دریمه برخه
د ځیګر لابراتواري جاجونه :
د ځیګر دهر غړي دکړچار دجاجونې لپاره خاصو معایناتوته اړتیا شته دمثال په توګه دزړه دکړچاردجاج لپاره دزړه له ګراف څخه استفاده کیږي یا د پښتورګو د کار او فعالیت دمعلومولو لپاره دوېنې د یوریا او ادرار معاینات کیږي .
ځیګر په بیلابیلو عملیاتو کې برخه لري او دځیګر له عملیاتود رامنځته شویوموادوپه اندازې او معایناتو سره دځیګر کړچار هم جاجولاي شو ډیرمعاینات شته چې دځیګر کړچار جاجولاي شي چې په هغو کې ځینې منل شوي او عام دي چې مونږ هم دلته ځینو ته اشاره کوو :
۱دځیګر انزایمونه :
د ځیګر په بیلابیلو انزایمونو کې درې انزایمونه داسې دي چې که اندازه شي دځیګر کړچار معلومولاي شي .
دوه انزایمونه ast او alt په حجرو کې او الکلین فاسفټز انزایم د ځیګر دحجروپه پوښونو کې موجود وي . کله چې حجرې تخریب شي نو په حجروکې موجود دغه انزایمونه هم وینې ته لاره کوي او په وینه کې ېې اندازه زیاتیږي ځکه خو کله چې په وینه کې انزایمونه لوړ شي داپه دې معنې ده چې دځیګر حجرې تخریب شوي دي .
دوه لومړني انزایمونه یعنې ast –alt ډير دځیګر دحجروحالت بیانوي اودریم انزایم الکلین فاسفټز ډیر دصفراوي لارو دتخریب ښودنه کوي .
په حادیا acute هیپاټیټ کې د انزایمونو سویه :
په حادویروسي هیپاټیټ کې انزایمونه تر شل برابره او حتی ترهغه زیات لوړیږي چې دا عادي چاره ده او په خپله بیرته راکوزیږي او ډیرې معالجې ته اړتیانه لري .
په a هیپاټیټ کې انزایمونه ترکومې مودې پورې لوړ پاتې کیږي ؟ :
تمه کیږي چې انزایمونه په څلورو میاشتو کې بیرته نارمل حد ته ورسیږي خو ځینې وخت ترشپږو میاشتو پورې هم ممکنه ده لوړ پاتې شي .
په سالم ناقل یا لیږدونکي کې دانزایمونوسویه څه ډول وي ؟ :
سالم ناقل یالیږدونکی هم لکه روغ کس وي نو په هغوکې دانزایمونو اندازه هم باید نارمل وي خو په دغو کسانو کې په دوامداره توګه دast – alt انزایمونو سویه تل څیړل کیږي که ددغو انزایمونو اندازه زیاته شي نو وګړی له سالم ناقل څخه ووځي او باید نورې څیړنې هم وشي دځیګر دانزایمونو دسویې دمعلوملوټسټونه ارزانه وي او دځیګر دفعا��یتونو دمعلومولولپاره ښه کارندوالی لري .
۲ البومین :دا دوینې تر ټولو مهم پروتین دی چې دځیګرپه وسیله تولیدیږي په وینه کې ېې طبیعی اندازه د۵/۳ تر ۷ پورې ده که ېې اندزه له ۳/۵ کمه شي له رګونو د اوبو دوتلو ا و دپښو او لاسونو دپړسوب سبب کیږي او په خیټه کې هم اوبه ټولیږي که البومین له ۲/۵ کم شي ددې ښودنه کوي چې ځیګر ته ډیر تاوان رسیدلاي دی .
۳ ګاما ګلوبولوین :
دا دځیګر یو بل پروټین دی چې دځیګر دپړسوب او التهاب ښودنه کوي نورمال حد یې ۱/۵ وي که د ګاما ګلوبولوین سویه له دغې اندازې زیاته شي دویروسي التهاب او فعالیت نښه بلل کیږي .
د وینې د لخته کیدا وخت یا pt :
دوېنې دلخته کیدا عوامل په ځیګر کې جوړیږي . دځیګر ستونزه اود دغو عواملو د تولید کموالی ددې سبب کیږي چې دوینې دانعقادموده اوږدیږي اوپه نتیجه کې وینه بهیږي او خونریزي رامنځته کیږي .
