لسمه برخه

د مزمن هیپاټیټ خطرناکې پایلې

د ځیګر سیروز اوسرطان :

مزمن هیپاټیټ ممکنه ده په دو خطرناکو ناروغیو بدل شي دغه دوه ناروغۍ سیروزس او سرطان دي .

Bهیپاټیټ معمولاً ډیره تاواني لاره نه کچ کوي او ډیر لږ کسان   په سیروزس او سرطان اخته کیداي شي خو په Cهیپاټیټ کې دغه اندازه ډیره وي په دغه هیپاټیټ کې ۳۰ یا ۵۰ فیصده ناروغان په سیروزس اخته کیداي شي او ۵ فیصده ممکنه ده په سرطان اخته شي .

پوښتنه :

آیا سیروزس هماغه مزمن هیپاټیټ دی ؟

نه مزمن هیپاټیټ هغه حالت ته وايي چې ویروس په وینه کې تر شپږ و میاشتو زیات موجود وي په داسې حال کې چې سیروزس دځیګر په ساختمان کې بدلو ن دی مزمن هیپاټیټ ممکنه ده په خپل وار په سیروزس بدل شي .

پوښتنه :

زه د Bهیپاټیټ ناقل یم چې په شپږ میاشتنیو ټسټونو کې زما دځیګر انزایمونه لوړ ؤایا دا په دې معني ده چې په سیروزس اخته شوی یم؟

دځیګر دانزایمونو لوړیدل دویروس دفعاله کیدا او دځیګر د تخریب په معنې وي چې دغه حالت ته مزمن هیپاټیټ وايي سیروزس ددغه تخریب وروستۍ نتیجه ده .

له نیکه مرغه اوسنۍ معالجې تر ډیره حده دځيګر دتخریب مخه نیولې ده او په سیروزس د مزمن هیپاټیټ دبدلیدا مخه نیول شوې ده .

سیروزس څه شی دی ؟

روغ ځیګر دیوشمیر حجرو ټولګه ده چې مشخصې دندې لري دهیپاټیټ ویروس دځیګر حجرو ته تاوان رسوي. . په ځیګر کې هم دنورو ارګانونو په شان کله چې حجرې له منځه ځي دهغه په ځاي دفیبروزپه نامه حجرې رامنځته کیږي فيبروزي نسج هغه جوړښت ته ورته دى چې له ټپونو وروسته په پوستکي کې رامنځته کيږي کله چې فيبروزي نسج د‌ځيګر دحجرو ځاي نيسي ددغي ظاهري بڼه ديوې غوټې په شان کلک شي په ځيګر کې دفيبروزي انساجو رامنڅته کيدل او دځيګر غوټة غوټة کيدا ته سيروز وايي .

پوښتنه :

سيروز څنګه تشخيصيږي ؟

دکلينکي نښونښانو او لابراتواري معايناتو او دعکسونو داخيستو له لارې دغه ستونزه تشخيصيږي په تيرابيا په سونوګرافي يا اولترا سونډ کې سيروز تشخيصيږي او دځيګر جوړښت دغوټې په شان

ښکاريږي کله چې له دغه ډول ځيګر ه بيوپسي و اخيستل شي درامنځته شوي فيبروز اندازه معلوميداي شي .

پوښتنه :

دسيروز کلينکي نښې نښانې کو مې دي ؟

دسيروز کلينکي نښې نښانې ډير په هغو ستونزو او نيمګړتياوو پورې اړه لري چې په ځيګر کې د ځينو موادو دنه جوړيداله امله پيښيږي په دغو ستونزو کې په خيټۀ کې داوبو ټوليدا يا اسايـټس ، دپښو پړسوب ،دسترګو زيړوالى ، دپوستکي دځينو برخو توريدل او سطحي خونريزۍ ، دمرۍ دويرس له امله دهاضمې دسيسټم خونريزي ، دلاسونو دورغوي سور والى ، په نارينه و کې سينې لويدل ، دبيضو کوچنيتوب ،او په نارينه وکې دجنسي ګروهې کميدل، دطحال لويدل او انسفالوپاټي ته اشاره کولاي شو.

