ډیر درمل کله چې په مستقیم ډول یعنې په پیچکارۍ سره بدن ته ورسیږي ا ویا په غیر مستقیم ډول یعنې دخوړوله لارې بدن ته داخل شي ځیګر ته رسیږي او هلته خپله بڼه بدلوي له ځینو درملو فعالې مادې جوړیږي او ځینې نورې بیا له منځه خي .
ځینې درمل د ځیګر دانزایمونو سیسټم فعالوي او ددې په مقابل کې ځینې نور ددغه سیستم فعالیت کموي له بلې خوا ځینې درمل پر ځیګر زهرجن اغیز لري چې په دغه ډول درملو کې اسیټ امینو فین ته اشاره کولاي شو چې که په خپل سر او ډیر وخوړل شي ځیګر ته سخت تاوان رسوي بل ډول درمل چې دځیګر لپاره زهري دي دهلوتان په نوم یو ډول ګاز دي چې په څو ورځو کې ځیګر ته تاوان رسوي اوهغه له منځه وړي .
۵: له زیږیدو مخکې دوینې په جوړولو کې برخه اخیستل :
کله چې ماشوم دمور په نس کې وي او لا دهډوکو تولۍ دوېنې جوړولو کار نه وي پیل کړی ځیګر دسرو کریواتو یا Red blood cel دجوړولو اصلي مرکز وي له زیږیدو مخکې دغه رول کمرنګه کیږي او له هغه وروسته دوینې په جوړولو کې دځیګر رول یوازې دمناسب چاپریا ل دبرابرولو تر حده وي او د اریترو پویتین په نوم دوینې دجوړولو لپاره یو ډول هورمون تولیدوي چې دهډوکو مازغه دوېنې جوړولوته هڅوي خوکله چې یو کس ډيره وینه ضایع کړي او دهډوکو مازغه یې جبران نه کړاي شي نو ځیګر فعاله کیږي اودوینې په جوړلوکې ونډه اخلي دمثال په توګه د هیموفیلیااو تالاسیمیا په ناروغانو کې وینې جوړ ولویوه برخه کار دځیګر په غاړه وي او ځکه خو ځیګر په دغو ناروغانو کې لویږي .
۶ دمیکروبونو په وړاندې مقاومت ته داړتیا په وخت دچټکې انرژۍ تولید دوسپنې په جوړولو کې دځیګر ونډه او نورې دندې :
که دغه پورتني فعالیتونه وګڼوادعا کولاي شو چې په بدن کې به داسې عمل نه وي چې ځیګر پګې ونډه ونه لري له همدې امله دی چې کله دځیګر یوه ناروغي پیدا کیږي بدن له ډیرو مشکلاتو سره مخامخیږي .
له نیکه مرغه ځیګر تر نورو غړیو ډیر لوي دی او له ګڼو حجرو جوړشوی دی چې هر ه حجره په یوازې سر دځیګر خصوصیات لري نو ځیګر ډیر لوړ توان لري او بیرته خپل ضایعات ژر جبرانوي او که لویه برخه ېې هم له منځه لاړه شي پاتې حجر ې خپل توان او وړتیا ساتلاي شي ځکه خو ډیرځله دځیګر دناروغیو په پرمختللي حالت کې هم نښې نښانې نه وي جوتې .
سلام داكترصاحب دهرسه دمخه ستاروغ صحت زما يوازني هيله او ارزوده بعداًد٢٠١٥-٧-١٠تاريخ مادتورزيري تيست وكروهغه مثبت ده يعني٦٣/٢٧ده اودا٢٠ورزي كيگي چي زمافه شاه كي داسي يودرد رافيداكيگي چي داسي احساس رازي لكه چي ژوندي شيريني تيره شوي وي اودسها دلمونزوخت كي فيداكيگي نوماته سه كول فهكاردي اوزه ديرورته فه تشويش كي يم
قدرمنه نصیره وروره خداي دې خوشاله لره په افغانستان کې تور زیړی یو ناسم نوم دی ځکه هیپاټیټ بیلا بیل ډولونه لري او افغانان ټولو ته تور زیړی وايي که تاسو دغه لړۍ ټوله ولولئ په خپلې ناروغۍ به پوه شئ کله چې ځیګر التهابي شي نو په ملا لاسونو او ولیو کې دردونه پيدا کیږي زیړی خپله خاصه معالجه لري حتماً د ډاکټر په مشوره درمل منظم استعمال کړئ له دې پرته دغه لړۍ حتماً ولولئ بیا پوهیداي شئ چې څه ډول ستونزه لرئ ا وڅه ډول ورسره چلند وکړئ
مننه ډاکټر سباوون
دازما دتليفون شميره ده ٠٠٩٦٥٩٩٤١٣٢٩٥ محمدنصيرمحمدظاهر
داكترصاحب زوماسوال زمادتيست د درجي فه هكله وو يعني دغه ٦٣/٢٧ قابيل دانتقال اوقابيل دعمل ده او كنه اودوهم داچي فه أفغانستان كي يي علاج كيگي كه كيگي داسي كومه مشخصه شفاخانه درته معلومه ده
دغه ډول ټسټ ډیر څه نه شي را ښودلی سي هیپاټیت یو ډول ار ان اي ډوله ویروس دی چې ۶ اصلي جینوټیپونه او ۱۰۰نور ټیپونه لري کله چې پوره معاینات وشوي او دا معلومه شي چې سي هیپاټیټ کوم ډول یا په کوم جینوټیپ پورې اړوند دی بیا ېې د علاج مسله هم حل کیږی زه په دغه ټسټ هیڅ نظر نه شم ورکولی غوره ده له خپل ډاکټر سره مشوره وکړې او د نورو معلوماتولپاره بیا هم وایم دغه لړۍ تعقیب کړه درسره مرسته کولی شي
درنښت ډاکټر سباوون
محمد نصیروروره په راسته خوا ودیده کیزه، انشاالله بیا به دغه درد ونه وینی، دغه ستا دقلب درد دی نه دملا،البته د درد نیشانه به دیی دا وی چه کله دخوب سخه را جیگ شی نودغه درد سو ثانیی وی او وروسته ورک شی، بیا هم وایم دویده کیدو په وخت کی په چپ طرف مه ویده کیزه . ته به بیا دتل لپاره دغه درد احساس نکری
دپشتو کیبورد راسره نه وه بخنه غوارم
په درناوی
By using Real-time PCR we developed and evaluated a rapid, sensitive, specific and reproducible method for for the detection and quantifiction of hepatitis B virus (HBV) DNA in plasma. This method allowed us to screen plasma and serum samples over a range 3.8 IU/ml to 4*10^9 IU/ml.
داکتر صاحب مخترم ترټولو ښه نحسه راته ولیکه او په gmail یی راته ولیګه
سلامونه او نیکی هیلی
ډاکټر صیب محترم ډیره مننه له ستا له په زړه پوری معلوماتو او ښو لارښوونو که مهربانی وکړی ایمیل آدرس د هم ولیکی ډیر به ښه شی
مننه