په طبعیي او لابراتواري شرایطو کې دوېنې دانعقادموده ۱۳ یا ۱۴ ثانیې وي خو له دې چې چاپریالي عوامل پر دغوعواملوډیراغیز کوي نودpt د دقیقې اندازې لپاره دلابراتوار په شرایطو کې دوېنې دلخته کیدا وخت اندازه کیږي دغه لابراتواري ازمایښت دځیګر دناروغیو دتشخیص لپاره معتبره لاره نه ده .
۵ بیلي روبین :
دوېنې دسروحجروrbc تخریب ددې سبب کیږي چې هیمو ګلوبین ډیر ازاد شي اوله هغه وروسته دهغوپروټین یعنې ګلوبولین هم آزادیږي او په یولړعملیاتو کې دغه موادپه بلی روبین بدلیږي کله چې دغه ماده ترپوستکي لاندې او دبدن په نورو برخو کې راټوله شي دزیړي سبب کیږي . بلي روبین په ځیګر کې له خاص پروټین سره یو ځاي کیداپه خاطرپه دو ډولونو ویشل کیږي چې یوه ته مستقیم او بل ته غیر مستقیم یا direct & indirect ډولونه وايي چې لومړی ډول یې په اوبو کې دحل کیدا وړ وي ځکه خو دادرار له لارې له بدنه خارجیږي . په لابراتوار کې مستقیم او غیرمسقیم بلی روبین او همداراز ددواړو مجموعي یا total اندزه هم معلومیږي . په وېنه کې دټوټال بیلی روبین اندازه ۱ تر ۱/۵ پورې وي اود مستقیم بیلی روبین اندازه هم ۰/۲ تر ۰/۳ پورې وي که مستقیم او ټو ټل بیلي روبین زیات شي باید علت یې پیدا شي په حادهیپاټیټ کې معمولاً د ټوټل بیلي رووبین اندازه څلورنیمو او پنځو ته رسیږي،په سالم ناقل کې دغه اندازه نارمل وي او په مزمن هيپاټیټ کې لږه زیاتیږي .بیلي روبین دوینې او صفراوي کڅوړې دناروغانو لپاره ښه لابراتواري ځانګړتیا بلل کیږي خودهیپاټیټ دناروغانولپاره دتشخیص کلیدي او مناسبه لاره نه ده .
۶ :ویروسي نښې نښانې :
ویروسي نښې نښانې په دوډولونوویشل کیږي یو دویروس زرې دي چې دبدن لپاره پردی عامل ګڼل کیږي چې ډاکټران یې انتی جین Agبولي دهربهرني عامل یا انتي جین په وړاندې یو ډول شنډونکی پروټین یا انټي باډی جوړوي دغه انټي باډي معالجه هم حسابيږي یاډیر ځله معافیتي ځانګړتیالري .که څه هم له ټیوریکي پلوه درست ویروسونه انټي جین لري خو په عمل کې درست انتي جنونه دپیژندلو دي ځینې ویروسونه هم تریوه ډیر انټي جینونه لري چې په خپل ځاي کې به ورته اشاره وکړو .
د انټي باډي ډول دوخت ته په پام سره له یو بل سره توپیر لري له دې کبله دانتي باډي ډول ته په پام سره دناروغۍ او دځیګر دستونزې د مودې په هکله خپل نظر څرګندولاي شو نن سبا دعلم په پرمختګ سره په وینه او دځیګر په حجرو کې دویروس جینیټیکي ذرې موندلاي شو دغه عمل ته Polymerase Chain Reaction ) ) یا PCR وایي دغه آزمیښت په ځینوتخصصي آزميښتونوکې ترسره کیداي شي او بیه ېې هم ډیره لوړه ده . له همدې امله ډاکټران ېې ژر سپارښتنه نه کوي او کله چې په نورو آزمیښتونو کې څه ستونزه پیدا شي د ډیر تائید لپاره له هغه استفاده کوي دهر ویروس دجاج په برخه به په دې اړه نورې خبرې هم وکړو .
له نوموړو آزمیښتونوکوم یود ځیګر دکړچار او دندودمعلوملولپاره مناسب دی ؟:
د ځیګر دانزایمونودسویې جاج ا و دالبومین داندازې معلومول ددغه غړي د دنددو دمعلوملو لپاره تر ټولو ښه ازميښتونه دي معمولاً دځیګر دانزایمونو معلومول ډیر ښه وي.
بیلي روبین او دوینې دانعقاد دمودې معلومول دډیرو ناروغیوداتشخیص لپاره کارول کیږي خو دهیپاټیټ لپاره مناسب ټسټ نه دی .دویروسونو نښې نښانې (آنتي جین او انتي باډي )یوازې په حاد پړاوکې دناروغۍدډول دټاکلو او دمعالجې دبهیر لپاره مناسب ټسټونه دي خو دناروغۍ د تعقیبولو لپاره دومره کارندولی نه لري .
PCR یا دویروس دجینټیکي ذروجاج دمخکنیو آزمیښتونولپاره کارول کیږي.
٧ :بيوپسي :
له ژوندۍ حجرو دنمونو اخيستو ته بيو پسي وايي دبيوپسي داخيستو لپاره بايد ناروغ بستر شي او ځيني لابراتواري معاينات وشي ځينې ډاکټران له بيوپسي مخکې ددې لپاره چې دځيګر له حالته ښه خبر شي سونو ګرافي يا ټلوويزيوني معاينات کوي له دې پرته ددې لپاره چې صفراوي کڅوړه تشه او کوچني شي له بيوپسي څو ساعته مخکې ناروغ ته غوړ مواد لکه کوچ ورکوي کله چې دڅيګر بيوپسي اخيستل کيږي ناروغ ته بيهوشي نه ورکول کيږي او يوازې همدغه برخه چې بيوپسي تر اخيستل کيږي په موضوغي ډول بي حسه کيږي . که ډاکټر تکړه وي بيوپسي آسانه ده او ناروغ ته کومه ستونزه نه پيښوي کله چې بيوپسي واخيستل شي ناروغ يوه ورځ يايوه شپه د ډاکټر تر څارنې لاندې وي ځکه ممکنه ده ناروغ ته خونريز ي پيداشي له يو ې شپې وروسته بايد ناروغ له روغتونه رخصت کړاي شي له بيوپسي وروسته بايد ناروغ تريوې اونۍپورې دروند کار اوسپورټ ونه کړي ترلاسه شوې نمو نه دناروغ پوه يا پاټالوجيسټ له لوري څيړل کيږي او دموجودو جدولونو په اساس دځيګر دتخريب اندازه معلوميږي او درجه بندي هم په دې اساس کيږي چې دځيګر څومره برخه له منځه تللې ده او څومره دفاعي حجرې هلته شتون لري .
آيا بيوپسې دهيپاټيټ درستوناروغانو ته ضروري ده : ؟
نه هغه ناروغان چې حاد هيپاټيټ لري بيوپسې ته اړتيا نه لري هغه کسان چې سالم ناقلين حسابيږي هغوته هم بيوپسې نه ده پکار . هغه وخت ناروغ ته بيوپسې ضروري وي چې انزايمي ستونزې پيدا شوې وي اويا د ويروس دفعاليت په هکله جينټيکي شواهد ترلاسه شي .همداراز هغه ناروغان چې مزمن هيپاټيټ لري دمعالجې دپيل لپاره بايد بيوپسي ترسره شي .
آيا له بيوپسي پرته دويروس ضدمعالجه پيليداي شي :؟
نه دوروستيو معلوماتو په اساس د ويروس ضد ممعالجې اصلي لارښود همدا بيوپسي ده نو دمعالجې دپيل لپاره بايد حتماً بيوپسي وشي اوله هغه پرته بله چاره نه شته له نيکه مرغه نن سباپوهان په هغو کيماوي موادو پسې دي چې په و ينه کې دهغو اندازه دبيوپسې له اخيستلو سره يوشان وي او که په دې کار کې بريالي شول له دې وروسته به بيوپسي ته اړتيا نه وي .
٨ : د عکس اخيستلو رودې :
دبدن دبيلابيلو برخو دعکسونو داخيستولپاره بيلابيلې رودې شته دمثال په توګه Xوړانګه ،سونو ګرافي( په دې رودې کې له غږه ورآخواڅپو څخه استفاده کيږي ) ، او د CT scan او MRI په شان کمپيوټري رودې دبدن دبيلابيلوبرخو دعکسونو لپا
ره مهمې رودې دي .
د هيپاټيټ په جاجونې کې دCT scan اوسونوګرافي په شان دتصوير اخيستلو درودو ځاي ځايګى او مقام په کوم حد کې دى ؟ :
دعکسونو داخيستلو ردوې غالباً په هغو ناروغانو کې کارول کيږي چې دصفراوي کڅوړي ډبرې ياکيسټونه لري اويا صفراوي لارې ېې بندې وي . په هيپاټيټ کې معمولاًپه دغو رودو خاصه ستونزه نه شي معلوميداي که څۀ هم دهيپاټيټ په ناروغانوکې په لومړي سرکې له سونوګرافي او نورو رودو استفاده کيږي خو کله چې هيپاټيټ تشخيص شي له هغه وروسته خاصه مرسته نه شي کولاي .
ولې دهيپاټيټ په ناروغانوکې له سونو ګرافي څخه استفاده کيږي ؟ :
له دې سره سره چې سونوګرافي مستقيماً دناروغۍ په تشخيص کې مرسته نه شي کولاي خو دځيګر او طحال اندازه په ګوته کوي چې لوي شوي که نه ؟ همداراز دځيګر په برنۍ برخه دغوټو او دانو شتون معلومولاي شي په حاد هيپاټيټ کې معمولاً ځيګر له خپلې اندازې لويږي له بلې خوا کله چې ځيګر په سيروز اخته شي دځيګر په مخ او برنۍ برخه ګڼې وړې غوټې معلومولاي شي .
سلامونه اونيكي هيلي مي وومنه داكتر صاحب يوپشتنه کووم مهربانی به دی وی که جواب راکری زما دپشولاندی تلی دیری زیاتی گرمیگی اوتشومیتازوته زیات زم دالته په سعودی کی مسافریم گرانه هرنوع تیستونه می ووکره هبسه مر ض نه معلومیگی اودواهم نتیجه نه ورکوی دیره مهربانی به دی وی که راته معلومات راکری زکه چی دیرورسره په تکلیف یم ستاده هدایت په هیله
د ښاغلی ډاکټرصاب سباوون په اجازه
ښاغلی باوری وروره ما هم ستا په شان دپښودتلو دگرمیدو تکلف درلوده، وروسته دپښودحفاظت داکتر ته ولاړم چه په انگلیسی دغی داکتر ته chiropodist او په عربی کی ورته الاختصاصي معالجة الأقدام وای.
داکترماته وویل چه ستا بوټانو ته پستکی یا تلۍ دراچوم بیا به دیی پښی نه گرمیږی اوهم به نه ستړی کیږی.
ماته یی یوډول پستکی په بوټانوکی واچول چه مخصوص طبی اسفنج هم دپستکو دلاندی سریښ شویدی، ددغی پستکو داستعمال څخه دادوهم کال دی چه بیامی پښی نه دی گرمی شوی.
ښاغلی ډاکټرصاب سباوون هم دغی ټکی ته په لاندی ډول ورته اشاره اوسپارښتنه کړیده الله دیی توفیق درکری چه عملی یی کړی
(چرمي بوټان او نخي جورابې اغوندئ)
په درناوی
داکتر صاحب سلامونه اونیکی هیلی می ومنی هیله ده چی روغ او جوړ اوسی .
تاسومخته وویل چی د هپیټاټیس ای ناروغی ډیره خطرناکه نده او 99 فیصده خلک په خپله ښه کیږی مګر ماته داکتر ویلی چی ورزش به نکوی څان به نه ستړی کوی او 21 ورڅی به مثلث تداوی کوی او دا یی هم وویل چی دا ناروغی ډیره خطرناکه ده زما د بیلیروبین ټوټال ۳.۱ ده آیا زه خپل ورزش ته ادامه ورکړم.
محترم داکتر صاحب سلامونه او نیکی هیلی می و منی
تقریباً د لسو ورځو راپه دیخوا می د لاسونو او پښو درد پیداکړی دی او دا دری ورځی کیزی چی د ګیډي چپ طرف د سینی د قفص لاندی می کم کم درد پیداشویدی او ګنګسیت هم لرم نه پوهیزم څه وکرم هیله ده په دی هکله لارشونه راته وکړی چی سه وکړم
ډیره مننه