پوښتنه :

آيا سيروز تل نښې نښانې لري ؟

دنښو نښانو په هکله څو مهم ټکي شته دي لومړۍ خبره دا ده چې دځيګرفعاليت ډير دى اوډيرې دندې لري په دې ډول که د ځيګر ١٥ يا ٢٠ فيصده حجرې سالمې پاتې شي ناروغ هيځ ډول نښې نښانې نه لري او وګړى په خپلې ناروغۍ نه پوهيږي نو ښايي سيروز ٥٠فيصده ځيګر له منځه وړى وي خو کومه خاصه نښه او علامت به نه لري که ٧٠ يا ٨٠ فيصد ه ځيګر له منځه تللى وي پاتې حجرې دځيګر فعاليت جبرانولاي شي چې دغه حالت ته جبران شوى سيروز وايي په جبران شوي سيروز کې خاصې نښې نښانې نه شته او ډيرې معمولي نښې نښانې لکه دځيګر وړکتوب دطحال لويدل او نورې معمولي ستونزې موجودې وي که ناروغ په خوړو کې احتياط ونه کړي ا ويا تخريب پراخ شي په دې ډول جبراني سيروز له منځه ځي او حادې نښې نښانې رامنځته کيږي دا بيا جبراني سيروز نه دى .

پوښتنه :

ولې په سيروز کې پښې او خيټه پړسيږي ؟

دسيروز په ناروغۍ دالبومين په نامه دپروټئين توليد ګډوډيږي ددغه پروټين دنده په رګونو کې د مايعاتو ساتل دي کله چې په سيروزکې ددغه پرټئين توليد له ستونزوسره مخامخ شي مايعات له رګونو بهر ته راوځي او ددې سبب کيږي چې ؛پښې اوخيټه وپړسيږي .

پوښتنه :

زه دسيروز ناروغ يم دبدن پوستکى مې په ډيرو معمولي ګوزارونو سره رنګ بدلوي او شين کيږي آيادغه مسله له سيروز سره ارتباط لري ؟

په سيروز کې په دو دليلونو خونرېزۍ ته ګر وهنه پيدا کيږي له يوې خوا په څيګر کې د وينې دلخته کيدا عوامل نه جوړيږي له بلې خوادځيګر په وسيله په وينه کې زهرمواد نه تصفيه کيږي په دې ډول په نتيجه کې په ځيګر کې ناسم چاپيريال برابريږي او هغه پلاکټونه چې دوينې په لخته کيدا کې رول لوبوي هغه له منځه ځي له دې کبله خونرېزي ډيره وي .

پوښتنه :

دوه اونۍ مخکې پوه شوم چې خيټۀ مې غټه شوې ده چې په څيړنوکې پوه شوم څيګر مې له کاره غورځيدلاي دى او په سيروز اخته شوى يم ډاکټر راته ويلي چې بايد انډوسکوپي وکړم خو تر اوسه پورې دمعدې د درد په شان کو مه نښه نښانه نه لرم آيا دانډوسکوپي کول حتمي دي؟

انډوسکوپي هغه روده ده چې يو کوچنى دوربين دمرۍ له لارې معدې ته داخليږي او دمرۍ معدې او کولمو داخلي برخې نيغ په نيغه ليدل کيږي . دسيروز په ناروغانوکې په معدې او مرۍ کې دوينې جريان سم نه وي نو وينه هغو غړو ته بيرته ګرځي چې له ځيګر ه مخکې پراته دي لکه په طحال او معدې کې وينه ټوليږي کله چې وينه په معدې کې ټوله شي په مرۍ کې دوينې رګونه هم لويږي چې دغه حالت ته وريس وايي لکه په پښو او لاسونو کې چې وريس رامنځته کيږي   .

دغه وريسونه معمولاً نښې نښانې نه لري خو تل چمتو وي چې وشليږي او دمعدې او مرۍ خونريزي رامنځته کړي په دې ډول په کانګو او مدفوع کې دوينې دراتلو احتمال موجود وي له دې کبله هغه ناروغان چې سيرز لري هغوته انډوسکوپي کيږي او د وريسونو وضعيت معلوميږي چې په وخت سره ېې معالجه وشي .

