دویمه برخه

د ځیګر د ناروغیو نښې نښانې

ځیګر ډیر حیاتي کارونه کوي ځکه خوکله چې کومه ستونزه ولري د ډیرو نښو نښانو تمه کیږي خو له دې چې لوړ ظرفیت لري د زیاتره ناروغیو نښې تر پرمختللو پړاونو پورې نه معلومیږي زیاتره لومړنۍ نښې نښانې هم خاصې نه وي او په ډیرو ناروغیو کې دغسې نښې لیدل کیږي د ځیګر د ناروغیو اساسي نښې بې اشتهایي، زړه بدوالی، کانګې یا اولټۍ او انفونزا ته ورته علایم دي چې دغه نښې نښانې ډیر ځله په ډیرو ناروغیو کې لیدل کیږي نو دا د هیپاټایټس د تشخیص لپاره یو عامل نه شي کیداي خو که دغه نښې نښانې دوامداره شوې او بله خاصه ناروغي تشخیص نه شوه باید ډاکټر ته ورشئ چې د ناروغۍ اصلي علت معلوم شي  .

په دغه څپرکي کې هڅه کوو د ځیګر د ناروغۍ پر خاصو نښو نښانو خبرې وکړو :

۱ژیړی یا جاینډیس :

دځیګر دناروغیو عامه نښه په خلکو کې زیړی دی ډیر کسا ن چې ددې ناروغۍ په هکله ښه معلومات نه لري زیړی او هیپاټیټ سره ورته بولي . په داسې حال کې چې زیړی د ناروغیو نښه ده او ناروغي نه ده . دا چې دناروغ دسترګواو پوستکي رنګ ژیړیږي علت ېې دا دی چې دبیلروبین beleroben په رنګه مواددسترګو په مخاط یا پوستکي کې راټولیږي او سترګې او پوستکى زیړ ښکاري دغه ژیړ رنګ ممکنه ده دوینې دناروغیو ، دځینو کیمیاوي موادو د استفادې او یا حتی د ګازرو دخوړلو له امله پیدا شي نو زیړی یوازې دځیګر دناروغیو نښه هم نه ده .

څه ډول هغه بیلابیل عوامل چې دزیړي سبب کیږي تشخیص کولاي شو :

ځینې کلیینکي نښې نښانې له آزمیښتونو مخکې ښه مرسته کولاي شي چې ستونزه اواره کړي او ناروغي تشخیص شي دمثال په توګه که زیړی دګازرو دډیرې استفادې له امله وي په دغه ډول زیړي کې معمولاً سترګې نه زیړیږي ، هغه زیړی چې دوینې دناروغۍ له امله رامنځته کیږي په هغو کې دپوستکي رنګ ډیر زیړ نصواري رنګه وي په داسې حال کې چې دځیګر دناروغیو له امله رامنځته شوی زیړی نارنجي رنګه وي که له زیړي سره تبه هم موجوده وي دا دمالتا تبې په څیر دمیکروبي ناروغیو نښه ده په داسې حال کې چې په هیپاټایټس کې زیړی له تبې وروسته رامنځته کیږي .

ځینې وخت زیړی دجنیتیکي ستونزو او نیمګړتیا ووله امله راپیدا کیږي او یوه بله ناروغي ده چې ژیلبرت ېې بولي هم زیړی راپیدا کوي په دغې ناروغۍ کې دځیګر حجرې بلي روبین نه شي ترلاسه کولاي نو له غه وروسته پوستکی او سترګي زیړیږي دغه ناروغي هیڅکله خطرناکه نه ده او زیړی یې هم که وي او کله نه وي کله چې ناروغ ستړی او وږی شي نو په ناروغانو کې زیړی هم زیاتیږي دغه ناروغي معمولاً ارثي بڼه لري او حتماً په کورنۍ کې بل کس هم په دې ناروغۍ اخته وي دغه ناروغي خاصي معالجې ته اړتیا نه لري او یوازې باید ناروغ پوه کړاي شي چې دغه ناروغي ېې بې خطرې ده .

ایا هغه زیړی چې په ځینو نوزیږو ماشومانو کې لیدل کیږي دځیګر یوه ناروغي ده ؟ :

په ماشومانو کې زیړی دهغه په وخت پورې اړه لري که دغه زیړی دزیږیدو له دریمې ورځې وروسته دلومړۍ اونۍ ترپایه وي فزیولوجیک یا طبیعي زیړی بلل کیږي چې په نوزیږي کې دوېنې دبدلون له امله دی او ماشوم ته خطره نه لري .خو که دغه زیړی له معمولي حده زیات شي دډاډ لپاره غوره ده چې دماشوم معاینات وشي که د بیلریبینو ا ندازه ډیره وي مازغوته ادغې مادې د تاوان دمخینوي لپاره باید وینه بدله شي که زیړی له لومړۍ اونۍ وروسته پیدا شي ممکنه ده دمور دشیدو دمصرف له امله وي چې شیدې بندې او له څو ورځووروسته بیرته له سره پیل شي په دې بڼه کې هم ماشوم ته تاوان نه لري خو که زیړی له تشنج ،دشیدو له نه خوړلو او نورو نښو نښانو سره یوځاي وي احتمالاً جینیټکي ستونزې یاد ځینو انزایمونو کمښت موجودې وي او باید له یوتکړه ډاکټرسره پرې خبرې وشي او ماشوم ته خاصې شیدې ورکړل شي . په هرصورت په ماشومانو کې زیړی غالباً له ځیګره نه وي او ساری هم نه دي .

ایا زیړی ساری یا خپریدونکی دی ؟

په ځلنو خلکو دغه پوښتنه کړې ده. څرنګه چې وویل شول زیړی ناروغي نه ده بلکه یوازې دیوې ناروغي نښه ده ځکه باید دزېړي دعلت په هکله څیړني وشي که ددغه زیړي سرچینه میکروبي یا ویروسي وي نو دغه زیړی به ساري وي نو که دزیړي عامل بل چاته منتقل شي هغه به هم په زیړي اخته کړي .

باید یادونه وکړوچې زیړی عادی نښه نه ده او باید حتماً ناروغ ځان ډاکټرته وروښیي .

۲ : د خیټې په ښۍ برخه کې درد :

دځیګر په ځینو ناروغیو کې دالتهاب يا پړسيدا او دځیګر ددفاعی حجرو دټولیدا له امله ځیګر پړیسږي او له معمولي حده غټ ښکاري له دې چې ځیګر یو کلک پوښ لري نو که وپړسیږي ددغه پوښ دکشیدوله امله په ځیګر کې درد احساسیږي البته دځیګر په ناروغیو کې درد ډیر ځله مبهم او نا څرګند وي او ښايي ډیر سخت هم نه وي ..

د یادولو ده چې که د درد سرچینه صفراوي کڅوړه وي اویا دکوم شي له امله صفراوي لارې بندې شوې وي دغه ډول درد به ډیر سخت وي او کله نا کله هم زیاتیږي .ځینې ناروغۍ هم هغه وخت تشخیصیږي چې ځیګر له معمولی حده لوي شي دغه ناروغان دنس په پورتنۍ برخه کې دروند والی احساسوي .

۳ : د پښو پړسوب :

دځیګر په کار کې دستونزو په پیداکیدا سره چې البومین سم تولید نه شي او یایې په مخکې خنډونه راپیدا شي نو په رګونو کې موجودې اوبه په رګونو کې نه شي پاتې کیداي او په دې ډول له رګونو بهر ته راوځي او دحجرو تر منځ په موجودې فضا کې پاتې کیږي نو اوبه خو یو وزن لري کله چې په بدن کې اوبه دحجروپه منځ کې پاتې شي دهغو د وزن له امله دپښو په لور روانیږي اوپه نتیجه کې پښې پړسیږي دغه پړسوب له پښو حتی تر ورنونو پورې رسیداي شي دځیګر دناروغیو له امله رامنځته شوی پړسوب کلک وي او کله چې پړسیدلی ځای په ګوتو ټنیګ شي په هغه ځاي کې جوړشوی ژورووالی تر یوې مودې پورې پاتې کیږي نو په دې ډول دغه پړسوب دزړه دناروغیو له امله له رامنځته شوي پړسو ب سره توپیر کوي دزړه او پښتورګو په نارغیوکې هم پړسو ب راپیدا کیږي چې دآزمابښتونوپه کولو سره دپړسو ب علت معلومیداي شي .

د ځیګر پړسوب اوطحال : دځیګر په پړسوب او په هغه کې دوینې په ټولیدو سره ځیګر له عادي حالته ستریږي کله چې ځیګر تر پوښتیو لاندې په لاس لمس شي معمولاً دځیګر دیوې ناروغۍ نښه ګڼل کیږي او باید دغه مسله وڅیړل شي . دطحال وینه دپورټ په نامه دیوه مخصوص رګ په وسیله ځیګر ته رسیږي کله چې په هر ه وجه په ځیګر کې ستونزه پیدا شي ځیګر ته دوینې په انتقال کې ستونزه پیدا کیږي او وینه په طحال کې غونډیږي نو طحال ورسره پړسیږي او په نتیجه کې دخیټې په کیڼې برخې کې درد او دروندوالی احساسیږي او دغه غړی په یوکلک شي بدلیږي.

دوینې بهیدو مسله او ځیګر :

کله چې په یوه علت درګونو طبیعی پوښښ له منځه لاړ شي پلاکټونه او دوېنې دلخته کیدا عواملو ته اړتیا پیدا کیږي . که یوڅوک دځیګر ناروغي ولري په دې توګه دلخته کیدا عوامل له ستونزو سره مخامخیږي او وینې کیدا موده له طبیعی وخته زیاتیږي په دې ډول ممکنه ده بدن ته په معمولی ګوزارونو سره خونریزي پیل شي او یا دا چې دبدن په ځینو برخو کې پوستکی شین شي.

هورموني نښې نښانې :

زیاتره هورمونونه په وینه کې دالبومینو په وسیله لیږدول کیږي په دغو هورمونونو کې ترټولو مهم هورمون دښځو جنسي هورمون یا ستروجن دی کله چې البومین کم شي په وینه کې ددغه هورمون اندازه زیاتیږي کله چې په وینه کې دغه هورمون زیاتیږي په نارینه وو کې ېې اغیز ډیر جوت وي دمثال په توګه سینې یې لویږي ،بیضه وړوکي ، او جنسي ګروهنه ېې ورسره کميږي دغه درې واړه نښې په نارینه و وکې لیدل کیږي خو دلاسونو دورغوي سره کیدل په نارینه وو او ښځینه وو کې لیدل کیږي .

دپوستکی نښې نښانې :

له زیړي پرته چې په لومړي سر کې ورته اشاره وشوه دځیګر په ناروغیوکې ځینې نورې نښې نښانې هم لیدل کیږي دمثال په توګه پرمخ د تورو خالونو پیدا کیدل او دهغو لګونو لویدو ته اشاره وکړوچې پر پوستکي له ورایه ښکاري .

ASCITIS یا په خیټه کې داوبو ټولیدل :

ASCITIS یا په خیټه کې داوبو ټولیدل هم دځیګر دناروغیو یوه نښه حسابیږي دغه حالت هم دپښو دپړسوب په ډول وي یعنې کله چې البومین کم شي دغه حالت رامنځته کیږي کله چې مایعات له رګونو بهر شي ناروغ دتندې احساس کوي اوپه انتیجه کې ناروغ ډیرې اوبه څښي چې دغه اوبه بیا هم په رګونو کې نه پاتې کیږي او دخیټې خالی فضاته ورځي په دې ډول یو ډول څرخه رامنځته کیږي چې نتیجه ېې د اسایټیس زیاتیدل دي دغه حالت ورو ورو ددې سبب کیږي چې خیټه ستره شي او وزن هم ورسره زیاتیږي دغه حالت زیاتره دسیروزس په ناروغانو کې لیدل کیږي چې دسیروزس په برخه کې به پرې خبرې وکړو .

دځیګرډول ډول ناروغۍ

ځیګر هم دبدن دنورو غړیو په څیر په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي په کلي توګه دغه ناروغۍ په پنځو ډلو ویشلی شو ۱ میکروبی ، ۲ ددفاعی سیسټم ناروغۍ ، ۳ کیمیاوي او درملیزې ناروغۍ ۴ مټابولیکي ، ۵ درګونو او سرطانی ناروغي .

دپټالوجۍ یا دمرضونو دپیژندنې له نظره د بدن دفاعی حجرې ( دوېنې ډول ډول سپین کریوات ) دځیګر حجرو ته نفوذ کوي چې دغه حالت ته دځیګرپړسوب وایي چې په انګریزي ېې هیپاټیټ بولي .

میکروبي هیپاټیټ hepatitis :

زیاتره میکروبی عوامل دځیګر دمیکروبی کیدا سبب کیږي دغه میکروبونه په دریو غټو ډلو یعنې ویروسونو   ،باکټریاوو ، او فنګسونو ویشل کیږي.

ویروسي هیپاټیټ :

ځینې ویروسونه یوازې دځیګر پر حجرو حمله کوي دغه ډله ویروسونه دهیپاټیټ په ویروسونو یادیږي او دکشفیدا ووخت ته په پام سره په له a څخه رانیولې تر gپورې نومول شوي دي یعنې هغه چې مخکې کشف شوی دی هغه a او نور په ترتیب سره b c d e fg نومول شوي دي هر ویروس خپله خاصه کورنۍلري او یو له بل سره یوشان نه دی ځکه خویو په بل نه بدلیږي له دغو ویروسونو پرته یوشمیر نور ویروسونه هم ځیګر ته تاوان رسولای شي خوهغه یوازې ځیګر نه اخته کوي او ممکنه ده له هیپاټیټ پرته نور غړي هم اخته کړي په دې برخه کې ممکنه ده شري او سرمخه يا آب چیچک ته اشاره کولاي شو.

باکټَریایي هیپاټیټ :

دغه ناروغي ډیره لږه لیدل کیږي او هیڅ باکټریا یوازې ځیګر نه اخته کوي بلکه دنورو ترڅنګ ممکنه ده ځیګر هم اخته کړي او میکروبي شي .

پرازیتي هیپاټیټ :

د ځیګرپرازیت ممکنه ده له ځیګر سره خاصه دلچسپي ولري خو ډیر تاوان نه شي ورسولاي او د دغه غړي په رګونو کې پټیږی په دغوپرازیتنو کې د فاسیولاهيپاتیکاپه نوم پرازیت ته اشاره کولاي شو دغه پرازیت په کلیوالو سیمو کې ډیروي او دحلزون (آسمان څکالکی ) په وسیله څارویو اوله څارویو انسان ته انتقالیږي دغه ناروغي دځیګر حجرو ته ډیر تاوان نه رسوي او پرازیت ضد درمل پري ښه اثر لري . ځینې پرازیتونه ډیره موده په ځیګر کې پاتې کیداي شي منجمله په دې برخه کې داکینوس کوکوس په نامه چینجي ته اشاره کولاي شو چې کله ځیګر ته ورسیږي هلته دځان لپاره یوه کڅوړه یا کیسټ جوړوي چې ډاکټران ېې هیداتیت کیسټ بولي په اوږدو کلونو کې دغه کیسټ غټیږي او کله چې لوي شي بیا ېې نښې نښانې څرګندیږي کله چې ناروغي تایئد شي دپرازیت ضد درملو په وسیله ېې علاج کیږي اویا کیسټ له ځیګر ه دجراحي عملیاتو په وسیله له ځیګره راایستل کیږي دغه ناروغي هم په کلیواوبانډو کې چې انسانان له څارویو سره نیژدې اړیکي لري ډیره لیدل کیږي .

ددفاعي سیسټم له امله رامنځته شوی هیپاټیټ :

دبدن دفاعي سیسټم دبدن دداخلی غړیو او حجرو په وړاندې غبرګون نه ښيي په بله وینا دخپلو او پردیو توپیر کولاي شي کله هم ددغه سیسټم نظم ګډ وډ شي او دبدن ځینې حجرې چې ددفاع دنده لري دبدن لپاره پردۍ او دد ښمن په توګه ښکاري ځکه خو پرې برېد کوي دغه ناروغۍ چې دبدن دفاعي حجرې دبدن دغړیو په ضد فعالیږي اوتو ایمون ناروغۍ بلل کیږي ددغې ناروغۍ علت ډیرځله نه وي پیژندل شوی لکه پر تایروئیډ غدې د بدن دحجرو حمله ، یا پر ځیګر او یا پر مفصلونو حمله هغه ناروغۍ دي چې په دغې ډله کې يا ديدلاي شي . په دغو ناروغیو کې دبدن دفاعي سیسټم دبدن پرنورو حجرو حمله کوي او هغه له منځه وړي دغه ناروغۍ په پیغلو کې ډیره لیدل کیږي له نیکه مرغه که ناروغي تشخیص شي او په وخت معالجه شي نو علاج ېې شونی دی .

کیمیاوي هیپاټیټ :

زیاتره کیمیاوي مواد او زهرونه ډیر په ځیګر کې ټولیږي او ډځیګر لپاره خطرناکه وي دغه زهر ممکنه ده په ناڅاپي توګه بدن ته داخل شي یا داچې وګړي ېې په خپل ترلاسه کړي لکه الکول او داسې نور چې دځیګر دانزایمونو په وسیله یې بڼه بدلیږي او خطرناکه مواد ترې جوړیږي . دغه مواد ممکنه ده دځیګر حجرې له منځه یوسي اویا یې ظاهري بڼه بدله کړي په دې ډول دځیګر په دندو کې ستونزې پیدا کیږي حتي ممکنه ده دځیګر دحجرو په بدلولو سره سرطان رامنځته کړي . په دغو موادو کې شراب یا الکول هغه مهم مواد دي چې دځیګر دپړسوب سبب کیږي په دې ډول چې په لویدیځو هیوادونوکې الکولي هیپاټیټ دځیګر دپړسوب ترټولو عام ډول دی او زمونږ په هیوادونو کې ځکه دغه ډول ناروغي لږه لیدل کیږي .

آیا هر ډول الکول هیپاټیټ رامنځته کوي :

دوه ډوله الکول یعنې ایټایل الکول او میټایل الکول دواړه دځیګرپړسو ب رامنځته کوی که څه هم دوهم ډول الکول نه څښل کیږي خو ډیر ځله دغه الکول په غلطۍ کې څښل کیږي او په دې ډول ځیګر له ستونزو سره مخامخیږي میټآیل الکول نورې ستونزې هم پیدا کوي مثلاً د ړندیدا سبب کیداي شي که څوک دمیټایل الکول له خوړلو روغ پاتې شي نو حتماً به له هیپاټیټ سره مخامخ شي .

څومره الکول هیپاټیټ رامنځته کولاي شي ؟ :

په ځیګر کې له دې مادې دوېنې دپاکیدا ظرفیت محدود دی له دې کبله دالکولي هيپاټیټ په رامنځته کولو کې مهم عامل دالکولو اندازه ده هرڅومره چې دالکولو اندازه ډیره وي او ډیر وڅښل شي دالکولي هیپاټیټ احتمال هم ډیر وي نو هرډو الکول دهیپاټیټ سبب کیداي شي .

درملیز هیپاټیټ :

درمل هم دکیمیاوي عواملوپه څیر دځیګر دپړسوب سبب کیدالاي شي ځینې درمل دبدن د دفاعی سیسټم دفعالیدا سبب کیداي شي چې په نتیجه کې ېې ځیګر ته تاوان رسیږي او ځینې نور بیانیغ په نیغه په ځیګر اغیزلري اسیتامینوفین په دغودرملو کې شامل دي چې که داوږدې مودې لپاره استعمال شي ځیګر ته تاوان رسوي ، هلوتان هغه ګازدي چې په بیهوشۍ کې ترې استفاده کیږي دغه ګاز هم په ناڅاپي توګه ځیګر ته تاوان رسوي اوکله چې ناروغ یوځل دهلوتان په وړاندې غبرګون وښيی هیڅکله باید د دوهم ځل لپاره ورنه کړاي شي ، ایزونیازید هم یو بل ډول درمل دي چې هیپاټیټ رمنځته کوي دغه درمل د نري رنځ یا سل په ضد استعمالیږي له دې چې لږ ترلږه شپږ میاشتې باید ناروغ ته ورکړل شي نو هر ناروغ چې دغه درمل خوري باید په میاشت کې یو ځل معاینه ا وځیګر یې چک شي ځینې نور درمل هم شته چې دځّیګر لپاره تاوان لري.

میټابولیکي ناروغۍ او هیپاټیټ :

کله چې دځینو انزایمونو په تولید کې ستونزه موجوده وي نو هغه مواد چې د تجزیې لپاره دغو انزایمونو ته اړتیا موجوده وي په بدن کې راټولیږي دغه موادډیرځله خواږه او پروټینونه وي چې خاص کار نه کوي او په ځیګر، د هډوکوپه داخلي برخه يا تولۍاوطحال کې راټولیږي په دغو ناروغیو کې دفاسفولیپید او ګلایکوجن په شان دموادو د ذخیره کیدا ناروغیو ته اشاره کولاي شو ددغو ناروغیو د علاج لپاره یا باید هغه لومړني مواد کم شي چې دغه مواد تر ې جوړیږي او یا داچې ناروغ ته انزایمونه ورکول کیږي دمیټابولیک هیپاټیټ بل ډول په ځیګر کې دمس او وسپنې په شان دموادټولیدل دي .

دویلسون په نوم په یوې جنیټيکي ناروغۍ کې مس يا کاپر په بدن کې راټولیږي اوپه حیاتي غړیو لکه مازغو ځیګر او سترګو کې رسوب کوي او ستونزې راپیداکوي په هرځوان کې چې دځیګرمیکروبی پړسوب رد شي ویلسو ن یو احتمالي تشخیص کیداي شي . معالجه ېې له هغو درملو اوږدمهاله استفاده ده چې له مس سره ترکیب شي اوهغه د ميتازو یاغایطه موادو له لارې له بدنه وباسي . له بهرنیو سرچینو په بدن کې دمس راټولیدل لږ وي خو کله چې له هغو لوښو استفاده وشي چې مسي او بیاسپین شوي نه وي ممکنه ده په بدن کې مس راټول او ستونزې پیدا کړي .

وسپنه هم د مس په شان په بدن کې راټولیدا ي شي وسپنه هم ممکنه ده له داخلي یا بهرنېو سرچینو په بدن کې راټوله شي دغه ناروغي هیمو کروماتوز بلل کیږي ځیګر دوسپنې دراټولیدا اصلي مرکز دی نو کله چې وسپنه زیاته شي لومړنی اثر یې پر ځیګر پریوځي کله چې دوسپنې د ټولیدا مخه ونیول شي هغه وخت دغه ناروغي معالجه کیداي شي اویا له هغو درملو استفاده کیږي چې وسپنه له بدنه بهرکړي .

د وخت له نظره د هیپاټیټ ویش :

۱ حاد هیپاټیټ یا (acute hepatit)  :

به حاد هیپاټیټ کې ځیګر د التهاب موده لږترلږه شپږ میاشتې کیداي شي .زیاتره ویروسونه ، الکول او درمل دحاد هیپاټیټ سبب کیداي شي حاد هیپاټیټ معمولاً ډیرې نښې نښانې لري او ژرڅرګندیږي . ذکام ته ورته حالت ، دبدن درد ، دمفصلونو درد ، ستړیا ، بې حوصله ګي،بی اشتهايي ، ګانګې زړه بدوالی او بالاخره زیړی ( البته ډیره ځله نه ترسترګو کیږي) په حاد هیپاټیټ کې لیدل کیږي .

آیا یوازې ویروسي هیپاټیټ په حاد ډول څرګندیږي ؟ :

دتعریف ډول ته په پام سره مزمن یا (chronic )   هیپاټیټ په سر کې په حاد هیپاټیټ کې راځي خو له دې چې کومه نښه نښانه نه لري نو ناروغ پرې ژر نه پوهیږي نو په مزمن هیپاټیټ کې راځي او داسې فکر کیږي چې دا یوازې مزمن ډول دی حتی کیمیاوي او درملیز هیپاټیټ په سر کې دحاد هیپاټیټ په بڼه څرګندیږي .

دحاد هیپاټیټ پایله څه کیداي شي ؟ :

حاد هیپاټیټ درې پایلې درلودلاي شي زیاتره حاد هیپاټیټ په څو ورځوکې له منځه ځي او کومه نښه تر نه پاتې کیږي لکه A هیپاټیټ . ځینې نوریروسي هیپاټیټونه اوکیمیاوي ، درملیز او میټابولیکي هیپاټیټونه په حاد پړاو کې نه ښه کیږي او دوام کوي په دې ډول په مزمن هیپاټیټ بدلیږي لکله د B هيپاټیټ دریمه پایله په چټکه توګه د ځیګر دحجرو له منځه تلل دي او په دې ډول ېې کړچار او دندې له ستونزو سره مخامخیږي په دغه حالت کې ناروغ ممکنه ده کوما ته لاړ شي ددغه حالت نتیجه ډیره خرابه وي ا ودناروغ د مرګ سبب کیداي شي که ناروغ له دغه حالته ووت نو دژوندي پاتې کیداچانس ېې زیاتیږي او مزمن حالت ته نه رسيږي ددغه حالت قطعي معالجه دځیګر پیوند دی.

مزمن هیپاټیټ یا CHRONIC HEPATIT :

که ځیګر له شپږ میاشتو زیات ناروغه وي دغه حالت ته مزمن هیپاټیټ ویلاي شو حاد پړاو معمولاً لږې نښې نښانې لري او یوازې دلابراتواري معایناتو له لارې ېې تشخیص کیداي شي په مزمن ویروسي هیپاټیټ کې ویروس نیغ په نیغه پر ځیګر اغیز نه کوي ځکه چې میکروب دځیګرپه حجرو کې پټیږي او دا دبدن دفاعي عوامل دي چې له میکروب سره دمقابلې لپاره ورځي او ستونزې پیدا کوي او دځیګر حجرې هم له منځه وړي .

دمزمن هیپاټیټ پایله څه کیداي شي ؟ :

مزمن ویروسي هیپاټیټ دویروس ډول او دناروغ غبرګون ته په پام سره بیلا بیلې پایلې درلودلاي شي . کله ناروغ دیوه سالم ناقل یا لیږدونکي په توګه پاتې کیږي او کله هم ناروغي دځیګر تر سرطانه پورې پرمخ ځي .

الف : سالم ناقل یا لیږدونکی :

په دغې ډلې کې هغه کسان شامل دي چې بدن یې نه دی بریالی شوی چې ویروس بیخي له منځه یوسي خو هغه یې تر فشار لاندې ساتلا ي وي یعنې یو ډول یې ځپلی وي په بله وینا دبدن د دفاعي سیسټم او ویروس ترمنځ یو ډول انډول رامنځته کیږي .

ولې دغو کسانوته سالم وايي ؟ :

په سالم ليږدونکي کې د هیپاټیټ ویروس ځپل شوى وي ،ځیګر ستونزې نه لري او دهیپاټیټ نښې نښاې نه شته دغه کسان دروغو کسانو په شان ژوندکوي خو ناروغي نورو ته لیږدولاي شي .

دروغ ناقل لپاره کومو اقداماتو اړتیا شته ؟ :

روغ ناقل معالجې او دبیوپسې( نمونې ) اخیستلوته اړتیا نه لري یوازې دځیګردکړچار دجاجونې لپاره په هرو شپږو میاشتو کې یوځیل بایدلابراتواري معاینات وشي ځکه که ویروس بیا فعاله شوی وي د ناروغۍ دکنترول لپاره باید نور اقدامات وشي او ویر وس کنټرول شي .

ب : مزمن فعاله هیپاټیټ :

په دغو ناروغانوکې ویروس دبدن دفاعي سيسټم پاروي په نتیجه کې دفاعي حجرې پرځیګر حملې کوي او دځیګر حجرې له منځه وړي دغه ناروغان څه ناڅه کلینیکي نښې نښانې لري . ممکنه ده ستړیا ، بې اشتهايي ، کانګې او زړه بدوالی ولري . که له ځیګر څخه نمونې واخیستل شي او لابراتواري معاینات وشي ښايي داخبره تائیدکړي چې ځیګرته تاوان رسیدلاي دی .

دبیوپسې (نمونه اخیستلو) نتیجې ته په پام سره ممکنه ده د ویروس ضد معالجې ته اړتیا پیدا شي دمعالجې ډول دویروس ډول ته اړتیا لري او کله چې دویروس په ډولونو خبرې کوو په دې اړه به خبرې وکړو .

ج :دځیګر سیروزس :

دغه حالت دځیګر دحجرو دمړینې له امله راپیدا کیږي چې ځاي یې نورې حجرې چې فایبر بلل کیږي ډکوي په دغه حالت کې دځیګرحجرې له منځه ځي او په ځاي ېې فایبري حجرې وده کوي دغه حجرې کلکې وي او خاص کار هم نه شي کولاي چې دسیروزس په برخه کې به په دې هکله په تفصیل سره خبرې وکړو .

د : دځیګر سرطان :

په هر غړي کې چې دحجروتولید او تخریب زیات وي دغیرعادي ودې او جنیتیکي ستونزو احتمال هم پکې ډیر وي دمثال په توګه په پوستکي ، رحم او هاضمي سیسټم کې چې دحجرو تخریب پکې ډیروي سراطانونه ېې هم ډیر دي مزمن التهاب هم د سرطان یو علت کیداي شي خو تراوسه داخبره نه ده تائید شوې خو دځیګر له مزمن التهاب سره د سرطان د اړیکې احتمال ډیر دی .

آیا دسرطان دمخنیوي لپاره کومه لاره شته ؟ :

که ناروغي سمه معالجه شي او احتیاطي تابیو ې غوره شي پر سرطان داخته کیدا شانس هم کمیږي . په هر حال هغه کسان چې هیپاټیټ لري تر نورو زیات په سرطان اخته کیداي شي البته داحتمي خبره نه ده او باید دغه ناروغان اندیښنه ونه کړي .

4 thoughts on “زیړی او د ځیګر ناروغۍ دویمه برخه/ ډاکټر سباوون”
  1. سلامونه اونيكي هيلي داكترصاحب ماتيره تيره ورزهم دافوشتنه كرووهچي دهايبتات سي /تيست مي فهنتيجه كي ٦٧/٢٨درجي شودلاي وو اوس زماسوال داده چي اندازه چي شودل شوي ده قابيل دانتقال اوقابيل دعمل كولو فه بدن كي ده زكه زه فه كويت كي دمسافري ژوند تيره وم ترسو چي وطن زم اوعلاج يي كوم شايد سه موده وخت ونيسي كه دلته فه كويت كي يي كوم دويزي مشكل راته فيدا كيگي ستاسودزواب فه هيله

    1. قدرمنه لکه چې مخکې مې هم ویلي دي دغه ټسسټ ډیر څه نه شي په ګوته کولی معالجه له شپږو میاشتو تر یوکاله وخت نیسي خو بیا هم ډیر نور ازمیښتونه هم شته چې د ډاکټر په فیصلې اغیز کوي په تیره بیا بیوپسې باید ترسره شي چې معلومه کړي ځیګرپه څه حالت کې دی البته د سي ویروس د انتقال لارې تزریقي یا د پیچکاري کولو ، له موره په نس کې موجود ماشوم ته او دغه راز له جنسي لارې سرایت کولی شي خو له جنسي لارې ېې دانتقال چانس ډیر کم دی خو ویروس په بدن کې ټول عمر پاتې کیداي شي حتي نن سبا ډاکټران وایی دغه کسان واده هم کولی شي خو باید لږ احتیاط وکړي زه اوس ټول شیان بیا دلته نه شم لیکلی که زما دغه لړۍ تعیقب کړې ټولې مسلې دې حل کیږي دا بسته کتاب دی تاسو ېې باید حتماً ولولئ خکه تاسو ویروس لري بله مهمه خبره حتما د بي ویروس واکسن وکړئ

  2. تقریبآ از ما یک سال میشود که زردی سیا(هیپاټیټ) دارم
    میخواهم که در کجا تداوی کنیم که از این مریضی خوب شوم

  3. وروره زه هم د لسو کلونو راپدی خوا HBS لرم تاداوی می هم کړی دری کاله مسلسل ګولی می هم خوړلی ډاکتر راته ویلی زیړی دی ختم شوی.
    مګر زما زړه بداوالی د سر درد د سر چکر او داسی نور لکه د وجود درد او سخته ستړیا احساسوم.
    پوختنه داده چی اوس سه وکړم ترڅو تکلیف می ارام شی د داکتر له طرفه رخصت شوی یم؟ مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *