د هر تصور تر شا مخکنی فکر موجود و، چې اوسنۍ مرحله ترې را زېږېدلې ده.
موږ په کل کې د ورځې متفاوت څیزونه په خپل باطن او ظاهر کې زېږوو، ورته متوجې کیږو نه؛ بلکې نور هم له دې حالت سره نا انډوله برخورد کوو، چې وروسته یې زېږنده هم په همدې تصور ولاړه وي.
د زېږون مرحله دوام لري، یعنې دا یوازې په یوه برخه کې د تکامل، تکثر او بدلونونو نښې نه وینو؛ بلکې دا څه د ټولو برخو په چاپېر کې د بدلون او زېږون مرحلې تر سترګو تېروو.
موږ په یوې خبرې پسې بله کوو، همدا خپله د زېږون او نوښت پیل دی، چې له انساني فکر څخه زېږي.
موږ هم د ژوند په زانګو کې له هر څه څخه د ژوند رنګونه وڅکل؛ خو تر اوسه پورې له دې مړاوي او شلېدلي دیده نه یو لاس په سر شوي. چې ګټه او زیان یې څه دی. دا ځکه چې په فطري ډول انساني خواص هر څه له نورو اخلي، یعنې زده کوي یې؛ خو دا زده کړه کله د ده له هنره زېږون مومي او کله فطري وي.
بس د نن کړه مو د سبا لپاره زېږول شوی پس منظر دی؛ خو د دې پس منظر لپاره په شعوري توګه کار کول پکار دي.
د هرې پېښې ترشا د ژوند ښکلې منظر ښکاري، مګر د دید اړخ مو په خوځښت کې پاتې راغلی .
ژوند د نوښتګرو هڅو او بې درنګه روان بحر دی، چې ځینې ترې د مادیاتو او ځینې ترې د معنویاتو څاڅکي اخلي، بیا هر یو خپلې لارې ټاکي.
اصلا خو د هرې پېښې ترشا د تضادونو او اړیکو یو متحرک امتزاج شتون لري، خو دې امتزاج ته په شعوري تګلاره تلل اړین دي.
ویلی شو، چې زېږون یو فطري عمل دی، چې روان دی؛ خو مخکې تګ هم له دې ځایه خپل پټ وجود رابرسېره کوي.
خویونه هم د انساني افکارو په زېږون کې همداسې رول لري، چې بیا وروسته د افرادو په روڼ اندۍ کې له مجسم تصور متحرک خوځښت پیدا کوي.
د یو ملت د خلکو ترمنځ د اړیکو ستره وسیله په تعامل ولاړه پایه ده، چې دغه اړیکه د فرد سره شوی پخوانۍ کړن چاره ده، چې اوسنۍ اړیکه ترې زېږېدلې ده.
نو هره کړنه چې د فرد سره شوې، هغه د ده په ذهن او روان کې داسې ځای موندلی، چې اوسنی حالت ترې څرګندیږي، همدلته د سوکالۍ او ناخوالو یو پټ غږ په اهتزاز راځي، چې افراد په خپلو کې سره په دوو متقابلو لارو ویشي.