پو ښتنه :

٣٨ کلن يم له هغه وروسته چې زما رنګ زيړشو له معايناتو وروسته معولومه شوه چې په سيروز اخته شوى يم ډاکټر راته وويل چې سينې مې ترمعمولي حالته لويې شوي دي ولې دسيروز په ناروغانوکې دغه بدلون رامنځته کيږي ؟ او آيا په جراحۍ سره سينې کوچنى کيداي شي ؟

ځيګر دځينو جنسي هورمونونو دجوړيدا او سوزيدا مرکزدى د درسته نارينه ووپه ناروغانوکې دوه ډوله د نارينه و اوښځينه وو هورمونونه جوړيږي خو دسيروز په ناروغانو کې دښځينه هورمون تخريب ګړندى وي په نتيجه کې په سيرزس اخته نارينه دښڅنيه هورمونونو تراغيزلاندې راځي او په دې ډول په نارينه وو کې سينې لويږي همدار از دهغوي   جنسي تمايل هم کميږي . داچې لاسونه سره کيږي علت ېې هم همدغه هورمونونه دي ځکه خو که په جراحۍ سره سينې کمې شي بيرته وده کوي .

پوښتنه :

له څو کلونو راهيسي دسيروز له امله تر معالجې لاندې يم معمولاً دنس په کيڼ اړخ کې درد او دروندوالى احساسوم دې ته په پام سره چې ځيګر دخيټې په ښي   اړخ کې دى ولې په کيڼ لوري کې درد احساسوم؟

بايد پام وکړو چې په سيروز کې هيڅ درد نه وي   همدارازځيګر وړوکى کيږي له دې کبله دسيروز ناروغ په ښي لوري کې درد نه احساسوي خو په طحال کې د وينې د ټوليدا له امله د غه غړى چې په کيڼ لوري کې دى درنيږي او درد هم ورسره احساسيږي .

پوښتنه :

آيادطحال لويدل خطرناکه دي ؟

     د طحال دنده دوينې زيرمه کول او دفاعي فعاليتونه د ي کله چې طحال لوي شي وینه پکې ډيره ټولیږي او په نتيجه کې د وينې سرې اوسپنې حجرې تخریبیږي البته دغه ستونزه ډیره خطرناکه نه ده او په دغو شرایطو کې دطحال دلیرې کولو په شان جدي معالجې ته اړتیا نه شته .

پوښتنه :

پلار مې سيروز لري له دو ورځو رهیسي ډیر کاوړ ورځي او دشپې له لوري هم نه ویدیږي آیا دغه مسله دهغه له ناروغۍ سره کوم ارتباط لري ؟

د خوب تغیرات او په خوي کې بدلون د سیروزس ترټولو عامې نښې دي کله چې دکوم علت په اساس سیرزس داسې مرحلې ته ورسیږی چې نور بیرته نه شي جبرانیداي نوپه نتبیجه کې په وینه کې موجودذهرونه دځیګر له لوري نه تصفیه کیږي او دوګړي په خوي او کړچارکې بدلون رامنځته کیږي .

په لومړي پړاوکې خوي ډیر بدلیږي او ممکنه ده ناروغ منزوي او لانجمن شي دشپې له پلوه ویښ پاتې شي او دورځې له پلوه ویده شي که دغه حالت معالجه نه شي ښايي ناروغ دهوښيارېۍ له پلو ه کمزوری شي او عجیب او رغیب کارونه وکړي په دې ډول ناروغ ورو ورو خوبولی کیږي او بالاخره ناروغ کوما ته ځي دغه حالت ته دځیګر انسفلوپاتي وايي نو کله جې ناروغ پوه شو چې خوبولاي حالت لري او خوي او اخلاق یې بدل شوي دي باید حتماً ډاکټر ته ورشي او خپله معالجه پیل کړي او دخوبولي حالت اصلي علت پیدا شي .

پوښتنه :

آیاګڼ شمیر درمل چې دسیروزس ناروغان ېې خوري ددې سبب کیږي چې دځیګر حجر ې بیرته درغایږي ؟

له بده مرغه کله چې سیروزس رامنځته شو بیا بیرته رغیدل نه شته هغه درمل چې دسیروزس ناروغان یې استعمالوي دیوازې د ژوند دکیفیت د ښه کیدا لپاره دي او دنورو خطرناکوپایلو مخه نیسي هغه کسان چې د ویروسونو له امله یې ځیګر په سیروز اخته شوی وي دویروس ضد درمل هم دهغو ي په درملو ورزیاتیږي تر څو د ناروغۍ دپرمختګ مخه ونیسي ښايي دویروس ضد درمل تریو ه حده دسیروزس په ناروغانوکې دفیبرز د زیاتیدا مخه ونیسي او په دې ډول دځیګر سالمې حجرې زیاتې شي .

پوښتنه :

لنډه موده کیږي چې زماپه ورو ر کې دسیروزس ناروغي تشخیص شوې ده ددې ناروغۍ لپاره کوم درمل په کار دي ؟

دسیروزس په ناروغانو کې ګڼ شمیر درمل ناروغ ته ورکول کیږي په دغو درملو کې دلکټوز ،پروپرانولول ګولۍ، ایزو سوربایډ،سپیرانولاکټون ،لازیکس ،مولټي ویټامین ، یادولاي شو ځینې وخت البومین او ویروس ضد درمل هم ناروغ ته ورکول کیږي .

پوښتنه :

زمایو ملګری چې سیروزس لري د ایزو سوربیډ او پروپرانولول درمل خوري آیا دغه درمل دزړه او رګونو په ناروغانو کې نه ورکول کیږي ؟

دغه دوه درمل دزړه درمل دي خو کله چې د هغوپه خوړولو سر ه دوینې فشار کمیږي په نتیجه کې دمرۍاو دبدن د دفاعي سیسټم دوریسونو دشلیدو مخه نیول کیږي نو دغه دوه درمل په سیروزکې اساسي درمل ګڼل کیږي .

پوښتنه :

دسیروز په ناروغانوکې دلازیکس په شمول د ادرار راوړونکو درملو له استعاله هدف څه شی دی ؟

ددې لپاره چې په نس کې اوبه ټولې نه شي او پښې ونه پړسیږي دغه درمل ناروغ ته ورکول کیږي .په مدررو درملو کې دسپایرو نولاکټون نوم اخیستلاي شو.

پوښتنه :

دسیروزس په ناروغانو کې کوم خوراکي رژیم غوره دی .؟

دسیروزس ناروغان باید دووخبرو ته ډیر پام وکړي یو داچې په خیټه کې داوبو دټولیدا مخه دې ونیسي او دوهمه دا چې هغه خواړه دې نه خوري چې دځیګر کار سخت کړي او اضافي زهرتولید کړي . مالګه هغه مهمه ماده ده چې له بدنه دمایعاتو د وتلو مخه نیسي له دې کبله باید دسیروزس ناروغان دمالګې په خوړولو کې احتیاط وکړي په عادي حالت کې دسیروز ناروغان اوبه په نارمل حد کې خوړلاي شي خو کله چې په خیټه کې اوبه ټولې شي او پښې وپړسیږي باید دمایعاتو په خوړولوکې ډیراصراف ونه کړي ددې لپاره چې ذهري مواد په سیروزس ناروغانو کې په بدن کې ټول نه شي باید له حیواني پروتیني موادوډیره استفاده و نه شي اودبوټو له پروتینونو کار واخیستل شي .

پوښتنه :

زه دسیروزس ناروغ یم او ډاکټر راته وویل چې دحیواني پروټین په مصرف کې احتیاط وکړم په کومو خوړو کې حیواني پروټینونه ډیر دي ؟

حیواني پروټینونه په سرې غوښې د چرګانو په غوښې او هګیو کې ډیروي سره غوښه هغه ډول پروټین دی چې ډیرځله په سمي او زهري موادو بدلیږي له دې کبله باید دسیروزس ناروغان سره غوښه ونه خوري که ناروغ کومه نښه نښانه ونه لري په میاشت کې دوه یا څلور ځله سره غوښه خوړلاي شي کبان او دچرګانو غوښه دامونیاک او نورو زهري موادو په جوړولوکې لږ ونډه لري نو ناروغ په اونۍ کې درې ځله له چرګانو او هګیو استفاده کولاي شي .

هګۍ دالبومینو ښه سرچینه ده که ناروغ د کولسټرولو له پلوه کومه ستونزه ونه لري په اونۍ کې دوه ځله دهګیو سپین خوړلاي شي .

پوښتنه :

آیا دمیوې او سبزیانومصرف دسیروزس ناروغ لپاره تاوان لري ؟

ددې په اپوټه داعمال شویو محدودیتونو له امله باید ناروغ په کافي اندازه میوه او سبزیانې وخوري ددې لپاره چې دبدن   دویټامینونو او اوبو انډول برابر شي ؟

پوښتنه :

ایاپه سیروزس اخته ناروغ دهیپاټیټ په شان باید له غوړو خوړو ډډه وکړي ؟

دځیګرستونزو ته په پام سره ممکنه ده دسیروزس په ناروغ کې دغوړو جذبیدل له ستونزو سره مخامخ شي له دې کبله غوره ده دغوړو خوړو له مصرفه ډ ډه وکړي .

پوښتنه :

آیا دسیروزس ناروغان لبنیات خوړلاي شي ؟

لبنیات هم بډاي پروټین لري اوباید دهغه په مصرف کې احتیاط وشي البته دلبنیاتو پروټین هم دهګیو په شان تاوان نه لري له دې کبله دسیروزس ناروغان په متوسطه توګه دورځې یو ځل لبنیات خوړلاي شي او کومه ستونزه نه پیښوي .

پوښتنه ؟

زوي مې په سیروزس اخته شوی اوریدلي مې دي چې ځیګر هم دپښتورګو په شان پیوندیدلاي شي آیا په ریښتیا دغه کار شونی دی ؟

دځیګر پیوند د سیروزس پریکنده معالجه ده خو په دې اړه څوستونزې شته . لومړی داچې دپیوند لپاره د بل کس غړی په آسانه نه پیداکیږي یوازې دمغزي سکتې په وخت او هغه هم چې دمړه کس کورنۍ رضایت ورکړ ي دپښتورګي په شان ژوندی کس خپل ځیګر ناروغ ته نه شي ورکولاي له دې کبله هغه ناروغ چې پیوند ته په تمه وي هغه باید ډیره موده انتظار وباسي البته اوس د ژوندي کس دځیګر له یوې ټوټې ډیره ښه استفاده کیداي شي دوهمه دا چې دپوښتورګو په پرتله دځیګر د جراحۍ عملیات ډیر اوږده او سخت وي دریمه مسله د ا ده چې ناروغ باید ډیره موده ددې لپاره معالجه شي چې بدن ېې دغه غړی رد نه کړي نو دغه معالجه ښايي دبدن دفاعي سیسټم کمزوری کړي او ناروغ له ډول ډول میکروبونو سره مخامخ شي له دې کبله له جراحۍ وروسته دناروغ څارنه ډیر اهمیت لري او کله ناکله خو دځیګر پیوند له دې امله هم ډیر لګښت غواړي .

په هرصورت که مالي ستونزې نه وي او غړی پیدا شي نو دځیګر پیوند ترټولو ښه لاره ده چې په ایرا ن کې دغه کارشونی دی ؟

پوښتنه :

کله چې دویروسی هيپاټیټ له امله ځیګر په سیروزس اخته شي او له هغه وروسته بیرته پیوند شي آیا دا احتمال شته چې دغه ځیګر بیا په دغه ویروس ککړ شي ؟

له پیوند ه وروسته څیګر بیا هم   دککړتیا له خطرې سره مخامخ وي خو وروستیو مطالعو ښودلې ده چې ویروس ضد درمل دځیګر دتخریب مخه نیسي په هر حال په دې اړه تحقیقات په لومړیو پړاونو کې دي او باید په دې اړه په تمه پاتې شو .

پوښتنه :

زه دBهیپاټیټ ناقل یم څومره ممکنه ده دځیګر په سرطان اخته شم ؟

که څه هم د B او C هیپاټیټ په ویروسونو اخته کیدل دسرطان یو عامل دی خو په دې اړه داخته کیدا چانس ډیر وي . په حقیقت کې دهیپاټیټ ډيرکم کسان په سرطان اخته کیږي له دې کبله باید په دې اړه ونه ویریږئ خو که تل دغه ستونزه تعقیب شي او تل معاینات وشي نو ډاډ به مو ډیر وي .

پوښتنه :

دځیګردسرطان لپاره معالجه شته ؟

له بده مرغه دځيګرحسرطان په هغو سرطانونو کې راځي چې په دودو معالجو لکه په شیمو تراپي او نورو رودو نه معالجه کیږي یوازې په دغو ناروغانوکې ژوند ته هیله زیاتیداي شي .

پوښتنه :

ایا په درستو مزمنو هیپاټیټونو کې په سرطان اخته کیدل یو شان دي ؟

دځیګر په سراطان داخته کیدا عوامل ډیر دي یو مهم علت پکې دسیروزس دی له دې چې ډیر Cهیپاټیټ په سیروزس اخته کیږي له دې امله دغه هیپاټیټ ډير په سرطان بدلیداي شي .که سیروزس دکیمیاوي موادو له امله وي په سرطان یې داخته کیدا چانس هم ډیروي کورنۍ سیمې او نژاد هم پکې لاس لري.

وروستۍ خبرې

مهمې سپارښتنې

عادي خلک :

ددې لپاره چې په هیپاټیټ اخته نه شئ دغو ټکو ته پام و کړئ

۱ ـ له ککړو اوبو او خوړو ډ ډه وکړئ

۲ ـ   حفظ الصحې ته پام وکړئ .

۳ ـ بې ځایه وینه مه ترلاس کوئ او په ډاډمنو ځآیونو کې وینه واخلئ .

۴ـ اعتیاد پریږدئ او له ګډو ستنو استفاده مه کوئ .

۵ ـ په هغو مرکزونو کې چې ډاډمن نه دي دخال لګولو په شان کارونه مه کوئ .

دBهیپاټیټ ناقلین :

۱‍ـ نورو ته دویروس دانتقال دمخنیو ي لپاره روغتیایي چاروته پام وکړئ .

۲ ـ دځیګر دفعالیت د معلوملو لپاره په شپږو میاشتو کې حتماً یوځل معاینات وکړئ .

۳ ـ دکورنۍ غړیو او ملګرو ته ووايئ چې واکسین ولګوي .

مزمن هیپاټیټ ناروغان :

۱ ـ نورو ته دویروس دانتقال دمخنیوي لپاره روغتیایي چارو ته پام وکړئ .

۲ ـ ویروس ضد درمل په سمه توګه استعمال کړئ.

۳ ـ دډاکټر له مشورې پرته کیمیاوي او دبوټو درمل مه خورئ .

په سیروزس اخته ناروغان :

۱ ـخوراکي رژیم ته ښه پام وکړئ او مالګه او سره غوښه کمه وخورئ .

۲ـ درمل په خپل وخت وخورئ .

۳ ـ د ډاکټر له مشورې پرته آرام بخښونکي او نور درمل مه خورئ .

۴ ـ تل دخپل ځیګر فعالیت چک کړئ.

پاي

.

2 thoughts on “زیړی او د ځیګر نورې ستونزې لسمه او وروستۍ برخه / ډاکټرسباوون”
  1. زما HBS ANTIGEN مثبت ده او اوس راته داکتر دوا ۶ میاشتو لپاره را کړیده خو داکتر راته وایی چی ستا هیپاتایت نشته او دوا چی خلاصه شی بیا مه راځه اوس ستا مشوره سه ده چی زما هیپاتایت پرمختګ ونکړی باید سه وکړم

  2. اخته شوی وم تقریبآ بو کال می ادویه وخواره او تداوی می په پاکستان کی وکره خو پطور د یوکال کی می یو رقم HBS زه په
    گولی استعمال کری خو اوس نشم کولای چی دوباره پاکستان ته لار شم او خپل زان دو باره تداوی کرم خو ستاسو محترم حضور سخه هیله مند یو چه ما ته مشهوره راکری چی په افغانستان په کوم ولایت که درست معاینات او تداوی کیژی چی دخپل زان تداوی کرم او مطمئین شم چی الله”ج” راته شفا راکری او الله تعلی دی تاسی په خپل کار کی بریالی ولری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *