شپږمه برخه

دهیپاټیټ دانتقال لارې او دلیږدمخنیوی :

په پنځم څپرکي کې مونږد Aهیپاټیټ دانتقال په هکله وویل چې دغه ویروس دخولې او مدفوع له لارې انتقالیږي او دهغه دمخنیوي په لارو چارو هم وغږيدو په دغه څپرکی کې دB او Cهيپاټیټ دانتقال په هکله خبر ې کوو.

دBهیپاټیټ دانتقال لارې کومې دي ؟

۱ – له ککړو کسانو سره جنسي تماس .

۲ ـــ په لاس یا دبدن په نورو غړیو کې په ناڅاپي توګه دستنې ننوتل .

۳ ـــ له ککړو وګړو سره نيژدې ارتباط .

۴ ـــ په هیپاټیټ له ککړې مور څخه دهغې جنین ته .

۵ ـــ دککړې وینې تزریق یا انتقال .

۶ ـــ   په معتادینو کې له یوې ککړې پيچکارۍ یا ستنې استفاده .

دویروس دانتقال په دغو لارو کې کومه یوه ډیره مهمه ده ؟

په ډیرو هیوادونوکې دویروس دانتقال تر ټولو عامه لارله ککړې مور ته ماشوم ته ده په ډیرو هیوادونوکې دامیندوارو میندو په لابراتواري معیاناتو کې دHBsAg آزمایښت هم شامل وي نو هغه میندې چې په دغه ویروس اخته وي او دغه ټسټ په هغو کې مثبت وي دماشوم دزیږیدا په وخت دویروس دانتقال لپاره یو لړ تابیاوې غوره کیږي . له دې پرته دواکسین او ایمونوګلوبولین په شا ن مخنیوونکي لارې هم شته چې ډاکټران ورته پام کوي نو په ټول کې هیله کوو دغه درستې لارې کنترول شي .

پوښتنه :

زه دانتاني روغتون نرسه یم او هره ورځ دهیپاټیټ له ناروغانوپه تیره بیا دهغوي له وینې او نورو ترشحاتو سره په تماس کې یم ماته داسې لارښو نې وکړئ چې په هیپاټیټ اخته نه شم؟

دډاکټرانو او نرسانو لپاره هغه وخت په دې ناروغۍ داخته کیدا چانس زیاتیږي چې په ناڅاپي توګه دهغوي په لاس یا نورو غړیو کې ستنې ننوځي ځکه په انتاني روغتونونوکې ډير ځله پيښیږي چې دپیچکارۍ ستنې دډاکټرانو یا نرسانوپه لاسونو کې ننوځي له دغې لارې دانتقال دمخنیوي لپاره لومړی باید درست طبي پرسونل واکسین شي . دوهمه دا چې دکار په وخت باید له ستنې سره ډیر احتیاط وشي په طب کې د دغې برخې دپرسونل لپاره یو لړ احتیاطي تابیاوې غوره کیږي چې دغو اصولو ته هر اړخیز احتیاطي اصول یا Universal Precautions وایي .

دروغتیا داصولو له نظره باید درستې ستنې حتماً په پلاستکي پوښونو کې وساتل شي او یا دخاصو آلو په وسیله له منځه یوړل شي هیڅ ستنه باید له پوښه پرته دکثافاتو په سطل کې وانه چول شي .

خاوند مې دBهیپاټیټ ناقل یا لیږدونکی دی ددې لپاره چې دکورنۍ نورغړي پرې اخته نه شي باید څه وکړم ؟

ورځني نیژدې تماسونه چې په کورنېو کې دود دي دانتقال مهمې لارې ګڼل کیږي ددې لپاره چې دکورنۍ غړي خوندي پاتې شي غوره ده هغوي واکسین شي له دې پرته هغه وسیلې چې تیرې دي او دټپي کولو سبب کیداي شي لکه دږيرې خیریلووسایل ،ږمنځ ، دغاښونو برش او داسې نور شیان باید په ګډه استعمال نه شي ..

کوم کسان باید دB هیپاټیټ په ضدواکسین شي ؟

هغه کسان چې واکسین ته اړتیا لري اویاپه بله ویناهغه کسان چې له خطرې سره مخامخ دي په اوو ډلو یې ویشلی شو:

۱ ـــ   درست نوې زیږدلي ماشومان

۲ ـــ هغه کسان چې په خاصو نارغیو لکه په تلاسیمیا یا هیموفیلیا اخته وي او هروخت هغو ته دوېنې دانتقال ضرور ت پيښږي .

۳ ـــ هغه کسان چې دپښتورګو دناروغیو له امله ډیالیز ( دوینې صفا کول ) کوي .

۴ ـــ په نشه ایي توکو هغه ورږدي کسان چې په ستنوسره نشه ايي توکي ترلاسه کوي .

۵ ـــ طبي پرسونل لکه ډاک��ران نرسان او دلابراتوارونو کارکونکي ……..

۶ ـــ هغه کسان چې په یوه کور کې له ناروغ کس سره ژوندکوي .

۷ ـــ په مزمن C هیپاټیټ اخته کسان هم بايد واکسين شي .

پوښتنه :

زما یو ملګری دهیپاټیټ ناقل دی آیا ضروري ده چې واکسین ولګوم ؟

نه دملګرتیا اړیکې او دکورنیو ترمنځ تګ راتګ دB هیپاټیټ دانتقال سبب نه شي کیداي او واکسین ته اړتیا نه لري .

په کومو شرایطو کې Bهیپاټیټ له موره ماشوم ته انتقالیږي ؟

په دو حالتونوکې دغه ویروس له موره ماشوم ته انتقالیږي لومړی دا چې مور دویروس ناقل وي چې په راتلونکو څپرکو کې به پرې خبرې وکړو دوهم حالت دامیندوارۍ په وخت په حاد هیپاټیټ اخته کیدل دي البته هر څومره چې په حاد Bهیپاټیټ داخته کیداوخت دماشوم دزیږیداله وخت سره نیژدې وي ددغه ویروس دانتقال چانس هم ورسره زیاتیږي .

پوښتنه :

امیندواره میرمن یم او څلورمه میاشت مې ده دهیپاټیټ په اړه شویو تبلیغاتو ته په پام سره آیا زه باید حتماً دهیپاټیټ واکسین ووهم ؟

په امیندواره میرمنو کې دهيپاټیټ واکسین لګول کوم تاوان نه لري او جنین هم نه اخته کوي البته دلته دوه ټکي باید هیرنه شي :

۱ ـــ واکسینیشن په درستو امیندوارو میرمنوکې ضروري نه دی هغه وخت چې میرمن له یو خطر سره مخامخ شي واکسین ته اړتیا لري یوازې امیندواري ددې سبب نه کیږي چې باید واکسین ولګول شي .

۲ ـــ امیندوارې مورته دواکسین لګول جنین نه خوندي کوي او باید نوزیږی ماشوم له پروګرام سر ه سم واکسین شي .

پوښتنه :

څه موده مخکې مې ګاډی ټکر شواوډیره وینه رانه وبهیده چې دوه یونټه وینه ېې راته انتقال کړه آیا په هیپاټیټ د اخته کیدا له خطرې سره مخا مخ شوی یم ؟

په ډيرو هیوادونو کې اوس دغه ستونزه نه ده پاتې او دوینې دانتقال درست پاکټونه ضد عفوني کیږي خو که دغه وینه مو له لابراتواري ټسټونو پرته اخیستي وي حتماً باید یو ځل معاینات وکړئ البته په ډيرو هیوادونوکې دو ېنې دانتقال په وخت خطرې له منځه تللي دي خو غوره ده بې ځایه وینه وانه خیستلاي شي ا و که وینې ته اړتیا وي که مجهز لابرتوار وي غوره به وي چې ټسټ ېې وشي .

پوښتنه :

دنشه یانو ترمنځ دBهیپاټیټ په شان دساري ناروغیوخپریدا ته په پام سره دروږدو کسانو ترمنځ ددغې ناروغۍ له خپریدا دمخنیوي لپاره کومې سپارښتنې لرئ ؟

له بده مرغه دانتقال یوه لاره   هغه روږدې کسان دي چې په ستنو سره نشه ای توکي استمعالوي دوي نه کنټرولیدونکي حرکتونه لري په لومړي پړاو کې غوره ده چې دهغوي دروږدیدا مخه ونیول شي که دنشې دپریښودو رودو ګټه ونه کړه باید داستفادې لارې ېې له ستنې نورو رودو ته بدلې شي ځکه چې ستنې د ایډز او هیپاټیټ په شان د ډیرو ناروغیو دانتقال زمینه برابروي .خو که بیا هم روږدي کسان دستنې په وسیله نشه ای توکي استعمالو ي غوره ده چې هغوي له جلا جلاستنو استفاده وکړي .

پوښتنه :

که له جنسي لارې دBهیپاټیټ ویروس بل کس ته انتقالیږي نو هغه کسان چې په دغه ویروس اخته وي باید هیڅکله واده ونه کړي .؟

له جنسي لارې د غه ویروس ډیر نه انتقالیږي په بله وینا که له کانډم (پوکنۍ ) څخه استفاده وشي له ککړ کس سره هر جنسي تماس ۵ فیصده داخته کیدا چانس لري داچې ناقل کس باید واده وکړي که نه په دې هکله به په راتلونکو څپرکو کې خبرې وکړوجنسي تماس دهغو کسانو لپاره خطرناکه وي چې اخلاًقي اصولو ته پام نه کوي اوګڼ جنسي شريکان ولري په هر حال له کنډم څخه استفاده او تر واده مخکې دهيپاټيټ واکسين لګول دهيپاټيټ له ناقل سره واده کول بيخي بې خطره کوي .

C هيپاټيټ له کومو لا رو انتقاليږي   ؟ :

١ :دوينې دانتقال يا ترانسفيوژن له لارې .

٢ : په تزريقي نشه يانو کې له ګډې ستنې داستتفادې له امله .

٣ : له ککړ کس سره دجنسي تماس له لارې .

٤ : دخالونو دلګولو له لارې .

٥: او دپوزې له لارې دکوکاينو په شان دمحرکو موادو داستفادې په وسيله .

زمونږ په سيمو کې دC هيپاټيټ دانتقال عامې لارې کوموې دي ؟ :

زمونږ په سيمو کې زياتره هغه کسان په دغې ناروغۍ اخته دي چې مخکې ېې وينه اخيستي وي دمثال په توګه دتالاسيميا ياهيمو فيليا ناروغان   چې ديره وينه اخلي اويا هغه کسان چې دجراحي عمليات يا آپريشن ېې کړى وي او دجراجۍ په وخت يې وينه اخيستي وي يوې خبرې ته بايد پام وشي چې تر څوکلونو مخکې دC هيپاټيټ ويروس نه وپيژندل شو‌‌ى ځکه خو وينه له دې نظر نه معاينه کيدله چې آيا دغه ويروس لري که نه خو نن سبا په ډيروځايونوکې دوينې دغه ټسټونه کيږي او په آسانه دغه ويروس موندل کيدل شي چې بايد دغه ککړه وينه ناروغ ته ورنه کړل شي يوه خبره چې بايد ورته پام وکړو دا ده چې بايد بې ځايه وينه ورنه کړل شي خو دا په دې معني نه ده چې دوينې له انتقاله دې ډۀډۀ وشي زمونږ په سيمو کې يو بله لاره هم شته چې دغه ويروس تر انتقاليږي خو له بده مرغه څو ک ورته پا م نه کوي دغه لاره دمحرم په مياشتو کې دزنځير وهلو په ورځوکې ده کله چې يو ناروغ دزنځير وهلو په ډلو کې وي او بيا د زنځير وهلو په ووخت کې هغه خپل زنځير نورو ته هم ورکو ي نو طبعاً خپل ويروس به بل چا ته هم وليږدوي له دې پرته نن سبا په ډيرو هيوادونو کې ددغه ويروس دخپريدا تر ټولو عامه لار په روږدو کسانو کې له يو ې ستنې په ګډه استفاده ده .

پوښتنه :

آيا دا ممکنه ده چې يو کس په يو وخت هم C او هم B هيپاټيټ ولري ؟

دې ته په پام سره چې ددغو دواړو ويروسونو دنتقال لارې يو شان دي نو ددې پوښتنې ځواب مثبت دى زياتره کسان چې په دواړو ډولونو اخته وي هغه کسان دي چې دستنو په وسيله نشه اي توکي استعمالو ي له بده مرغه په يووخت په دواړو ويروسونو اخته کيدل ډيرې ناوړه پايلې لري نو هماغه ډول چې مخکې مو اشاره وکړه بايد روږدي کسان له يوې ستنې استفاده ونه کړي او په دې برخه کې بايد ډيرکارو شي .

د هيپاټيټ کوم ويروس ډير له جنسي لارې انتقاليږي ؟ :

B ويروس تر C ډير له جنسي لارې انتقاليږي   هغه کسان چې ډير جنسي شريکان لري تر نورو زيات له جنسي لارې په دغه ويروس اخته کيداي شي ..

آيا Tattoo  يا دخالونولګول هم دغه ويروس انتقالوي : ؟

هوکه دخالونو لګول يا ټا ټو په تيره بيا که په ککړ ځاي کې وشي C ويروس انتقالولاي شي دامريکا په جنوب کې ويل کيږي چې دخالونو لګول دستنو په وسيله ددغه ويروس دانتقال په شان اهميت لري دخالونو لګول نن سبا په ډيرو هيوادونو کې ډير عام دى چې بايد هيوادونه دغې مسلې ته ډير پام وکړي خو هغه کسان چې له ټا ټواستفاده کوي بايد په پاکو ځايونو کې دغه کار وکړي .

د مخنيوي لارې :

دB او C هيپاټيټ دخپريدا لارو ته په پام سره دهغو دمخنيوي لارې هم له ورايه   معلومې دي :

١ :هغه کسان چې دويروس له خطرې سره مخامخ دي هغو ي بايددرې څله دB هيپاټيټ واکسين ولګوي .

٢ : بايد بې ځايه وينه ونه خيژول شي .

۳ : دککړکس له وینې او نوروترشحاتو سره له تماسه ډه ډه کول .

۴:دنشې پریښودل او له مشتروکو ستنو له استفادې ډه ډه کول .

۵ اخلاقي اصولو ته پام .

پوښتنه :

زوي مې دBهیپاټیټ ناقل دی پرون دسپورټ په وخت کې ټپي شو او جامې ېې په وینو ککړې شوې آیا جامې ېې باید بیخې له منځه یوړل شي ؟

که جامې یا بل هر شی دککړ کس په وېنې ککړ شي په لومړي پړاو کې باید دهغه جامې په سړواوبو ووینځل شي خو دوینځلوپه وخت بایدحتماً دستکش واغوندئ باید پام وکړئ چې ویروس په وچه وینه کې هم تر یوې مودې پورې ژوندی پاتې کیدا ي شي   له دې کبله بایدپام وشي چې وینه بیخي پاکه شي بیا په دو رودو دغه وسیله یا جامې ضدعفوني کیدای شي :

‍۱ : په کلور لرونکوموادویا نورو عفوني ضد موادو .

۲ : دشلو یادیرشو دقیقو لپاره دجامو ایشول .

دډیر ډاډ لپاره غوره ده له دواړورودو استفاده وشي .

دC هیپاټيټ په هکله هم دغه روده کارولاي شو پام وکړئ چې دجامو په پاکولو کې باید هغه برخه حتماً پاکه شي چې په وینې ککړه وي .

پوښتنه :

پنځه کاله مخکې مې دهیپاټیټ درې ځله واکسین ولګاوّّه اوس بایددیادولو ډوز هم ولګوم که نه ؟

دبوسټر یا د یادولو ډوز په وینه کې دانټي باډي په شتو ن پورې اړه پیدا کوي که HBsAb انټي باډي له لسو واحدونو ډیره وي مناسب مصونیت رامنځته کوي له دې کبله د یادولو دډوزدلګولو لپاره باید دوینې دانټي باډي ټیټر هم معلوم شي .

پوښتنه :

دې ته په پام سره چې د هيپاټیټ ویروسونه له یو بل سره یوشان نه دي ولې په دې وروستیو کې سپارښتنه کیږي چې پر C هیپاټيټ اخته کسانوته باید دBهیپاټیټ واکسین هم ولګول شي ؟

دB او C هیپاټیټ دانتقال لارې له يو بل سره ورته دي له دې کبله ممکنه ده هغه کس چې په دغوويروسنو کې په يوه اخته وي په بل يو هم اخته شي څکه په دواړو ويروسونو داخته کيدا خطره هم زياته وي ځکه خو هغه کسان چې C هيپاټيټ ولري هغو ته د Bهيپاټيټ واکسين هم لګلو کيږي .

آيا واکسين درمليز اغيز هم لري ؟ :

په دې وروستيو کې ځينې څيړنې ددې ښودنه کوي چې ښايي دB هيپاټيټ يو خاص ډول درمليز اغيز ولري خو تراوسه پورې قطعي نتيجه تر ې نه ده ترلاسه شوې البته په B هيپاټيټ اخته کسانو ته سپارښتنه کيږي پر A هيپاټيټ داخته کيدا دمخنيوي لپاره ددغه ويروس واکسين هم ولګوي ځکه کله چې يو کس په دو ډولونو هيپاټيټ اخته کيږي دهغه لپاره ډيرې پايلې درلودلاي شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *